عطر وهلو احکام- ښځو سینګار

 

عطر وهل:

ځيني ښځي او نجوني له کور څخه تر وتلو دمخه عطر وهي چي د دې لامل کيږي چي د هغو نارينه وو پام ورواوړي چي د هغو په لار کي اوسي.

کله چي ښځه غواړي د ښځو مجلس ته ورسي او په لار کي يې نارينه نه وي، نو عطر وهل ورته روا دي، خو ورته روا نه دي چي عطر ووهي او بازار ته چي خلک پکښي ګرځي ولاړه سي. حضرت رسول الله ج فرمايلي دي:

«أَيُّمَا امْرَأَةٍ أَصَابَتْ بَخُورًا فَلَا تَشْهَدَنَّ مَعَنَا الْعِشَاءَ»

«هري ښځي چي عطر وهلي وي، نو زموږ سره دي د ماخستن په لمانځه کي ګډون نه کوي».

په دې هکله نور احاديث هم روايت سوي دي.

دا له دې امله دي چي که ښځه عطر ووهي او په لار کي يې نارينه يا د نارينه وو د ناستي ځاى وي، لکه جومات او داسي نور، نو د هغو پام ور اوړي، په داسي حال کي چي ښځه بايد خپل ځان پټ وساتي او له ځان ښکاره کولو څخه ډډه وکړي. لوى څښتن فرمايي:

﴿وَقَرۡنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجۡنَ تَبَرُّجَ ٱلۡجَٰهِلِيَّةِ ٱلۡأُولَىٰۖ﴾ [الأحزاب: ۳۳].

«او په خپلو کورونو کي کښېنئ او د تېر جاهليت د مهال د ښځو غوندي (دنارينه وو په منځ کي) سينګار کړي بې ستره مه څرګندېږئ، خپل غړي او د سينګار وسايل د نورو ليدو ته مه وړاندي کوئ».

د خپل ځان د ښکاره کولو له مظاهرو څخه د خپلو ښکلاوو، لکه مخ او سر او نورو څرګندول دي.

او له دې کار څخه د ډډي کولو لپاره د رسول الله ص دا حديث بسنه کوي چي فرمايي:

«أَيُّمَا امْرَأَةٍ اسْتَعْطَرَتْ ثُمَّ مَرَّتْ عَلَى الْقَوْمِ لِيَجِدُوا رِيحَهَا فَهِيَ زَانِيَةٌ وَكُلُّ عَيْنٍ زَانِيَةٌ» (رواه الحاكم وصححه).

«هره ښځه چي عطر ووهي او بيا له کوره ووزي او د خلکو له څنګه د دې لپاره تېره سي چي د دې د عطرو بوى احساس کړي، نو هغه زنا کاره ده او کومي سترګي چي هغه ويني زناکاري دي».

اى زما درنې خور! هيله ده چي د شرعي اشتباهاتو په يادونه، چي په دې وختونو کي ډېري ښځي په اخته دي را څخه خوابدې سوې نه اوسې. ما دغه صادقانه نصيحتونه يوازي خپلو مسلمانو خوندو ته د يادوني په موخه وکړل . نو زما ګراني خوري! کوښښ وکړه چي که په کالو او سينګار کي کوم غير شرعي کار در څخه سوى وي پرې يې ږدې او دا مطلب په پام کي ونيسې چي که څوک يو کار د لوى څښتن لپاره پرېږدي، نو هغه به د هغه په مقابل کي تر هغه ښه شى ورکړي.

د ښځي رشتيانۍ ښکلا داده چي ايمان ولري، د خداى په اوامرو پابنده وي او له دې څخه وشرميږي چي پروردګارهغه هر کله او په هرځاى کي د ګناه په حال کي وويني.

وصلی الله وسلم علی نبينا محمد وعلی آله وصحبه اجمعين

وآخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمين

إسرأ مسعودی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب