عقامت (Infertility)

عقامت ديوې ښځې او خاوند دماشوم د زيږولو نه قابليت دى چې په منظمه توګه دجنسي اړيکو له لرلو سره سره او له اميندواري څخه دمخنيوي دهر ډول تګلارې دنه کارولو سره ديوه کال په ترڅ کې هڅه کوي او غواړي ماشوم ولري . لومړنۍ عقامت هغه دى چې ميرمن هيڅ کله اميندواره سوې نه وي او ثانوي عقامت هغه دى چې ميرمن په تيروخت کې اميندواره سوې وي . په اميدواره کېدوکې ستونزه دنارينه داړوندو فکتورونو يا دميرمنې داړوندو فکتورونو او يا هم د دواړو دترکيب په پايله کې وي.

تشخيص

ناروغان ديوه کال په موده کې دماشوم له نلرلو څخه شکايت کوي. دعقامت اړوند هر شکايت ته بايد جدى پاملرنه وسى ځکه ځينې لاملونه کولاى سي که چيرې په لومړيو کې تشخيص سې په اسانۍ يې درملنه وسي. تل دې ميرمنې او خاوند ته ډاډ ورکړل سي چې دعقامت  دډيرو لاملونو درملنه  کېداى سي ، مګر ددې لاملونو دځينو برخو درملنه کېداى سي شااو خوا له (٦ – ١٢ مياشتو ) وخت ونيسي.

په ښځه کى :

•    دمهبل غير طبيعي افرازات او دحوصلې دالتهابي ناروغيو احتمال چک کړئ. دهر ډول شکمنو انتاناتومناسبه درملنه وکړئ. تل دي دواړه ښځه او نارينه په يوه وخت کې تر درملنې لاندي ونيسئ.

•    وپلټى چي ايا په ميرمنې کى دتخمې ازادېدل شتون لري. دغير طبيعې وينې راتلنې دهر ډول مخينې ا و يا دنامنظم مياشتني عادت په اړه پلټنه وکړئ. که چيرې تاسو په مياشتنۍ غير منظمې وينې راتلنې مشکوک سوى، په دې صورت کې ميرمن يوه نسايي متخصص ته د ډيرې څيړنې لپاره وليږدوئ.

•    که چيرې ميرمنې دمياشتنۍ دورې له درديدونکي حالت څخه شکايت لري ، په اندومتريوزس شک وکړئ اوناروغه يو نسايې متخصص ته وليږدوئ.

•    دهر ډول جراحي مداخلو ( هم نسايې او هم بطني ) په اړه په تيروخت کې له ناروغې څخه پوښتنه وکړئ.

په نارينه کى:

•    داحليل اوخصيو اناتوميک اختلالات دې وڅيړل سي. که چيرې کومې ستونزې شتون درلود، دناروغ دې ددرملنې لپاره وليږدول سي.

•    دخصيو په کڅوړه کې دې متوسع وريدونه چک سي Varicocele   . که چيرې شتون يې درلود دجراحي عمل لپاره دې وليږدول سي.

•    داحليل او دپروستات يا دواړو انتانات دې چک سي. دهر ډول مشکوکو انتاناتومناسبه  درملنه دې وسي.

•    دخصيو دبغوټ(Mumps)  دمخينې يا په تير وخت کې دټپونو يا دخصيو دنوروالتهاباتو ته اړه پوښتنه وکړئ.

په دواړو کې:

•    هغه حالات چې شونې دي په کاذبه اومنفي توګه دطبيعي ميړانى (Fertility) دبدليدو لامل سي چک يې کړئ. لکه عمر، روحي فشار، بې وزلي، دخوړ نامتعادله رژيم، سپورتي زدکړې يا درانه فزيکي فعاليتونه، زيات وزن لرل او يا کم وزن لرل، سګريټ څکول، دنشه يي توکو کارول، دحضره وژوونکو اوسرب له زهري چاپيريال سره مخ کيدل، ځيني درمل، او يا دسرطاني ناروغيو درملنه ، د شعاع او کيموتيراپى په وسيله .

•    په دقت هڅه وکړئ څو پيدا کړئ چه ايا مناسب جنسي عمل (Intercourse)  دالقاح کيدو اجازه  ورکړي، که دا ډول نه وې، ميرمنې او خاوند ته يې مناسبه لارښوونه وکړئ، بر سيره پر دې دا موضوع دې هم وڅيړل سي چې ايا جنسى اړيکې دسايکل په مناسب دوران يعنې په ميرمنې کې دمياشتې عادت دوروستۍ ورځي له لومړۍ ورځي څخه وروسته له ١٠ – ١٧ ورځو پورې تر سره کيږي.

درملنه

ددرملو پرته درملنه

دسالم ژوند دتګلارو په اړه دواړو ميرمنې او خاوند ته دعمومي توصيو وړاندې کول:

o    داړتيا په صورت کې د سمى جنسي اړيکې په اړه مشوره .

o    دروحي فشار پيدا کوونکو شرايطو ، حالاتو اوفعاليتونو څخه ډډه کول.

o    دهر ډول نشه يي توکو له کارولو څخه ډډه کول ( لکه تنباکو، چرس ، ترياک او داسي نور….).

o    ديوه متعادله غذايي رژيم خوړل.

o    دروغتيا ساتنې دغوره شرايطو رعايتول.

درملو په وسيله درملنه

دټولو مشکوکو انتاناتو درملنه  په يوه وخت کي دميرمنې اوخاوند دواړو لپاره .

ليږدول :

ټولې ناحل سوې عقامتې ستونزې دې يو نسايي متخصص او Andrologist ( دنارينه و دتناسلي دستګاه متخصص) ته وليږل سي.

ناروغ ته لارښوونې

*    درملنې ته دپام نيولو پرته ، ميرمنې او خاوند ته دي توصيه وسي څو له درملو پرته پورته درملنې تعقيب کړې او يو ځاى کيدو ته دې په منظمه توګه دوام وړکړئ، اوخپل دليږدونى مشوره تعقيب کړى.

*    هغوى ته ډاډ ورکړئ چې دډيرو عقيمو ازواجو درملنه کيداى سي ، مګر کيداى سي داحالت یوه اندازه وخت واخلي.

*    دامکان په صورت کې دميرمنې اوخاوند دکورنۍ غړو ته توصيه وسي خو ددې ستونزي په اړه دروحي فشار درامنځته کيدو لامل نسي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب