علامه استاد پوهاند عبدالحی حبيبي

علامه استاد پوهاند عبدالحی حبيبي

علامه پوهاند عبدالحی حبيبي ( ١٢٨٩ – ١٣٦٣ لمريز کالونه) د علامه حبيب الله كندهاري ( حبو اخندزاده) د درنې كورنۍ پر آسمان تر ټولو روڼ او ځلاند ستورى ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي دى چې زموږ د هېواد د معاصر فرهنګي بهير د “سرلاري” وياړ يې ګټلئ دئ .

علامه عبدالحى حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوى د عبدالرحيم اخوندزاده شهيد لمسى د علامه حبيب الله كندهاري كړوسى د ملا فيض الله كاكړ كوسى او د ملا بابړ مدرس كودى دى، چې د 1328هـ ق كال د ربيع الثاني پر 17 د پنجشنبې په ورځ ( مى 1910م) د كندهار ښار د باميزو په كوڅه كې زېږېدلى و. د عبدالحق اخندزاده درې اولادونه پاته سوي دي. مشر زوى يې عبدالباقي نومېدى چې په ځواني كې د استسقا په ناروغۍ مړ سوى دى. علامه عبدالحى حبيبي يې دوهم زوى او يوه لور يې (بي بي صاحبه) وه ( بي بي صاحبه د كندهار د منلي علمي شخصيت ارواښاد محمدرسول پښتون باركزي ( 1279- 1361ل) مېرمن وه. د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى او د هېواد هنرمند خطاط او څېړونكي ښاغلي نصير هنر پښتون ددغې پښتنې مېرمنې زوى دى ) چې روزنه يې مور پر غاړه اخيستې وه.

زده کړه :

لومړنۍ زده کړې يې د نورو دينې پوهانو څخه وکړې. عبدالحی حبيبي په( 1299ل )کال دشاليمار په لومړني ښونځې کې شامل او په (1304 ل)کال يې دنوموړي ښونځی شهادتنامه تر لاسه کړه ،اوپه همدغه کال يې په 15 کلنۍ هملته دنوموړې ښونځۍ دښونکي په توګه په دنده پيل وکړه.
علا مه حبيبي د خپل پير پرمروجو بيلا بيلو علمي څانګو برلاسي درلوده ،خو د ژبپوهني ؛ ټولنپوهني ؛ادب پوهني ؛دين پوهني او تاريخ پوهني په برخو کي يې وړتيا هغه پوړيو ته رسيدلې وه چي نه يوازي د افغاني پوهانو لپاره ستره مرجع وه بلکي ټولو بهرنيوڅيړونکو ته هم د يوې ډاډمن ماخذ په توګه منل شوې وو. دهيواد د ستر مورخ په توګه د علامه حبيبي د ښه پيژندلو لار د هغو تاريخي اثارو او ليکونو لنډه ارزونه ده چي د نوموړي په زيارتاليف او تدوين شويدي ، چي په مرسته به يې د ليکلو سبک ، د څيړني ليدلورۍ او هم يې د خوښي وړ پير و پيژندلای شو .

د علا مه حبيبي څخه تر يوسل او ديرش ( ١٣٠ ) زيات چاپ شوي کتابونه را پاته دي، په سلګونو مقالې او رسالې يې خپرې شوي او تر دوه سوه زياتو ملي اونړيوالو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کي يې خلاق ګډون کړيدۍ .د چاپ شويو کتابونو له جملې څخه يې د شپږ پنځوسو څخه تر شپيتو کتابونو پوري د افغانستان دتاريخ او تاريخي جغرافيې په اړه دي ، چي د بيلګي په توګه د افغانستان لنډ تاريخ ( دوه جلده ) ،افغانستان بعد از اسلام ( دوه جلده ) ، د پښتو ادبياتو تاريخ ( دوه جلده ) ، اديان عصر کوشاني ، افغانستان در عصر تيموريان ، تاريخ شاهان صفاري ،نومورکي مورخين ،جغرافيايې تاريخي افغانستان ، هنر عصر تيموريان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان او يو زيات شمير نور يادولای شو . په دې ليکنه کي يوازي د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ په اړه اړين مطالب را يادوم :

د تاريخ پيژندنه به هر چا په خپله رايه کړې وي خو يوه رايه دا ده چي ، تاريخ يو داسي تفصيلي نوم دۍ چي په هغه کي د (( زمان )) او (( مکان )) د يوالې بيان شته . دا دوه مفاهيم په حقيقت کي د دې علم بنسټ او هم يې دعلمي شته والۍ اساسي فکتورونه ګڼل شويدي . تاريخ د خپل اوږد ژوند په بهير کي بيلا بيل موقفونه درلودلي او يا ورکول شويدي . د يوې سپيرې کيسې او ساده نکل څخه بيا تر عقيدتي مضمون پوري ؛ د پيښو د ساده بيان څخه بيا تر فلسفي يون پوري يې ټول پړاودنه لرلي دي . خو هغه وخت چي د زمان او مکان مفاهيمو د تاريخ په تدوين کي بنسټيزه ونډه واخستل ، تر هغه وروسته بيا ديوه علمي دسپلين په څير معرفي او خپله لاره يې روښانه کړل .

د نولسمي پيړۍ په لومړيو کلونو کي د مورخينو تر منځ دوو محوري طرحو پرا ختيا وموندله ، چي په حقيقت کي دا د مورخينو تر منځ د دوو سترو فکري جريانونه تمثيل وو . يو شمير مورخين په دي عقيده دي چي بشري تمدن واحده منشا لري او ديوې لرغوني مدني حوزي څخه را پيل شوېدۍ . اليوت سميت ( Elio Smith ) ګوردن چايلد (Gorden Child) تاينبې (Arnold Tainbe) او مورګان (Morgan) د همدې فکري لوري په سر سر کي پيژندل شويدي .

د خپريدني يا (Diffusion) يو نامتو پلوي ګوردن چايلد د دې نظريې ملاتړ تر هغه سرحده وکړ چي هغه يې د نړۍ پر تاريخي افکارو تر لسګونو کالو پوري واکمنه او بريالۍ وځلول . نوموړي د مصر ، بين النهرين او سند مدنيتونه تر څيړني لاندي ونيول او د دې مدنيتونو تر منځ يې ورته او مشابه ټکي را برسيره کړل او په نتيجه کي يې د ټولو مدنيتون منشا د مصر څخه را پيل شوې اعلان کړل . چايلد د خپل نامتو اثر (( سير تاريخ )) تر عنوان لاندي خپله را يه برملا کړيده ، او په خاصه توګه (( د ښار اوښتون )) تر سر ليک لاندي يې د دې نظريې د پوره ثبوت هڅه کړيده . په دي تر تيب د چايلد او دهغه د نورو ملګرو نظريه چي د تاريخ د يوه مهم فکتور (( مکان ))په اړه مطرح وه تر زياتو زمانو پوري يې خپل حاکميت وساتۍ .

پخوا تر دې چي د (خپريدني) تر نوم لاندي يوه ټاکلې تاريخي تيوري تدوين شي ، په ختيځ کي زيات شمير مورخينو او ليکوالانو د مذ هبي تمايلاتو تر تاثير لاندي په يوه يا بل ډول د همدې تيورۍ ( خپريدني ) په محدوده کي عملي ګامونه پورته کړيدي . دا حقيقت د اسلامي نړۍ د پراختيا پر مهال او يا په بله وينا په منځنيو پيړيو کي پوره جوت دۍ . د هغه مهال په زياتو اثارو کي د يوې واحدي منشا څرک شته ، خاصتا په پخواني افغانستان کي زيات شمير مورخينو د خپل ليکل شوي تاريخ لومړنۍ فصل د انبيا ( عليهم ) څخه را پيل کړيدۍ . چي د بيلګي په توګه اخبار الطوال ( دينوري ) زين الاخبار ( عبدالحۍ ګرديزي ) تاريخ ګزيده ( احمد الله مستوفي ) تاريخ مرصع ( افضل خان خټک ) رو ضته الصفا ( ميرخواند ) تاريخ طبري ( جرير طبري ) تاريخ ګلستانه ( احمد ګلستانه ) تاريخ فرشته ، مطالع النوار ، او يو زيات شمير نور د همدې ډول اثارو څخه شميرلای شو چي د واحدي منشا مانا ځني اخستل کيدای شي .

د مورخينو دوهمه ډله هغه شمير پوهان دي چي د چاپير يال پر اصالت او د محيطي امکاناتو په رول متکي نطريه يې خپله کړيده . د دوۍ په نظر د مدنيتونو منشا يوه نه ده اود نړۍ مدنيتونو د يوه مدنيت څخه انکشاف نه دۍ کړۍ ، بلکي د هري سيمي د چاپيريال مطابق او د هغې سيمي د محيطي امکاناتو په محدوده کي ځانګړۍ مدنيت منځ ته راغلۍ او وده يې کړيده . خو دا شمير پوهان د مدنيتونو د خپلواک ايجاد تر څنګ د مدنيتونو تر منځ اړيکي هم ارزښتمني ګڼي جوليان استوارد ( Julian Ostward ) ميرمن بوسر اپ ( Ms. Buser Aupe) کاسمينسکي (Kazminisky) او يوشمير نور د دې نظريې د مخکښانو څخه شميرل کيږي .

جوليان استوارد په خپل يو اثر کي چي د ( فرهنګي بدلون پروسه ) تر سر ليک لاندي خپور شويدۍ ، په دې اړوند ليکي : د خپريدني پلويان د ټولنو پر مشابه او ورته ودي زور اچوي ، په داسي حال کي چي د لومړيو مدنيتونود پيژندلو معياري او معقوله لار د کلتوري اقليم ( Cultural Ecology ) څخه ګټه اخيستل دي .يوازي د همدې روش او متود په خپلولو او کارولود لومړنيو مدنيتونو د پيدايښت زمينې او د ودي لاري په رښتيني توګه پيژندلاي او تر لاسه کولای شو . د دې ډلي يو بل نامتو پلوي کاسمينسکي دي ، چي په خپل يو ه اثر کي ( د ارنولد تاينبې پر فلسفه انتقاد ) تر سر ليک لاندي يې خپور کړيدۍ ، ليکلي چي : لومړني مدنيتونه په بيلا بيلو سيمو او بيلا بيلو زمانو پوري اړه لري ، هر مدنيت ځانګړي او ټاکلي مميزات لري چي د همدې خاصو مميزاتو د لرلو په وجه ويلای شو ، دا مدنيت په خپلواک ډول منځ ته راغلۍ دۍ ، وده يې کړې او پيژندل شويدۍ . د دې نظريې پلويان د کلتوري ، جغرافيايې او ايکالوژيکي تاثيراتو ارزښتمندۍ ته زياته پاملرنه کوي .

په ختيځ کي د دې نظريې د پلويانو شمير زيات نه دۍ ، خو د کيفيت له مخي يې وزن او وړتيا په لوړو پوړيو کي ښودل شويده . ابن خلدون او البيروني او يوشمير نورو مورخينو بيله دې چي د تاريخ ليکني روش او ډول ته يې پام اړولۍ وي ، د تاريخي پيښو تصوير يې په يوه يا بل ډول داسي تر تيب شويدۍ چي افاده يې د مدنيتونو پر خپلواکۍ متکي دۍ خو د تاريخ ليکني دا تيوري چي پخواني مدنيتونو د خپل چاپير يال مطابق وده کړې ، د منځنۍ اسيا په هيوادونو کي ډير لږ پلويان در لودل . يوازي د شلمي پيړۍ په پيل کي يو شمير مورخينو د مدنيتونو د خپلواک منځ ته راتللو او ودې کولو ته پام وکړ . په افغانستان کي د دې ډلي مورخينو په سر کي علامه حبيبي او د تاريخ ټولني دوه تنه نور مورخين خدای بخښلۍ استاد احمد علي کهزراد او خدای بخښلۍ مير غلام محمد غبار وو . په هندوستان کي ه . ش . ډانګې او ، ب . ن . پوري په ايران کي عبدالحسين زرينکوب اوحسن پيرنيا او په تاجکستان کي بابا جان غفوروف له دې ډلي مورخينو څخه شميرل کيږي .

د منځنۍ اسيا په هيوادونو کي د ياد شويو مورخينو له خوا ليکل شوي او خپاره شوي اثار د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي ، تاريخ در ترازو د ښاغلي عبدالحسين زرين کوب تاريخ قديم ايران د حسن پيرنيا ليکنه هغه اثار دي چي په ايران کي دننه او بهر د پاملرني وړ ځای لري ، په هندوستان کي د د هند تمدن ، هند د کوشانيانو تر واکمنۍ لاندي ، او هند د لومړي کمونيزم څخه تر مرئيتوب پوري چي په پر له پسې توګه د هندي مورخينو شيري واستوا ، ب . ن . پوري او ه . ش . ډانګې له خوا ليکل شويدي ، هم د هغو هندي نامتو اثارو په شمير کي راغلي چي د چاپيريال پر امکاناتو متکي دي ، په تاجکستان کي د بابا جان غفوروف ليکنه هم د همدې لړۍ يو بل اثر دۍ .

په افغانستان کي د علامه حبيبي د زياتو اثارو تر څنګ تاريخ قديم افغانستان او افغانستان در مسير تاريخ هم له هغو اثار څخه شميرل کيږي چي بنسټيږ اډانه يې د چاپيريال پر شتو او امکاناتو تکيه لري ، چي د مرحوم استاد احمد علي کهزاد او مرحوم مير غلام محمد غبار په زيار ليکل شويدي . د دې سترو مورخينو تر څنګ يوشمير نورو افغان مورخينو هم د علامه حبيبي پر قدم ګامونه پورته کړيدي اوداسي تاريخي اثار يې تدوين کړي چي د افغانستان په تاريخ او تاريخ ليکنه کي وياړلي ځايونه لري چي د ټولو را يادول په دې لنډه ليکنه کي شونې کار نه دۍ .

د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ ، افغانستان بعد از اسلام ، د پښتو ادبياتو تاريخ ، سنګ بنشته ها و خطوط کهن افغانستان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان ، کابل شاهان ، صفاريان او تر ١٣٥ ټوکه زيات څيړنيز او بديع خپاره شوي اثار د افغانستان په تاريخ کي ارزښتمن او دشهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي . حبيبي د يوه مبتکر او خلاق مورخ په توګه داسي تاريخي اثار تاليف او خپاره کړل چي عملا يې د مدنيتونو پر خپلواک منځ ته راتللو او د محيطي امکاناتو پر ارزښتمن تاثير ، د تائيد او ترجيح اثار ګڼلای شو . په دې برخه کي د تاريخ مختصر افغانستان څخه څو بيلګي په ګوته کوو او د دې ادعا دثبوت لپاره يې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوو .

علامه پوهاند حبيبي د تاريخ افغانستان په لومړي ټوک کي د ويدي تمدن په اړه ليکي : (( در حدود ١٤٠٠ ق . م . مدنيت باشکوه تحت عنوان ويدي در سرزمين افغانستان باستان حاکم بود ، که از کتب چهار ګانه ويدا ، ميتوان به وجوه ګونه ګون ان مدنيت پی برد . نامهای بعضي از اماکن ، قبايل و دريا ها در اين سرود ها امده و تاکنون باقی مانده است . کلمه پکتها ( پښتون ) الينا ( مردم شمال لغمان ونورستان ) سند ( سيند ) کوبها ( کابل ) هيروتی ( دهراوت )و غيره را ميتوان ياد کرد . ))

د دې متن څخه په ډاګه کيږي چي ويدي مدنيت د افغانستان د لرغونو اوسيدنکو ځانګړې لاسته راوړنه ده ، چي د اړوندو سيمو يادونه يې جغرافيا يې محدوده ټاکي . حبيبي د همدې مدنيت د ټولنيز او سياسي جوړښت په اړه ليکي : (( خانواده ارين ها را کولا ( در زبان پښتو کهول ) ميګفتند و اساس زنده ګی اجتماعی ان جمعيت ها را تشکيل ميدادند که از ان عشاير به وجود مي امد و رئيسی به نام پتي داشت هنګاميکه چند کولا باهم جمع ميشدند ګرامه يا ويسه را تشکيل ميدادند . و مسکن شاهی را پور ميګفتند اين کلمات تاهنوز در اسما واماکن مشهود است . بګرام ، ميروېس ، شير پور وغيره ؛ رئيس خانواده پاتي معادل پدر کنونی رئيس عشيره را کوترا پتي ، رئيس ويا ملک قبيله را ګرام پاتی رئيس قريه را ويس پاتی و شاه را به نام راجان ياد مينمودند .همه ارين ها بالترتيب از مقام پدرو رئيس خانواده الی مقام شاه احترام ميګذاشتند . ))

علامه حبيبي د ويدي او اوستايې مدنيتونو تر منځ هم ځانګړتيا ته پام کړيدۍ ، او دا دوه مدنيتونه چي يو د راغلو اريايې قبيلو سره يوځای وده کړې او بل يې څه نا څه دوه سوه کاله وروسته په لرغوني افغانستان او په ځانګړي توګه بلخ کي پيل شوۍ ، داسي ليکي : (( در حدود ١٢٠٠ قبل از ميلاد مدنيت اوستا يې که از لحاظ محتوا با مدنيت ويدي تفاوت داشت در سر زمين افغانستان شګوفان ګشت ، در اوستا امده است  : يمه به اهورامزدا امر فرمود ، يک ( واره ) را ساخت که طول وعرض ان به اندازه يک اسپرس ( يک ميدان اسپ دوانی ) بود ودرا ن حيوانات و جانوران مانند ګسفند ، ګاو ، و مرغان وغيره را نګاه داشت وجای اب را هم به درازی يک هانه ( ميل ) کند ودر ان واره بازارها ، ګذرها وخانه ها را به ترتيب مخصوص ساخت ، ولی مردم عليل ، دروغ ګو ، و پيس را در ان شهر جای نداد. ))

هغه کلي حکم چي ټول مدنيتونه يوه ريښه لري ، عملا د علامه حبيبي په هغو ټولو تاريخ اثارو کي چي د افغانستان د تاريخ په اړه يې ليکلي دي ، له پامه ليري پريښودل شويدي . علامه حبيبي خپل نامتو اثر تاريخ مختصر افغانستان د منځني ختيځ څخه نه بلکي د منډيګګ څخه پيل کړيدۍ . دا پيل چي د پخواني معمولې دود څخه خلاف وو ، خو دومره موثر وو چي په ډيره لږ موده کي د پوره پاملرني وړ وګرځيد ، او د افغانستان ټولو لوستو او نالوستوافغانانو ته د هيواد دتاريځ دپيل حد څرګند شو او د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ خبره دهر ي علمي او سياسي غونډي تر ټولو منلی او معمولي وينا وګرځيدل او دا دۍ اوس د افغانانو تر منځ د يوې معقولي علمي مقولې په څير منل شوېده .

علامه حبيبي د تاريخ مختصر افغانستان په خپرولو سره په حقيقت کي د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ پر له پسې رښتنۍ مسير روښانه کړ . او د پنځه زره کلن اوږد زماني واټن ټولي پيښي يې په خپل خلاق استعداد ګام پرګام داسي وڅيړلې او ووډلې چي له يوې خوا يې د دې ليري زماني واټن يو ا حتی نيم کال هم پټ پرينښوداو له بلي خوا يې د هري ادعا د ثبوت لپاره مطمئن او باوري اسناد وړاندي کړل او په دې ترتيب يې د افغانستان تاريخ هويت او عظمت نړيوالو سياسي او علمي کړيو ته جوت کړ . لنډه دا چي د علامه حبيبي ځای او مقام د افغانستان په تاريخ کي هومره اوچت دۍ لکه د يوشمير سياسي نامتو څيرو او شخصيتونو چي د افغانستان په له سره جوړښت ، ساتلو او يا وده ورکولو په اړوند د درنښت وړدي ، که سياسيونو د افغانستان سياسي هويت ګټلۍ او ساتلۍ دۍ ، علامه پوهاند حبيبي د همدې هيواد تاريخي هويت تدوين او ثابت کړيدۍ .

د علامه حبيبي سره زما يوه خاطره او د هيواد مورخينو ته دهغه يوه توصيه :

خاطره : په ١٣٦١ لمريز کال د کوشاني پير په اړه پنځم نړيوال څيړنيز سيمنار د يونسکو په مرسته په کابل ښار کي داير شو . د سيمنار مرکزي موضوع د کوشاني امپراتورۍ سياسي سرحدونه او د هغو حدود او ثغور ، څرګندول وه . د دسيمينار د درې ورځنيو علمي غونډو په ترځ کي د کوشاني شاهانو د عقيدې او مذهب په اړه د برخه والو پوهانو ترمنځ مباحثه توده شوه . په سيمنار کي د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو نامتو پوهانو او څيړونکو ګډون درلود ، د بهرنيو پوهانو له ډلي څخه هندي نامتو مورخ پروفيسور ب . ن . پوري جاپاني څيړونکي پروفيسور کويا ما ، فرانسوي نامتو پوه پروفيسور فوسمن ،د پخواني شوروي نامتو څيړونکۍ و. ي . سريانيدي او د يوشمير نورو هيوادونو لکه تاجکستان ، ايران ، ايتاليا ، المان ، ترکيې ، انګلستان څخه زيات شمير پوهانو برخه درلوده .

زياتو څيړونکو او د سيمنار ګډونوالو د کوشاني پير او کوشاني پاچاهانو د مذهب او عقيدې په اړه خپله را يه څرګنده کړل ، لکه نن داسي مي ياد دي چي علامه حبيبي ته د رايې څرګندولو نوبت ورسيدۍ ، علامه حبيبي د دې سره سره چي د سپيږيريتوب بيلګي يې په اواز او څيره کي ښکاريدې ، د کوشاني دورې د مذهبي او عقيدتي نظام او روش په اړه يې په خپل ځانګړي اوخلاق استدلا هر اړخيزه مالومات وړاندي کړل . د علامه حبيبي څرګندونو د سيمنار د برخه والو دومره پاملرنه ځان ته وګرځوله چي د حبيبي د بحث وروسته سمدلاسه ټولو برخه والو په يوه ږغ وړانديز وکړ چي د کوشاني څيړنو د راتلونکي نړيوال سيمينار عنوان دي د کوشاني پاچاهانو د مذهب او عقيدې جوتولو ته ځانګړۍ شي . همداسي وشول د سيمنار پريکړه ليک يونسکو ته د برخه والو وړانديز څرګند کړ او د يونسکو مرکزي دفتر له لوري هم دا وړانديز ومنل شو .

د کوشاني څيړنو د پينځم نړيوال سيمنار د وړانديز او د يونسکو د موافقې سره سم شپږم نړيوال سيمنار د کوشاني پاچاهانو د عقيدې تر سرليک لاندي په ١٣٦٦ لمريز کال د کابل په ښار کي داير شو .له بده مر غه هغه مهال علامه حبيبي له دې دنيا رحلت کړۍ وو . او د سيمنار برخه وال يې د خپل حضور څخه محروم کړي وه ، خو د سيمنار د علمي غونډو په جريان کي د ټولو لوستل شويو مقالو څخه چي د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري ولوستل شوې ، د علامه حبيبي هغه مقاله چي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د يوه تن غړي له خوا ولوستل شوه او هغه مقاله په ١٣٥٩ لمريز کال د کوشاني څيړنو مجلې له خوا خپره شوې وه ، تر ټولو ښه مقاله او د سيمينار تر ټولو ښه تيزيس ومنل شو .

يوه توصيه : په افغانستان کي د کيڼ اوښتون د پيل سره ځيني ځانګړي اصطلاحات رايج شول ، او اوښتوبيانونو زور واخست ، له هرې خولې او له هر ځايه به د اوښتون خبره لومړۍ وه . هر وينا او خبره به د اوښتون په نوم پيل کيدل دا چي اوښتون ته يې څومره عقيده درلوده ؟ ايا دا ريښتينې وه او که د ځينو ملاحظو پر بنسټ به يې د اوښتون اوښتون ويناوي کولې ؟ په هر صورت د ورځي د موډ خبره اوښتون ګرځيدلې وه .

په داسي يوه فضا کي د علومو اکاډمۍ له خوا يو سمپوزيم د ١٣٥٩ لمريز کال په ورستيو کي داير شو . په سمپوزيم کي د هيواد نامتو پوهان او څيړونکي برخه وال وه د ګډون کونکو له ډلي څخه يو تن چي د کابل پوهنتون د تاريخ د څانګي د استاد په توګه يې دنده درلوده ، په بربنډو ادبياتو د(( تاريخ مختصر افغانستان )) په انتقاد پيل وکړ او د دې انتقاد منځنۍ ټکۍ داو چي دا تاريخ د طبقاتي لرليد او انقلابي ايديالوژۍ پر بنياد نه دۍ ليکل شوې ، ضروري ده چي يا مصادره شي او يا يې ليکوال د اصلاح لپاره کار وکړي . او په دي ډول يې خپله رايه په داسي شکل څرګندوله چي ګويا د حاکمي سياسي فضا ملاتړ ورسره شته .

علامه حبيبي د دې مسلې په اړه يو منلۍ او غوڅ دريځ وښود ، ويې ويل : که مورخ هيله لري چي د هيواد تاريخ وليکي ، بايد د هيواد تاريخ وليکي ، نه داچي د هيواد تاريخ تر نوم لاندي د يوه قشر ، يوې ډلي او يا يوه سياسي نظام تاريخ وليکي . علامه حبيبي زياته کړه چي : مهمه خبره داده چي د لومړنيو مدنيتونو د پيل څخه بيا تر اوسه سياسي واکمنانو د ټولني عمومي چاري پر مخ بيولي دي ، واکمنو به د خپل سياسي واک د پايښت لپاره يو مذهب يا بل مذهب ، يو دين او يا بل دين ځان ته غوره کاوه او هغه به يې د خپل حاکميت د دوام لپاره وسيله ګرځوله ، خو په دې تفاوت چي په اوسنيو پر مختللو ټولنو کي د ايزم خبره ده . زما رايه داده چي ټول خلک خاصتا مورخين بايد تر هر څه وړاندي خپل هيواد ته رښتنيني وي ، ځکه چي منحريف مورخ د خپلي ټولني لپاره د اوبا اپيدمي ده .

پای

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

دوې يادوني

لومړۍ ، دا ليکنه لومړۍ په افغاني شمله نومي ټولګه کي خپره شويده ، چي د ټولو لو زيار يې ښاغلې داکتر طارق رشاد کښلۍ دۍ .

دويم : اخځونه د تخلص پر ترتيب او هغه هم د الفبا په لومړيتوب ليکل شويدي .

اخځونه :

١ : باوري ، رسول . مدنيت های اوليه افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ١٣٧٥ .

٢ : پيرنيا ، حسن . تاريخ قديم ايران . تهران . پوهتنو ن تهران . ١٣٤٦ .

٣ : پوري . ب . ن . هند تحت تسلط کوشانيان . مترجم ضمير ساپۍ . کابل . پوهنتون کابل . ١٣٥٧ .

٤ : حبيبي ، عبدالحۍ . تاريخ مختصر افغانستان . کابل . مطبعه دولتي . ١٣٤٦ .

٥ : حبيبي ، عبدالحۍ . ( برخي ايزدان کوشاني ) تحقيقات کوشاني . کابل . اکادمي علوم . ١٣٥٩ .

٦ : چايلد ، ګوردن . سير تاريخ . مترجم : بهمنش . تهران .پوهنتون تهران .١٣٤٦ .

٧ : ضمير ساپۍ ، حسن . تاريخ قديم افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ١٣٦٣ .

٨ : د کوشاني څيړنو د شپړم سيمنار د مقالو مجموعه . کابل . علومو اکاډمي . ١٣٦٦ .

 دندې

په 1307 کال دطلوع افغان اخبار مرستيال وټاکل شو . په کال 1310 ددغه اخبار مدير وټاکل شو.تر 1319 لمريز کاله پورې يې دطلوع افغان اخبار داونيزې جريدې په بڼه په ډيره ښه توګه وچلاوه، او دپښتو ادب لپاره يې روښانه خدمتونه وکړل.ورسته کابل ته راغۍ او دپښتو ټولنۍ مشر وټاکل شو 1320 دپوهنې وزارت دمشاور او په 1324 کال دکابل پوهنتون دادبياتو دپوهنځۍ دلمړني رييس په توګه وټاکل شو، ددغو دندو تر څنګ دپښتو ټولنې رييس او دپښتو ادبياتود تاريخ استاد هم وو. د1326 لمريز کال راپدېخوا دسياست په ډګر کې په فعاليت بوخت شو ،او دملي شوراداومې دورې وکالت ته راوکاږو. بيا دلسو کالو وروسته چې په چمن کې افغان وکيل التجاره شو، په 1340 لمريز کال هيواد ته راستون شو خپلو پوهنيزو او علمې چارو ته يې دوام ورکړه ،په کال 1344 کې دکابل پوهنتون رئيس او ورسته تر دادبياتو دپوهنځۍ رئيس شو. په کال 1357 کې دعلومو داکاډمې مشاور او په 1359 کال کې داطلاعاتو او کلتور دوزارت دعلمي مشاورپه توګه دنده تر سره کړه.خدای بښلي حبيبي له سلو څخه زيات کتابونه ليکلي چې 70 کتابونه يې په ايران ،پاکستان ،مصر او اورپاکې په پښتو ،دري،عربي، اردو، انګليسې ژبو چاپ شويدي . له 600 څخه يې زياتې ادبي،سياسي، تاريخې او ټولنيزي مقالې او رسالې ليکلې دي. استاد حبيبې ددهيواد بهر او ننه په 36 نړيواله سمينارونو کې برخه اخيستې ده او دافغانستان دفرهنګې غنا لپاره يې نه ستړې کيدونکې هلې ځلي او کار کړی. استاد حبيبي د1363 کال دثور دمياشتې په نولسمه نيټه دکابل په ښار کې له دنيا سترګې پټې کړي او هملته خاوروته وسپارل شو. استاد حبيبي دري زامن لري چې اوس په امريکا کې ژوند کوي چې خوشحال حبيبي يې دپلارپه لاره روان دی او دهغه ډير اثار يې په انګليسي ژبه ژباړليدي او خپاره شوي هم دي.لکه پټه خزانه ، سقوط شاهنشاهي افغان اود سليمان ماکو تذکره .دروانې مياشتې په 31 دکندهار ښار په ښارکې دهغه دمړينې دشلم تلين په مناسبت يوه غونډه جوړه شوې وه چې په غونډه کې داستاد په نامه دکندهار پوهنتون کتابتون ونومول شو،اويووړانديز هم و شو چې د حبيبي په نامه يوواټ ونومول شې .داستاد حبيبي لاره ده تل پاته اود لارې دلارويانو قلم دشين وې. دعلامه حبيبي دکلام يوه نمونه لوستونکو ته ډالۍ کوم.

لومړى پښتو اخبار ليكنه دده په لاس پيل سوه

دا اخبار د كندهار طلوع افغان و چې په 1300ل كې د ارواښاد مولوي صالح محمد هوتك (1339ل مړ) په لاس تاسيس سو. په لومړي سر كې يې په پاړسي او پښتو دواړو نشرات كول خو په 1310ل كې د علامه حبيبي مرحوم لـه خوا ټول په پښتو واړول سو او په دې ډول په هېواد كې د لومړني بشپړ پښتو اخبار تاداو كښېښوول سو.

د پښتو ادب تاريخليكنه ده پيل كړه

د پښتو ادب تاريخليكنې لومړۍگ خښته د علامه مرحوم په لاس په طلوع افغان كې د ” تاريخچه شعر پشتو” تر نامه لاندي په 1314ل كال كښېښووله سوه. دا اثر يې په پاړسي ژبه ليكلى دى چې وروسته يې بيا د همدې موضوع په باب د ” تاريخچه شعر پښتو” په دوام د پښتو ادبياتو تاريخ څلور ټوكه وليكل او لومړى ټوك يې د 1325ل كال ليكنه ده. ښاغلى سرمحقق زلمى هېوادمل ليكي چې ” اُستاد حبيبي نه يوازې په افغانستان كې د پښتو ادبي تاريخليكنې بنسټ ايښوونكى دى بلكه د پښتنو په نورو فرهنګي حوزو لكه پېښور او كوټه كښې هم تر ده دمخه چا ادبي تاريخ ليكلو ته اقدام نه و كړى.” ( افغاني شمله- 84 مخ ) _ د پښتو ژبې لرغوني متون وار د واره په قلم په انتقادي توګه تهيه او خپاره سول. په دې برخه كې د علامه مرحوم لومړنى كار

( د خوشحال خان خټك مرغلري ) دي چې په 1317ل كال يې لـه كندهاره خپور كړ. او ورپسې يې د عبدالقادر خان خټك دېوان ( تله- 1317ل لـه كندهاره )، لوى احمدشاه بابا ( 1319ل

له كابله)، پټه خزانه (1323ل لـه كابله)، تذكرۍالاولياء ( لـه كابله)،

سواتنامه ( 1358ل لـه كابله) خپاره كړل. د پښتو آثارو د انتقادي متون د برابرولو په برخه كې د ځينو ختيځ پوهانو لـه خورو ورو كارونو څخه وروسته په منظم او پرله پېيلې توګه لومړى ګام د پښتنو په ټولو فرهنګي حوزو كې تر علامه مرحوم وړاندي چا نه دى كړى. _ د روښاني ادب سيسټماټيكه څېړنه په افغانستان كې اول وار ده پيل كړه. دا څېړنه د پښتو ادبياتو تاريخ لـه دوهم ټوك سره مله ده چې په 1342ل (1963ع) كې په كابل كې چاپ سوه. د روښاني غورځنـګ په باب د پښتونخوا يو بل فاضل حافظ محمدعبدالقدوس د خيرالبيان د لومړي چاپ (1967ع) په سريزه كې خورا ګټوره، عالمانه څېړنه كړې ده ( 92مخه ) او ارواښاد مولانا عبدالقادر د همدې چاپ په پيل كې وايي چې ” د خيرالبيان د دريافت نه څه زمانه مخكښې فاضل مولوي عبدالقدوس د بايزيد روښان په حقله د پښتو اكېډمۍ په مجله كښې ښه محققانه مضامين شايع كړي وو”، خو علامه حبيبي په افغانستان كې دا لومړى شخص دى چې د روښاني تحريك لـه ژورې مطالعې او څېړنې وروسته يې د دغه غورځنـګ سياسيتوب مدلل كړ. پخوا داسې فكر كېده او اوس هم يو شمېر كسان په دې عقيده دي چې روښاني غورځنـګ يوازي يو مذهبي تحريك و چې وروسته يې سياسي بڼه واخيستله. علامه مرحوم دا ثابته كړه چې دا تحريك لـه لويه سره سياسي و او پر يوه واحد مركز باندې د پښتنو د را غونډېدلو او لـه مغولو سره د هغوى د مبارزو د منسجمولو په نيامت پيل سوى و. _ د خوشحال پېژندني لومړۍ خښته دده په لاس كښېښووله سوه. د خوشحال خان خټك په باب ابتدايي خبري لـه سراج الاخبار څخه مولوي غلام محى الدين افغان پيل او ارواښاد امين الله خان زمريالي ورپسې په 1315ل كال تعقيب كړې. خو علامه حبيبي د خوشحال پېژندني تاداو په 1314ل كال په تاريخچه پښتو كې ايښى و او د ښاغلي سرمحقق هېوادمل صاحب د وينا لـه مخې ” استاد دا كارونه په تاريخچه پښتو كې په ابتدايي ډول پيل كړل، د خوشحال مرغلرې او د عبدالقادر خټك دېوان په مقدمه كې يې پسې وپالل، په ” تاريخچه سبكهاى اشعار پشتو، پښتانه شعراء لومړي ټوك، د پښتو ادبياتو تاريخ دويم جزء ( د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د دوهم صنف لـه پاره )،

د خوشحال د جهاندارۍ نظريه نومي اثر كې يې ورته انكشاف وركړ، د خوشحال د سواتنامې ( د 1358ل كال چاپ) د چاپ ته برابرولو او د خوشحال بابا درې سوم تلين لـه پاره د خوشحالپوهنې سره خپله مينه اثبات ته ورسوله

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب