علماء به خپل مسئوليت څنګه سرته رسوي؟

دا يو حقيقت دئ چي د علماو پرغاړه ډير درانه درانه مسئوليتونه پراته دي د ځان او خلګو د اصلاح څخه پيل بيا تر آوارولو پوري د شخړو او جګړو او آوارولو پوري د ګڼو ستونزو او مشکلاتو.

خو ددې لپاره چي علماء وکولای سي خپل ټول مسئوليتونه په پوره توګه آداء کړي، د الله پاک د رضايت لاسته راوړلو ترڅنګ د ټولني اصلاح هم وکړي نو بايد لاندي ټکي په پوره توګه په نظر کي ونيسي:
1 – پدې خاطر چي عالم د پيغمبر وارث دئ نو کله چي په خلګو کي منکر ويني ددې انتظار دي نه باسي چي خلګ څه کوي بلکي دستي دي د هغه منکر پرضد اقدام وکړي.
2 – د عنعناتو او رواجونو په ورک کولو او ختمولو کي دي ودېته انتظار نه باسي چي خلګ ورته مراجعه وکړي بلکي عالم بايد د هغوۍ په کار کي دي مداخله وکړي او ناوړه رواجونه او عنعنات دي ورک کړي.
3 – کومي خبري چي نورو خلګو ته کوي هغه دي عملا پر ځان باندي جاري کړي ترڅو خبره يې مؤثره واقع سي او خلګ ورته د نيوکي ګوته ونه نيسي.
4 – د ژوند، آبرو او فتنې را پورته کيدلو د خطراتو څخه په استثناء د نورو احتمالي خطرونو پخاطر دي خپله تګلاره نه بدلوي بلکي په پوره متانت او زړورتيا سره دي خپل کار پرمخ باندي يوسي.
5 – خلګو ته بايد داسي ذهنيت ورکړي چي زه ستاسو رهبر يم او تاسو زما رعيت ياست، ترڅو چي خلګ يې لوۍ وشميري او خبرو ته يې ارزښت ورکړي.
6 – د خپلي زمانې نا اهله واکمنانوته دي داسي نه نيژدې کيږي چي هغوۍ ورڅخه سوء استفاده وکړي بلکي فقط د هغوۍ د شرڅخه د ځان ساتني لپاره دي څه رابطه ورسره ولري.
7 – د نورو علماو سره دي ښه دوستانه اړيکي ولري او د هغوۍ وينا دي په خپلو خبروکي نقل کوي ترڅو د هغوۍ سره يې نيکه رابطه او حسن نيت په ډاګه سي.
8 – د خپلي زمانې د واکمنانو څخه دي داسي منفي ويره په زړه کي نه ساتي چي د هغوۍ بېله مشورې او بېله اجازې هيڅ کارت لاس نه اچوي.
9 – خلګو ته دي حکيمانه او حاکمانه خبري وکړي تر څو خبري يې د خلګو په زړونو کي ځاي ونيسي او د رعب او هيبت څخه يې خلګ متأثره سي.
10 – د خپلي زمانې په اصطلاحاتو او عنعناتو دي ځان ښه خبر کړي ترڅو مثبت يې تأييد او منفي یې رد کړي او د خپلي زمانې د امکاناتو او مادياتو سره دي ځان ښه بلد کړي تر څو خلګ يې سادګئ او د ځان څخه بيل ونه بولي او د اسبابو څخه ښه استفاده وکولاي سي.
11 – په سولي او پريکړو کي دي ځان د قومي سپينږيرو تابع نه جوړوي بلکي هغوۍ دي د ځان تابع کړي.
12 – د خلګو پر فکرونو دي کار وکړي ځکه د فکرونو د تغيير سره د عمل تغيير لازم دئ.
13 – د امامت په نيولو کي دي ډير دقت وکړي تر څوخلګ يې د نورو علماو سره په جګړه کي وانچوي، نور علماء دده څخه خوابدي نکړي او يا ناوړه استفاده ورڅخه ونکړي.
مولوی نورالحق مظهری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب