عمر بن عبدالعزيز او د الله وېره

په اسلام کې د عمر بن عبد العزيز بن مروان بن الحکم (۱۰۱هـ/۶۱) رحمه الله مقام دومره لوړ دی چې پنځم راشد خلیفه (خامس الخلفاء الراشدین) بلل کیږي، ده دوه کاله او پنځه میاشتي خلافت کړی دی، د اهل السنة لوی امام احمد بن حنبل رحمه الله وایي: څوک چې د عمر بن عبدالعزیز د ژوند له حالاتو خلک خبروي پوه شئ چې په ده کې خیر دی.

ځکه خو د ده په ژوند ګڼ شمیر کتابونه لیکل شوي دي، لکه د امام مالک رحمه الله د شاګرد عبد الله بن الحکم رحمه الله کتاب: سيرة عمر بن عبد العزيز، د ابن الجوزي رحمه الله کتاب: سيرة عمر بن عبد العزيز، علامه عبد الرؤف المناوي رحمه الله کتاب: سيرة عمر بن عبد العزيز، د احمد زکي صفوت کتاب: عمر بن عبدالعزیز، د عبدالعزیز سید الاهل کتاب: الخلیفة الزاهد، او نور..

په اموي خلفاو کې دی یواځنی خلیفه و چې آن عباسي خلفاو یې هم احترام کاوه، داراز اهل تشیع هم هغه ته احترام لري، پر دې علاوه عیسایانو او نورو کفارو ته هم د احترام وړ دی، د محمد بن معبد په نوم یو کس وایي: زه د روم واکمن ته ورغلم، هغه پر ځمکه ناست و او سخت خپه و، ورته ومې ویل: څه چل دی ولې دومره خپه یې؟ ول ته نه یې خبر خورا لویه پیښه رامنځته شوې ده؟ ما وویل: څه پیښه؟ د شام پاچا راته وویل: د مسلمانانو خلیفه عمربن عبد العزيز وفات شوی دی، هغه زیاته کړه: زما یقین دی که له عیسی بن مریم عليهما السلام وروسته بل چا مړي راژوندي کولی نو هغه به عمر و.

[irp][irp][irp]

د عمربن عبد العزيز رحمه الله د مړیني شپو ورځو کې چا یو عيسايي راهب وليدی چې ژړل یې، کله یې چې د ژړا د سبب پوښتنه وشوه هغه ورته وویل: ځکه ژاړم چې د ځمکي پر مخ یو نور و او له نن وروسته به هغه نور نه وي.

دا به کوم عمل و چې عمر یې دې لوړ مقام ته رسولی و؟ له نورو ګڼ شمیر اسبابو سره دوه یې دا دي: له الله نه ویره او له مسلمانانو سره مینه، له مرګ وروسته څو کسان د ده ښځي فاطمه بنت عبد الملک ته ورغلل او د هغه د ځانګړي عمل پوښتنه یې وکړه هغې ورته وویل: په الله قسم هغه ستاسو نه په لمانځه او روژه کې زیات نه و، خو په الله قسم ما د ځمکي پر مخ داسي انسان نه دی لیدلی چې د عمر په څیر دي له الله نه ويریږي. والله ما کان عمر باکثرکم صلاةً ولا صیاماً، ولکني والله ما رئیت عبدا لله قط کان اسد خوفا لله من عمر.

your ads

له خلکو سره د میني په اړه یې هغه کیسه کافي ده چې کله یې د خلافت په لومړي کال د بیت الله متولیان ورته راغلل او ورته ویې ویل: هر کال به د وخت خلیفه بیت الله ته نوی غلاف ورکاوه، سږ کال به تاسو بیت الله ته ښکلی غلاف راکوئ، ده ورته وویل: په الله قسم په سرو زرو کې د بیت الله تر پوښلو د یوه غریب ګیډه مړول ما ته ډېر خوند راکوي، ځئ بیت الله پوښونو ته اړتیا نه لري.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب