عمر خوړلي کسان باید څه ډول غذایي رژیم ولري؟

زړښت هغه طبیعي پدیده ده چې له ۶۰ کلنۍ وروسته پر انسان اطلاق کېږي.

د دې  پدیدې نښې په ټولو عمر خوړلو کسانو کې یو شان، خو سرعت یې بیا بېلابېل وي؛ د بېلګې په ډول ډېر کسان به مو لیدلي وي چې لا ۶۰ کلنۍ ته نه وي رسېدلي خو بې شیمې او بې حوصلې شي، خو برعکس داسې کسان هم شته چې ان۷۰ کلنۍ ته رسېدلي وي، خو لا هم ښه تندرست او مزي ښکاري.

دویمه ډله یې بریالي عمر خوړلي کسان دي چې دوی ان له ځوانۍ څخه ورزش کړی او سالم غذایي رژیم یې مراعات کړی دی.

د لوړ عمر کسان باید د ځوانۍ په پرتله ډېر د خپل ځان خیال وساتي؛ ځکه د بدن دفاعي سيستم او په ټوله کې د بدن غړي، نور د پخوا په څېر نه وي؛ کله چې د انسان عمر لوړېږي یوه تر ټولو لویه ستونزه چې ورسره مخ کېږي هغه د اشتها نه درلودل دي.

د یوازېتوب احساس، خپګان، جانبي عوارض، درمل، د پنځه ګونو حواسو ضعف، د غاښونو ستونزې او د خوړو بې خوندي ټول هغه عوامل دي چې د عمر خوړلو کسانو د اشتها د کموالي لامل کېږي. د دغو کسانو خواړه ډېره لږ ډوډۍ، مستې، پنیر او یوه پیاله خوږ چای وي چې که دغه څه د ډېر  وخت لپاره دوام وکړي، کېدای شي د ځینو عضلو د له منځه تللو، د بدن د ضعف او په ټوله کې د دفاعي سيستم د کمزوري کېدو لامل کېږي.

که د وینې فشار مو لوړ وي، د مالګې پر ځای له تورو مرچو، هوږه، لیمو او نارنجو ګټه واخلئ.

پر معده مو بوج مه راوړئ

د عمر په لوړېدو سره په هضمي سيستم کې د انزایمونو د ترشحاتو کچه ټیټېږي، نو له همدې کبله عمر خوړلي کسان باید د درې ځلي خوړو پر ځای د ورځې په اوږدو کې څو ځلې ډوډۍ وخوري، خو په کمه پیمانه، تر څو معده وکولی شي په اسانۍ سره خواړه هضم یا تجزیه کړي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب