عنکبوتیان (Class Arachnoidea) 

عنکبوتیان (Class Arachnoidea)

عنکبوتیان چې د ارتروپودا فایلم پورې تړي دي، نوم یې اراکنوید له دوو یوناني کلمو څخه جوړ دی. Arachne د غڼې په معنا او Oid د (ورته) په معنا دی. سره له دې چې په دې ټولګي کې ډول ډول حیوانات شامل دي، خو د ځینو یو شان ځانګړتیاوو له مخې یې د عنکبوتیه (عڼو) د ټولګي په نامه نومولی دی.

په دې ټولګي کې، عنکبوتیان غونډلان، کنه Tick د ویښتانو د بیخ کنه Mites، لړمان، لړم ډوله غڼې او نور شامل دي.

د عنکبوتیانو ځانګړتیاوې

  1. پرته له کنې د نورو عنکبوتیانو بدن له، سر، سینې او ګیډې څخه جوړ دي. سر او سینه یې یو ځاې دي چې د سفالو توراکس په نامه یادیږي. ګیډه یې څلور جوړې پښې لري، ښکرونه او لاندینۍ ژامې نه لري.
  2. خوله یې ځبیشلو ته جوړه ده. د یو شمیر عنکبوتیانو خولې زهري غدې لري.
  3. تنفس کتاب ته ورته سږو، هوایې نلونو یا د برانشونو په واسطه کوي.
  4. اطراح د جوړه مالپیګي ټیوبونو یا د کوکسال په نامه د یو ډول غدو په واسطه سرته رسوي.
  5. عصبي جهاز یې د ملا د غوټو، او د ګیډې عصبې طناب د جوړه غوټو څخه عبارت دې معمولا ساده، جوړه سترګې او بدن یې د لمس ویښتان لري.
  6. نارینه او ښځینه جنسونه یې جلا دي زیاتره هګۍ اچوونکي دي.
  7. زیات شمیر یې په خاورو کې به ځانله ډول ژوند کوي خو ځین ېیې پرازیت، ځینې یې ښکار کوونکي او یو شمیر یې په ازاد ډول ژوند سرته رسوي. غڼه او لړم یې د نماینده ګانو په صفت تر څیړنې لاندې نیسو.

غڼه

غڼې ډیر ډولونه لري او د نړۍ په هر ګوټ کې پیدا کیږي. د غڼې بدن له دوو برخو څخه جوړ دی. (سر، سینه) او ګیډه.

سر او سینه یې یو ځای دي چې د سفالو توراکس په نوم یادیږي. ګیډه یې پسته، ګرده او بې ټوټو ده. سفالوتوراکس او ګیډه یې د نرۍ ملا وستني په وسیله وصل ده.

د لیدلو حس یې قوي دی، اته سترګې او څلور جوړې پښې لري. په هره پښه کې یې دوه یا درې غاښ لرونکې منګولې لیدل کیږي. د ځینو په پښو کې ویښته لرونکې جوړښتونه دي چې حیوان پرې ځان ځوړندولی شي. نر او ښځینه یې جلا دي، په ځینو کې ښځینه جنس غټ وي. غڼې ښکاري حیوانات دي حشرې خوري. ځنیې د خپل ښکار د نیولو لپاره د جال څخه کار اخلي. د غڼو زیاتره نوعې یو کال عمر لري.

لړم

لړم  چې د ارتروپودا فایلم پورې تړې دی، اوږد بدن او اته پښې لري. بدن ېې له درې برخو ( سفالو توراکس، ګیډه او لکۍ) څخه جوړ دی. په مخکینۍ برخه کې دوه چنګکونه دي ، چې د هغې د پاسه یوه جوړه سترګې وي. د بدن په مخکینیو دواړو اړخونو کې له ۲ څخه تر ۵ جوړو پورې د تورو دانو په شکل کوچنۍ سترګې واقع دي.

د لړم د لیدلو قدرت کم دی. ځینې لړمان سترګې نه لري. ګیډه يي له اوو کړیو څخه جوړه ده. په لومړۍ کړۍ کې یې تناسلي سوري واقع دي. د ( ۳،۴،۵،۶) کړیو په دواړه اړخونو کې تنفسي سوري دي. لکۍ یې نرۍ او بې ضمایمو ده. پنځه کړۍ لري. وروستۍ کړۍ یې په زهري کڅوړهې پای ته رسیږي. د زهري کڅوړې په پای کې د زهرو ستن ده. ځینې لړمان دوې لکۍ او زهرې جوړښتونه لري. د لړم لکۍ د بدن برخه ده، ځکه چې د هضمې کانال لوله ورڅخه تیریږي. مخرج یې د زهرو د کڅوړې په واسطه پوښل شوی دی. د ځوځښت په وخت کې لکۍ نشی کش کولی، نیغه یې نیولی وي.

لړمان په ګرمو وچو سیمو کې ژوند کوي. د ورځې له خوا د تیږو لاندې یا په سوریو کې پټ وي. د شپې لخوا د حشرو د نیولو لپاره فعالانه خوځښت کوي. لړمان خپل ښکار د خپلو مخکینیو ضمایمو په وسیله محکم نیسي، د پښو په وسیله یې څیري کوي. لړمان حریص نه دي. که کوم ښکار له خپل ځانه دفاع وکړي، خوشې کوي يي.دا حیوانات غڼې، پتنګان، میږیان، زرپښې او ګونګټان خوري. نارینه او ښځینه جنسونه یې جلا دي. هګۍ اچوونکي بچي اچوونکي دي. نوي بچیان په دوه ځلي (نوبت) سره دیوې یا دوه ورځو په موده کې د مور له بدن څخه راوځي. نوي بچیان تقریبا یوه اوونۍ بې خوځښته د مور په شا پراته وي. د لړمانو د بچیانو شمیر نظر لړم ته توپیر کوي.

تمرین

لاندې ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. عنکبوتیان د ……………. فایلم پورې تړې دي.
  2. غڼه د ………….. عدده سترګې لري.
  3. د ………………. د لیدو حس تیزدی.
  4. لړم …………………. عدده پښې لري.
  5. د …………………… د لیدلو قدرت کم دی.

حل تمرین

  1. ارتروپوډا
  2. اته
  3. غڼې
  4. اته
  5. لړم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب