غازي ببرك خان ځدراڼ د نورو له انده

كله چې دخپلواكۍ دبېرته ګټلودجګړې په اړه خبرې كيږي اوياهم كله چې انګريزانوته دافغان باتوره ملت لخوا ددرس وركولوبحث كيږي نوپدې لاره كې دنورومېړنيوغازيانودسرښندونكيوترڅنګ دغازي ببرك خان ځدراڼ سرښندونكي مبارزه ،ميړانه ،اتلوالي اودافغانستان معاصرتاريخ ته سپارل شوي كارنامې ذهنونوته وړاندې كيږي .

غازي ببرك خان ځدراڼ دافغانستان دهسكوغرونوهغه اتل غازي دى چې نن زموږولسونه اوميړني هېوادوال ددۀ په كارنامواوسرښندونكومبارزوباندې وياړي .

غازي ببرك خان ځدراڼ په مېړانه ،وطنپالنه ،شجاعت ،امانت ،ريښتونولي اوله خپل ګران هېوادڅخه ددفاع اودخپل حريم دساتنې په لاره كې دستوري غوندې ځلانده تاريخ لري .

غازي ببرك خان دخپل وياړلي ژوندپه اوږدوكې له خپل ګران ټاټوبي څخه دكلكې دفاع اوساتنې ترڅنګ وكولاى شول چې انګريزي استعمارته داسې در س وركړي چې دوى ته دپوهېدلواوموږته دتاريخ ديوۀ مهم فصل په توګه په ميراث پاتې شو .

غازي ببرك خان ځدراڼ دافغان انګليس ددريمې نه هيرېدونكي جګړې دهغه اتل غازي نوم دى چې دلويې پكتيادمحاذپه تشكيل كې يې دلويې پكتيادميړنيوسرتېروپه كلك ملاتړسره وكولاى شول چې خپل ګران هېواداوهېوادوالوته دخپلواكۍ دبېرته ګټلوزېرى راوړي .

دافغان اوانګريزپه دريوواړوجګړواوپه ځانګړي ډول په دريمه جګړه كې دټل نظامي كلا يوځانګړى پوځي اونظامي ارزښت درلود،داكلادافغانستان په تاريخونواوهمدارنګه دبرتانيې په تاريخ كې ديوې ډېرې مهمې اوستراتيژيكې كلاپه توګه ترې يادونه شوېده .

دانګريزسره داستقلال په جګړه كې ښكېلاك ګروترخپله وسه پورې هڅه كوله چې ددې كلاڅخه خپلې دفاع ته ادامه وركړي  خوغازي ببرك خان ځدراڼ لومړى پښتون غازي ؤچې ددې نظامي نظامي اواهمې كلاكلپونه اودروازې يې ورماتې اوكلاته وردننه شواوهلته ټول شتۀ پرنګيان يې دخپلوناوړواعمالوپه سزاورسول .

غازي ببرك خان ځدراڼ دهېواددخپلواكۍ ،پرمختګ ،ښوونې اوروزنې اومدنيت سره بې كچې مينه درلوده اوهمدې موخوته درسيدوپه هيله يې له سترغازي امان الله خان سره ځكه راشه درشه پيل كړه چې ددې ځوان اوروڼ اندي شاه په حضوركې يې دې هېلوته رسيدل شوني ګڼل .

دتاريخ په حواله كله چې غازي ببرك خان ځدراڼ او ورسره ملګرويې انګريزي قواوې ترپېښوره پسې وځغلولې نوپدې وخت كې انګريزانودافغان پاچان غازي امان الله خان څخه دمتاركې غوښتنه وكړه چې دافغان غازي لخواهم ومنل شوه او لدې وروسته چې افغان غازيان دانګريزانودوژلو، ډبولواو ځغلولو څخه تېرشول نوردبرتانيې حكومت لخوارسماً دافغانستان خپلواكي په رسميت ومنل شوه .

كله چې افغان غازي ببرك خان ځدراڼ خپل هېوادته راستون شواغازي امان الله خان دجګړې دګټلود مباركي له امله خپل حضورته وبالۀ .

كله چې غازي ببرك خان ځدراڼ دامان الله خان حضورته ورغى نو وارله واره يې په غېږه كې ونيو اود خپلواكۍ دبېرته ګټلوله امله يې مباركي وركړه .

دۀ دخپلواكۍ دمباركۍ توري  بېرته ورغبرګ كړل خوترڅنګ يې ورته وويل ،انحضرت : ((موږريښتني خپلواكي ته اړتيالرواوريښتني خپلواكي ته به هغه وخت ورسيږوچې دسياسي خپلواكۍ ،خاورې بشپړتيااوملي واكمنۍ ترڅنګ دملت دټلو وګړو اساسي حقوق ،ددې سرښندونكي ولس سياسي ،اقتصادي اوټولنيزې غوښتنې تريوځايه تامين كړل شي ،انحضرت زموږولس ډېرغريب اوفقيرولس دى ،دوى بايدپه اقتصادي لحاظ غښتلي شي ،كه دوى لدې بېوزلۍ څخه نجات ومومي نوكېداى شي چې ديوه روښانه سباوون په لوري بيااوچت ګامونه پورته كړو اودابه هغه مهال وي چې موږبه يوې ريښتينې خپلواكۍ ته رسيدلي وو .))

غازي ببرك خان ځدراڼ چې څومره داستعماراوښكېلاك مخالف ؤترهغې سخت داستبداداوزورواكۍ مخالف ؤ ،نوځكه يې دخپلواكۍ تربېرته ګټلووروسته هيله درولوده چې په هېوادكې يې ولسواكي ،عدالت اوهوساينه رامنځته شي ،ترڅوچې هېوادوال يې دروان جهالت ،فقر،بېوزلۍ ،بې عدالتۍ اوزورواكۍ څخه دنجات اوخلاصون لاه رومومي .

غازي ببرك خان ځدراڼ دخپل ننګيال اوپياوړي ولس بېوزلي اوفقرډېرښه اوپه ژوره توګه حس كړى ؤ اوهمدادليل ګڼل كيږي چې په خپل ټول سياسي اونظامي ژوندكې يې بوټونه اوڅپلۍ په پښونكړې .

سره ددې چې دمركزي حكومت لخواهم ښه نازول كېده اوخپله يې هم زياته درايي درلوده ولې بيايې هم روغ لباس،عصري كالي،اوترنوروغوړخوراك پرځان ونه لوراوۀ هرڅه به چې مركزي حكومت وركول پرخپلوبېوزلوخلكوبه يې وېشل اوهمداسبب ؤ چې پخپل ولس كې دډېرزيات محبوبيت خاوندشو .

ددې پښتون غازي دژوند،شخصيت ،مبارزواوكاناموپه اړه دهېوادځينونومياليو مورخينواوليكوالانو خپل نظرونه څرګندكړي دي چې دځينويې په لنډډول يادونه كوو.

داميرعبدالرحمان خان دواكمنۍ پرمهال غازي ببرك خان ځدراڼ دلويې پكتياپه سرحدونوكې دوولس تاڼې درلودې چې دهمدې تاڼودلارې يې دخپل حريم ساتنه كوله ،نوځكه اميرعبدالرحمان خان ددۀ دريښتنوالۍ ،زړورتيااووطن دوستۍ ته په پام سره دخپل ژوندپه وروستيوكې په يوځانګړي فرمان كې پخپل قلم خپلوبچيانوته دغازي ببرك خان ځدراڼ په اړه داسې وليكل .

(( هرڅوك چې ترماوروسته دكابل پرتخت كيني هغه ته زماداسپارښتنه ده چې غازي ببرك خان ځدراڼ دوطن يوريښتينى خدمتګار،تكړه ،وتلى عسكراودخپل دين اووطن يوصادق شخص دى ،نوتاسوبۀ په هرحالت كې دغازي ببرك خان ځدراڼ اودهغه دكورنۍ قدركوى اوددين اووطن په لاره كې به دهغوى خدمتونوته دقدراوعزت په سترګه ګوري ))

دافغانستان دخپلواكۍ ستورى سترغازي امان الله خان هم داوسني ارګ په يوۀ تالاركې په داسې حال كې چې دغازي ببرك خان ځدراڼ په اوږو دوخت ترټولوعلى درجه مډال ياني (( لمرعلى درجه نښان)) په خپلومباركولاسونوټومبي ددۀ دشخصيت په اړه داسې وايي : (( غازي ببرك خان ځدراڼ دهېواديولوړرتبه منصبداردخپل قوم مشردخپلواكۍ دجګړې سترقهرمان اويوننګيالى غازي دى چې بايدتردې هم لوړ ووياړل شي .))

دهېوادسترليكوال علامه پوهاندعبدالحۍ حبيبي ددۀ په اړه په خپله يوه مقاله كې داسې ليكلي دي .

(( غازي ببرك خان ځدراڼ ترټولوستره خوشبختي پدې كې وه چې غازي امان الله خان پرې ترټولوقومندانانوزيات باوركاوۀ اولدهمدې امله چې دشلمې پېړۍ په اوايلوكې دۀ داشوبونواو سازماندهي شويوچالشونوپه دمنځه وړلواوقرارولوكې خپله مېړانه اوصداقت ښوولى ؤ .

دهېوادوتلي ليكوال كانديد اكاډميسن ارواښادانورنوميالي په خپله يوه ليكنه (دازادۍ په معركه كې دپكتيادمحاذاوچته رهبري ) كې دغازي ببرك خان ځدراڼ په اړه داسې ليكلي : (( زموږدډېرې ماتوعمده دليل دادى چې همېشه په رهبرپورې ترحدډېرتړلي پاتې شوي يو،خوسم بغاوت همېشه ښه پايلې لري اودغازي ببرك خان ځدراڼ هوښياري هم پدې كې وه چې ډېرپه رهبرپورې تړلى نه پاته كېدۀ اوپدې پوهېدوچې كه رهبريې سازش وكړي نوددوى ټولې هڅې په اوبولاهوكولاى شي اوبل خوشبخت پدې ؤچې رهبريې ددښمن سره هېڅ سازش ونه كړځكه خويې تاريخ نوم په وياړاخلي .))

دپښتوادبياتوداوسني ډګرنوميالي ستورى استادمحمداصف صميم دغازي ځدراڼ دشخصيت اومبارزوپه اړه خپل نظرپدې ډول څرګندوي : (( زموږتاريخ داميركروړه نيولي زموږدملي خپلواكۍ دډګرترسرښندونكي غازي ببرك خان ځدراڼ پورې له حماسوډك دى ګران هېوادافغانستان دملي خپلواكۍ دلارې دالاروى خودخپلې فطري ميړانې له مخې هم دلمانځنې اوستاينې وړدى خوچې كوم وياړاولمانځنه يې دملي خپلواكۍ ددې كاروان دمخكښ شاه زلمي غازي امان الله خان دهمسنګرۍ له امله په برخه ده په هغې دلا لمانځنې وړدى اوهمداهغه وياړدى چې دتاريخ ملي خپلواكۍ اواتلوالۍ له حافظې به ترقيامته ونه وځي اوزه دخپل ملي تاريخ ديومينوال په توګه د ارواښادغازي ببرك خان ځدراڼ په اتلوالۍ وياړم )) .

اكاډميسن پوهاندعلامه ارواښادعبدالشكوررشادباباپه خپله يوه مقاله ( ديوه زمري غازي يادوه ) كې غازي ببرك خان ځدراڼ پدې ډول ستايي (( يوه عجيبه خبره چې پرنګي مورخين هم ورته حيران دي هغه داده چې ببرك خان ځينې داسې جنګي تكتيكونه په كاراچولي ول چې اوسني حرب پيژدونكي هم ورته ګوته په غاښ دي اوممكن له هغوابتكارونودجنګي علوموپوهنتونونوزده كوونكيوته دافغانستان دجګړې دتاريخ ديوې خاصې نوعې په توګه يادونه  وشي .))

دافغانستان دملي تاريخ يوپوه استادحبيب الله رفيع ارواښاد ببرك خان يولوى غازي ،ملي تاريخي اوټولنيزشخصيت بولي اوزياتوي :  (( ارواښادببرك خان زموږدمعاصرتاريخ له هغومجاهدينو، غازيانو اومبارزينوڅخه دى چې تراوسه يې هم دمېړانې اوكارناموكيسې دسيمې دښځواونرينه وو په سينوكې خوندي دي اوځينې ليكليوتاريخونوته يې هم لاره موندلې ده ))

عبدالحميدمبارزپخپل يوه ( تحليل واقعات سياسي افغانستان ) نومي اثركې دغازي ببرك خان ځدراڼ دسرښندونكي مبارزې په اړه خپل نظرپدې ډول وړاندې كوي ((اولين فرمانده قبيلوي كه براى تبارزنقش سياسي سمت جنوب شرق كوشش كردوموفق هم شدببرك خان جدران بود،وى باقيافه متفاوت به رسم ظاهري ان وخت اول يكې نماينده دلسوزوپرمهرمردم به بسيارحالت طبيعي ايفاكردتاحدكه پايزاررابه خاطرنمې پوشيدكه مردمش پاى لچ بودند،ببرك خان جدران در رونداسترداداستقلال افغانستان به رهبري خلاقانۀ انحضرت امان الله خان غازي به تمام قوت خودچالشهاى موجودازجانب استعمارګران انګليس رادرپكتيا ازبين بردوازادي كشوربه ارمغان اورد .))

همداراز ( يك ابتداويك انتهاى نظام شاهي درافغانستان ) دسيدقاسم رښتيايواثردى ، پدې اثركې دغازي ببرك خان ځدراڼ دشخصيت په اړه داسې ليكي ((تاسال هاى متمادي كه من دردرباره ظاهرشاهي بودم ازبسيارخاْطرهاى شرينم بادشاه مهربان سابق افغانستان انحضرت محمدظاهريكش درموردغازي ببرك خان جدران غازي مشهور راه استقلال وطن است ،ګفتم انحضرت موى سفيدان پكتياهمېشه شكايت مېكندكه توجه مركزبراى امورپروژه هاى بازسازي نسبت په ولايت ايشان كم است ، خبر اينطوراست : ګفته : تاوقت كه فداكاريهاى مردم پكتياوغازي ببرك خان ياداين بنده باشدبه هېچ عنوان كاري نخواهدشدكه سوى عدالت تلفي شودمن بۀ وزيرپلان ګپ  مېزنم حتماً ))

زموږګران محمدعارف غروال باباغازي ببرك خان ځدراڼ دهېواددهغوملي اتلانوله جملې څخه ګڼي چې دوطن په ملي روحيه يې دتاريخ پاڼوته تل پاتې حماسې سپارلي دي اوخپل هېوادته يې دقدروړخدمتونه ترسره كړي دي .

ښاغلي غروال باباببرك خان ځدراڼ هغه پښتون غازي بولي چې انګريزانوته يې دسرپه كسه كې اوبه وركړي  اودوى ته يې اجازه ورنكړه چې زموږخاورې ته يوه لوېشت رادمخه شي .

دهېوادتكړه ورځپاڼه ليكونكى توريالى ځاځى ،ببرك خان ځدراڼ هغه غازي بولي چې ديوه سپاهي په حيث يې دوطن ددفاع اونجات په لاره كې تر وروستۍ سلګۍ پورې مجاهده وكړه اوخپل خوږژونديې دهېواداوهېوادوالوپه دفاع كې قربان كړ،نوپدې اساس دى يوازې دلويې پكتيا نه ،بلكې دټول هېواداوهېوادوالورښتينى خدمتګارؤاوغازي امان الله خان هم ځكه نوموړي ته ددۀ دخدمتونو،صداقت،تقوا او وطن دوستۍ په بدل كې دلمرعلى درجه نښان وركړى ؤ .

دغازي ببرك خان ځدراڼ دژوند،مبارزو،مجاهدې اودانګريزانوسره ددې دجګړې په اړه دهېواديوشمېرليكوالانوپوهانودهېوادپه ګڼ شميرمطبوعاتوكې ليكنې كړيدي اوددې ملي شخصيت په اړه يې خپل نظرونه څرګندكړي دي .
*

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب