غرور او تکبر؛ د تباهۍ دوه لاملونه

غرور او تکبر هغه ناوړه کلمات دى چې کله يې انسان اوري، بد ور باندې لګيږي او له هغه چا نه چې دغه ناوړه خويونه ولري کرکه کوي.

په عربي ژبه کې د غرور کلمه مختلفې معناوې لري، چې مهم مفاهيم ئې په لاندې ډول دي.

الف: له خپل ځان، له نورو او يا له دواړو سره دوکه او چل کول، په صحاح کې د جوهري قول رانقل شوى دى چې وايي: هغه څه چې انسان په غرور او دوکه کې اچوي د دنيا مال او دولت دى، الله تعالى په قرآنکريم کې فرمايي: ” يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلاَ تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلاَ يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ” سوره فاطر ايه (٥).
ژباړه: اى خلکو! د الله تعالى ژمنه رښتينې ده، نو د دنيا ژوند دې تاسې ته دوکه درنکړي او نه دې دوکه کونکى (شيطان) تاسې دوکه کړي.

ب: د تکبر او غرور حقيقت رسول الله صلى الله عليه وسلم په يو مبارک حديث کې چې امام مسلم را نقل کړى دى داسې بيان کړى دى:
وعن عبدِ اللَّهِ بن مسعُودٍ رضيَ اللَّهُ عنه، عن النبيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « لا يَدْخُل الجَنَّةَ مَنْ كَانَ في قَلْبِهِ مثْقَالُ ذَرَّةٍ مَنْ كِبرٍ » فقال رَجُل: إِنَّ الرَّجُلَ يُحِبُّ أَنْ يَكُونَ ثَوْبُه حسنا، ونعلهُ حسنا قال: « إِنَّ اللَّه جَمِيلٌ يُحِبُّ الجَمالَ الكِبْرُ بَطَرُ الحَقِّ وغَمْطُ النَّاسِ » رواه مسلم.
ژباړه: له عبدالله بن مسعود نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: “هغه څوک جنت ته نشي داخلېدلى چې په زړه کې يوه زره غرور او تکبر هم موجود وي، نو يو سړي وويل: يو کس دا خوښوي چې جامې يې ښکلې وي او پايزار يې ښکلى وي (نو آيا دا تکبر دى او کنه)، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالى ښکلى دى او ښکلا خوښوي، تکبر او غرور د حق نه منل او د خلکو سپک ګڼل دي”.

الله جل جلاله غرور او تکبر په ډېرو سختو الفاظو منع کړي دي، فرمايي: “وَلاَ تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُور” د لقمان سورت، (١٨) ايت.
ژباړه: په تکبر سره له خلکو نه مخ مه اړوه او په ځمکه کې په غرور تګ مه کوه، په تحقيق سره الله تعالى هېڅ ځان خوښونکى او مغرور نه خوښوي.
او همدارنګه فرمايي: ” تِلْكَ الدَّارُ الآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لاَ يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الأَرْضِ وَلاَ فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ” د القصص سورت، (٨٣) ايت.
ژباړه: د اخرت کور د هغه چا لپاره ګرځوو چې په ځمکه کې غرور او فساد نه غواړي، او غوره پايله د متقيانو لپاره ده.

your ads

په دې مبارکو ايتونو کې د غرور او ځان لوى ګڼلو مذمت او بدي په ښکاره ټکو کې بيان شوي ده، نو مسلمان ته لازمه ده چې له دغه ناوړه خوى او عادت نه په کلکه توګه ځاى وساتي.

هغه عوامل او اسباب چې په انسان کې غرور پيدا کوي، په لاندې ډول دي:

1) د ماشومتوب خوى او عادت:
لکه څنګه چې روښانه ده انسان د يو مور او پلار نه پيدا کېږي، که په مور او پلار يا په يوه د دوې کې دغه ناوړه او خراب عادت موجود وي، چې ځان بې عيبه او له نورو نه اوچت بولي، نو ماشوم هم د خپل مور او پلار تقليد کوي او د هغوى د کړنو تر اغیز لاندې راځې او دا ناوړه خوى د وخت په تېرېدو سره په ماشوم کې هم رشد کوي، مګر هغه کسان چې الله تعالى ورباندې رحم وکړي له دې ناوړه خوى څخه نجات مومي.

نو د اسلام سپېڅلي دين په دې اړه ډېر ارشادات لري چې مور او پلار بايد د اسلام د دين پابند و اوسي، تر څو د هغو اولادونه او ماشومان هم د دوى په پله پل کېږدي او د هدايت لاره ومومي.

2) د نورو لخوا د چا مخامخ توصيف کول او پدې کې شرعي آداب نه مراعات کول:
کله ناکله د غرور د را پيدا کېدو عامل د نورو لخوا د يو انسان صفت کول په داسې شان چې شرعي او اسلامي حدود پکې مراعات نشي، ځکه کله چې د يو چا توصيف د نورو لخوا کېږي، هغه ته دا ګمان پيدا کېږي، چې دغه کسان چې زما دومره توصيف کوي دا د هغو استعدادونو او وړتياوو په سبب دي چې په ما کې موجودې دي او دغه وړتياوې په نورو کسانو کې نشته، نو ورو ورو ئې دغه ګمان او فکر په ذهن کې پخیږي او د غرور او ځان لوى ګڼلو په مرض اخته کوي، له همدې امله رسول الله صلى الله عليه وسلم د چا په اړوند بې مورده صفت کول چې شرعي آداب پکې مراعات نشي منع کړي دي، امام مسلم په خپل کې کتاب کې له مجاهد څخه نقل کوي چې معمر ويلي دي: ” يو کس له خپل ځاى څخه پاڅېد او د يو سرلښکر ستاينه يې وکړه، مقداد بن اسود څه خاوره له ځمکې را پورته کړه او د هغه مخ ته يې وروشيندله او ويې فرمايل چې د الله رسول صلى الله عليه وسلم مونږ ته فرمايلي دي: چې د صفت کونکي په مخ خاورې وشيندئ.

همدا رنګه عبدالرحمن بن ابي بکره له خپل پلار څخه نقل کوي: چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په حضور کې يو کس د چا صفت وکړ، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم څو ځله ورته وفرمايل چې د خپل دوست سر دې پرې کړ، هرکله چې مو د چا ستاينه کوله، نو غوره ده چې داسې ووايئ ” زه ګمان کوم او الله تعالى ورباندې ښه خبر دى”، ځکه چې هېڅ انسان بې عيبه ندى نو ووايئ فکر کوم چې هغه به داسې وي او دا هم په هغه صورت کې چې تاسې په هغه صفت باندې خبر ياست.

نو له دې مبارکو حديثونو څخه معلوميږي چې انسان بايد د خلکو له زيات او بې مورده صفت کولو نه ځان وژغوري ځکه چې دا په هغه انسان کې غرور او تکبر را منځ ته کوي.

3) د مغرورو کسانو سره ناسته ولاړه کول:
له مغرورو خلکو سره ناسته ولاړه کول د دې باعث ګرځي چې دغه بد او خراب صفت نورو ته هم سرايت وکړي، ځکه چې انسان ډېر زر له خپل ملګري او دوست نه اغیز قبلوي.

4) په نعمت پوره زړه تړل او حقيقي منعم هيرول:
کله ناکله د الله تعالى په ورکړل شوو نعمتونو پورې زړه تړل او د الله تعالى هيرول په انسان کې تکبر او غرو راټوکوي، ډېر داسې دينداره او د دين خدمتګار خلک شته چې الله تعالى ورته مال او دولت ورکړي، بيا دوى هغه لوى ذات چې د دوى منعم حقيقى دى له ياده وباسي او مال او دولت يې سترګې ړندې کړي، بيا دا ګمان کوي چې له دغه نعمتونو برخمن کېدل د ده خپل لياقت او قابليت دى، نو بيا د قارون په شان شي چې وايي: ” قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ” هغه څه چې راکړل شوي دا زما د علم په وجه دى، دغه وسوسه او ګمان په دې انسان کې دومره غښتلى شي چې بيا ګمان کوي خپلې اصلي موخې ته رسېدلى او هر څه چې سرته رسوي پروا يې نه کوي، نو همدا تکبر او غرور دى.

مګر اسلام په دې ټينګار کوي چې د ټولو نعمتونو ورکونکى يواځې او يواځې الله تعالى دى او بس، الله تعالى په خپل مبارک کتاب قرآن عظيم الشان کې فرمايي: ” وَمَا بِكُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللّهِ” هر نعمت چې تاسې ته درکړل شوى، دا د الله تعالى له طرفه دى، که انسان هم له ځان سره دغه فکر ولري نو هېڅکله به د غرور پدغه بدمرغه مرض اخته نشي، الله تعالى دې ټول مسلمانان لدې ناولي مرض نه وساتي.

5) له خپل لياقت او استعداد نه لوى مسئوليت قبلول.
کله ناکله د غرور علت دا هم کېداى شي، چې يو کس د خپل استعداد نه لوړ مسئوليت او وظيفه ترلاسه کړي مخکې له دې چې نوموړى دومره رشد ته ورسيږي چې د هغه کار استعداد او قابليت پکې پيدا شي، ځکه کله چې ځينې انسانان لوى مقام ته ورسيږي نو هغوى دا فکر کوي چې دغه منصب او مقام دوى د خپل استعداد او لياقت په زور لاس ته راوړى دى، نو بيا خپل ځان له هغه څه چې په دوى کې موجود دي لوى ګڼي، چې همدا غرور دى.

6) ځان نه پېژندل:
کله خپل ځان نه پېژندل هم غرور او تکبر ته لاره هواروي، ځکه کله چې انسان دا له ياده وباسي چې له ناچيزو اوبو څخه پيدا شوى او بيا الله تعالى ده ته په ځمکې کې استوګنه ورکړې ده، نو شيطان ورته دا فکر پيدا کوى چې ډېر يو مهم مخلوق دى او په پايله کې د غرور په دام کې نښلي، الله تعالى په قرآن کريم د انسان پيدايښت ته اشاره کوي او فرمايي: ” الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الإِنسَانِ مِن طِينٍ ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلاَلَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ” د السجده سورت، (٧-٨) ايت.
ژباړه: الله تعالى هغه ذات دى چې هر څه يې ښايسته کړي او د انسان پيدايښت يې له خټې نه پيل کړى دى، بيا يې د دې انسان نسل له داسې څڅیدونکي جوهر نه جوړ کړ چې د حقيرو اوبو په شان و.

7) لوړ نسب او خاندان:
د ځينې انسانانو کورنۍ او نسب چې لوړ او مشهور وي د دوې په غرور او تکبر کې دا هم مهم رول لوبولى شي، ځکه کله ناکله دغو خلکو ته په دې علت چې د لوى خاندان څخه دى، ځانونه او خپل کارونه غوره او بهتر ښکاري، نو همدا لامل شي چې پدې انسانانو کې د غرور او تکبر ناوړه مرض را پيدا شي چې په پایله کې ئې د دنيا او آخرت د هلاکت او تباهۍ سبب وګرځي، الله تعالى دې ټول مسلمانان له دغه ناوړه خوى نه وساتي.

لیکنه: مجیب الرحمن عاصم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب