غریب واکمن- د عمر بن عبدالعزیز خلافت کې

عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د حمص له خلكو وغوښتل چې د خپلي سيمي(حمص) دبې وزلو اوفقيرانو ليست ورته راوليږې څوله بيت المال نه دهغوي مرسته وكړې، كله چې دحمص دبې وزلو او فقيرانو دنومونو ليست عمربن عبدالعزيز ته راورسيد هغه يې په لوستلو پيل وكړ، ناڅاپه يې د سعيد بن عامر په نوم سترګې ولګيدلې! سعيد بن عامر د حمص والي و! .

خليفه هك پك پاته شو چې دده والي هم د حمص په فقيرانو كې ليكلی دی !!،
د حمص له حاضرو خلكو يې پوښتنه وكړه: ستاسو والي رښتيا فقيردي ؟!
هغوی ورته وويل: بې شكه هغه فقير دی هغه خپل ټول معاش د حمص په فقيرانو ويشي او وايې چې څه وكړم له مانه به په اخرت كې د دوی پوښتنه كيږې او وايې زه مسؤل يم …
عمر بن عبد العزيز رحمه الله هغوي وپوښتل: ايا تاسو په هغه كې كوم عيب ليدلي دی؟ هغوی وويل: هوكي په هغه كې دری عيبونه دې:

1) هغه موږ ته له كوره ناوخته راوځي هغه له كوره څاښت مهال راوځي،
2) د شپې يې بيخي نه وينو او ورك وي،
3) په جمعه كې يوه ورځ تري تم وې .

كله چې خليفه له سعيد نه د دې عيبونو پوښتنه وكړه هغه ورته وويل: اميرالمومنينه! دادری واړه عيبونه لاندي اسباب لري:
دا چې زه دوی ته له څاښت نه مخكي نه ور وځم ځكه زه چې د كور له كارونو خلاص شم بيا دوی ته ور وځم، زه دكور خادم نلرم او ميرمن مي ناروغه ده، اودا چې زه دوی ته د شپي نه ور وځم نو ماخپل وخت ويشلی ده شپه مي دخدای عبادت ته وقف كړې ده او ورځ د خلكو حدمت ته . او په جمعه كې يوه ورځ بهرته وځم ځكه زه يواځي يو جوړ جامي لرم , لري ولاړ شم هلته خپلې جامي ومينځم او بيا راشم .

اميرالمومنين عمر بن عبد العزيز وژړل . او سعيد ته يې له بيت المال نه پيسې وركړې، سعيد دا ټولې پيسې لا په دمشق كې په فقيرانو وويشلي . دا د عمر بن عبد العزيز د يوه ملګري كيسه ده عمر بن عبدالعزيز سره له دي چې تابعي و صحابي نه و خو د داسي ملګرو په برکت یې د امت د علماو په اتفاق د “خليفه راشد” لقب ترلاسه كړ اود ملوكيت په زمانه كې يې خلافت راشده قايم كړ . رضی الله تلعالی عنهم اجمعین.

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب