غلام الحنفي تقبله الله – شهيد ثاني امام غزالي

ثاني امام غزالي شهيد شيخ الاسلام العلامه ابوالعزیز غلام حضرت غلام الحنفي تقبله الله
معلومات شخصي
الميلاد 1355 لمريز

 

زیږیدو سیمه ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ
وفات کال 1395 ل.
دین اسلام – اهل السنة والجامعة
طریقه

د ثاني امام غزالي شهيد شيخ الاسلام العلامه ابوالعزیز غلام حضرت غلام الحنفي تقبله الله

ژوند ته لنډه کتنه

افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د تل لپاره په خپله غيږ کې لوی لوی علماء کرامو ، اولياء عظامو ، درنو پوهانو ، ليکوالانو ، شاعرانو ، او اديبانو ته ځای ورکړی دی۔
خو نن چې د چا په اړه غواړم يو څو کرښې وليکم هغه يوازي د افغانستان او پاکستان په سطحه نه بلکه د ټول عالم اسلام
د رسول الله (صلی الله تعالی علیه واله وسلم) د سيرت ماهر د څوارلسمي سدۍ لوړ محدث ، د قرآني آياتو عظيم مُفسّر ، د اهل سنت والجماعت د زړه ټکور، د حنفي مهذبه مذهب ستر مدافع ، د مباحثې او د مناظرې د ميدان بي مثله او نه ماتيدونکی مناظر ، تکړه ليکوال او د نابغه په حيث شهرت لرونکی وو چې هغه حضرت شيخ غلام حضرت غلام الحنفی نوميده۔
شيخ الاسلام ، سلطان المناظرين ، زينت الشهداء د طريقت او د تصوف وتلې چهره ، د وخت ستر نابغه شهيد ابن شهيد العلامه ابوالعزيز غلام حضرت غلام الحنفی تقبله الله د پير طريقت شيخ المشايخ فخر الشهداء حضرت العلامه و مولانا خواجه محمد حضرت (رحمه الله ) ځوي په کال 1355 لمريز د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ په يو دينداره او علمي کورنۍ کې دنيا ته سترګي اوغړولي ۔

زده کړه یې:

شهيد شيخ غلام حضرت غلام الحنفي صاحب لومړنۍ زده کړي يې د مختلف علماء کرامو نه په مختلفو ځاينو کې لکه د پيښور په اضاخيلو کې ، باړه کهجورۍ ، باجوړ ، باغبانان ، چراټ ، مهاجر بازار ، چارسده ، مردان او داسي نورو ځاينو کې کړي او د حديثو دوره او سند يې د مشهور شيخ الحديث مولانا محمد ادريس دامت برکاتهم العاليه څخه په کال 1997 زيږديز په پيښور کې فضېلت سند ترلاسه کړو ۔ شهيد شيخ صاحب د خپلو زده کړو تر څنګ د عقيدي او مذهب خدمت ته هم دوام ورکړ ي وو.

مشهور استاذان يې:

شيخ الحديث حضرت مولانا محمد ادريس ترنګزئ صاحب
شيخ الحديث حضرت مولانا روح الامين نثار آبادي صاحب
شيخ الحديث حضرت مولانا ضياء الله باجوړي صاحب
شیخ الحدیث حضرت مولانا قاضی محمدامین صاحب
شيخ الحديث حضرت مولانا شهاب الدين دلاور صاحب
شيخ الحديث حضرت مولانا مولانا مصباح الله هزاروي صاحب
شيخ الحديث حضرت مولانا محمد سليم حقاني صاحب
شيخ الحديث حضرت مولانا غلام فاروق (عُرف وزيرستان مولوي صاحب)

علمي خدمات یې:

کله چې شهيد شيخ صاحب د خپلو زده کړو فارغ شو لومړی د خپل بې ساري نبوغ په برکت د مروجه فنونو ترڅنګ د احاديثو دوره ،
دوره تفسير ، مناظره کورس ، دوره نحو ،
دوره صرف ، دوره اصول او داسي نور تدريس کړل
او همدا راز دوه (۲) ځله يې وړه دوره (دورة الصغریٰ ) او اوه (۷) ځله لويه دوره (دورة الکبری‌ٰ) درس کړه چې په دي موده کې يې بي شميره شاګردان نه يوازي د عقيدی او د مذهب لپاره وروزل
بلکه د فضېلت پګړۍ یي هم وروتړلي چې د ده دا علمې خدمات د ستايني وړ او د هيچا پټ نه دي۔
شهيد شيخ صاحب د درس او تدريس خدماتو ترڅنګ په خپله پاکه او سپيڅلي زندګۍ کې هغه ۷۲ ګمراه او باطلو فرقو ته چيلنجونه هم ورکړل او د عقيدی اهل سنت والجماعت او حنفي مذهب د دفاع لپاره (56) ځله د مناظرو ميدان ته حاضري وکړه او خصم يې د نوم په اوريدو سره ميدان پريخودلو ته اړ شول۔
شهيد شيخ نابغه صاحب د علم ظاهر سره سره د علم تصوف په ميدان کې هم زلانده ستوری وو چې خورا ډير مريدان يې درلودل ۔
شهيد شيخ نابغه صاحب د درس او تدريس خدماتو ترڅنګ د جهادي خدماتو لړۍ هم جاري ساتلي وه۔
شهيد شيخ نابغه صاحب چې د عمر زياته برخه يې په درس او تدريس کې تيره شوه د شاګردانو کره شميره يې نه شي معلوميدلاي۔
د ده مبارک شاګردان د نړۍ په ډيرو اسلامي هېوادونو کې شتون لري زياتره شاګردان يې د افغانستان او خيبرپختونخواه دي ۔
شهيد شيخ نابغه صاحب نه يوازي په پاکستان او افغانستان کې بلکه د نړۍ په ډيرو هېوادونو کې شاګردان تربيه کړې دي۔

طريقت او سلوک:

شهيد شيخ نابغه صاحب ، د شيخ المشايخ شمس العلماء والصلحاء برکت العصر پير ارچې خراساني حضرت اخندزاده سيف الرحمن مبارک (رحمة الله تعالي عليه)
مريد او خليفه وو او د هغه مبارک څخه د طريقت لار خپله کړي وه
د شهيد شيخ نابغه صاحب والد محترم شهيد خواجه صاحب مبارک هم د پير ارچې خراساني حضرت مبارک صاحب (رحمة الله تعالي عليه) مطلق خليفه وؤ.

حرمينو شريفينو ته سفرونه:

شهيد شيخ نابغه صاحب چې له رسول الله (صلی الله عليه واله وسلم )
سره يې ډيره مينه درلوده په خپل ژوند کې ديارلس (13) ځله د حج او عمري د ادايني په موخه تللی او د لنډي مودې لپاره شاګردانو ته درس او تدريس کاوه ۔
همدا راز د نړۍ نورو هېوادونو ته لکه عمان ، مسقط ، دوبئ ، متحده عربي امارات ، ايران او داسي نورو ملکونو ته سفرونه کړي دي۔

وفات يې:

شهيد شيخ نابغه صاحب په 1395 لمريز کال د زمري د مياشتي 29 نيټه چې د 2016 ميلادي کال د اګست د مياشتي 19 نيټي سره سمون خوري د جمعي د لمانځه د ادا کولو وروسته د خپل والد محترم سره يوځاي د پيښور ښار ګنج اخون آباد کې د خپلي مدرسي تر څنګ د دين او مذهب دشمنانو لخوا په شهادت ورسيدل
(انا لله وانا اليه راجعون)
شهيد شيخ نابغه صاحب او ورسره والد صاحب محترم يې د افغانستان پلازميني کابل په بدخاک قلعه محسن مومين آباد کې خاورو ته وسپارل شول روح دي يې ښاد او جنت الفردوس دي يې ځای وي۔
شهيد شيخ نابغه صاحب شهيد شو خو تر شا يې په زرهاوو شاګردان پريښودل هغوي به د شيخ صاحب لاره تعقبوي او دا سلسله به تا روز قيامت روانه وي ۔
شهيد نابغه صاحب خپل ټول ژوند د اسلامي علومو درس او تدريس ، د اسلام حق مسلک اهل سنت والجماعت تبليغ ته وقف کړی وو ۔ الله تعالی دي د شهيد شيخ صاحب مبارک ټول خدمتونه په خپل لوي دربار کې قبول کړي او جنت الفردوس دي يې مسکن اوګرځوي ۔ آمين

آثار يې:

شهيد شيخ نابغه صاحب په اختلافي مسايلو باندي لسګونه کتابونه او رسالي ليکلې دي د هغي جملي څخه ځيني يې چاپ شوي او ځيني يې اوس ترچاپ لاندي دي او انشاء الله زر تر زره به شايع شي۔

ليکوال :
خادم الدين ابو منصور سيد محمد رحيمي الحنفي
ناظم الجامعة دارلاحناف
خادم د شهيد نابغه تقبله الله

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب