غواړئ ځوان پاتې شئ؟

معلومه خبره ده، چې ژوند او مرګ یوازې د خدای پاک په لاس کې دی، خو په دې لیکنه کې پر دې خبرې شوي چې څنګه کولی شو له وخت مخکې د زړښت مخه ونیولای شو او ځوان پاتې شو. ځکه ځینې واړه کارونه شته، چې په ترسره کولو سره یې کولی شئ هم ښکلې څیره ولرئ او هم ځوان ښکاره شئ.

۱. له اندازې زیات خوراک مه کوئ: مخکې له دې چې د مړښت احساس وکړئ، خوراک مو بند کړئ. ځکه څیړنې ښایي، چې کم خوراک ستاسو د زړښت سرعت کموي. که غواړئ تر ډيره ځوان پاتې شئ نو د خوړو د کاسې حجم مو کم کړئ.

۲. تلویزون ته ډیر مه ګورئ: څيړنې ښایي کوم کسان چې د ورځې په اوږدو کې څلور ساعته او یا هم تر دې ډیر تلویزون ګوري، د هغو خلکو په نسبت چې تر دې کم تلویزون ګوري، ژر زړیږي. همدارنګه زیات تلویزون کتل د نورو ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ سبب ګرځي. نو د کم وخت لپاره تلویزون وګورئ تر څو تر ډير وخت پورې ژوندي او ځوان پاتې شئ.

۳. لمر ته ډیر وخت لپاره مه کینئ: هغه کسان چې د ډير وخت لپاره لمر ته کیني، ګرځي او یا هم په لمر کې کار کوي، د پوستکي له سرطان سره مخ کیدای شي او همدارنګه د بدن پوستکي یې ورسره ګونځې او لکې پيدا کوي. که مو لمر ته زیات کار کولو، نو د لمر ضد کریمونو څخه ګټه اخستلی شئ.

۴. له یوازیتوب ځان وژغورئ: د ځوان اوسیدو تر ټول غټ راز خوښ او ارام اوسیدل دي، څیړنې ښایي هغه کسان چې له خپلې کورنۍ، دوستانو او خپلوانو لرې وي، ډير یې د زړه پر ناروغیو اخته کیږي، چې له امله یې زړښت او مرګ ته نژدې کیږي.

your ads

۵. میوه او سبزي وخورئ: تازه میوه او سبزي د ویټامینونو او فیبر غوره سرچینې بلل کیږي. او همدا بیلابیل ویټامینونه انسان د زیات وخت لپاره ځوان ساتي. او همدارنګه د زړه له ناروغۍ څخه یې ژغوري.

۶. ورزش وکړئ: هره ورځ د نیم ساعت او یا زیات وخت لپاره ورزش کول، هغه څه دي چې د انسان د ځوان پاتې کیدو لپاره ډیر اړین دي. نو هڅه وکړئ، چې تل په منظم ډول ورزش وکړئ.

۷. سګریټ مه څکوئ: د سګریټو نه څکول نه یوازې دا چې انسان ځوان پاتې کوي، بلکې د زړه او سرطان له ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي. نو د اوږد ژوند او ښې روغتیا لپاره تر ټولو اړینه دا ده، چې سګریټ ونه څکوئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب