غواړئ چې ماشومان مو جګه ونه (قد) ولري؟

د دې لپاره چې ونه (قد) مو جګه شي یوه سالم او ځانګړي غذایي رژیم ته اړتیا ده؛ ځکه دغه سالم او ځانګړی غذایي رژیم د دې لامل کېږي چې په بدن کې مو نوي سلولونه وده وکړي او هډوکي مو کلک شي.

د سبو زیاتره برخه مغذي مواد لري او د بدن د اړتیا وړ غذایي مواد برابروي چې دغه څه مو د ونې د جګوالي لامل کېږي. کېدای شي ډېرو کسانو ته اوس دا پوښته پیدا شي چې ګني دوی له سبو څخه په خپله غذا کې کار اخلي، خو لا یې پر ګټه نه دي پوه شوي. اصلي خبره دا ده چې سابه باید په څه ډول وکارول شي تر څو ستاسو د ونې د لوړوالي لامل شي.

د سبو په ګټه به هله پوه شئ چې د یوه سالم او ځانګړي غذایي رژیم په توګه یې وکاروئ، د دې لپاره چې بدن مو طبیعي وده وکړي، غذایي رژیم مو باید داسې تنظیم کړئ چې کافي کالوري، پروټین، ويټامین او نور معدني مواد ولري.

تر ټولو اړینه دا ده چې غوښتنه مو باید پر ځای وي، که مو مور او پلار له ونې ټیټ وي، تاسو به هم له خپلو همځولو په ونه کې ټیټ یاست؛ ځکه تاسو د لوړې ونې لپاره لازم جینیټیکي پتانشیل نه لرئ او یا دا چې له وخت مخکې د لوړې ونې تمه لرئ، کېدای شي تر اوسه بلوغ ته نه یاست رسېدلي، د دې پوښتنو د حل په موخه مو له خپل مور او پلار او یا له کوم ډاکټر سره خبرې وکړئ.

شنه سابه:

شنه سابه لکه پالک، کرم او اوږده کرم چې د هډوکو لپاره د اړتیا وړ مغذي مواد لري، کولی شي د هډوکو وده مو ګړندۍ کړي.

(د پاولینګ لینوس) موسسه د هغو کسان لپاره چې ونه یې وده نه کوي، سابه، کلیسم او نور هغه معدني مواد برابروي چې د هډوکو له ودې سره مرسته کوي. دغه راز ويټامین (کا) هم د هډوکو د ودې لپاره ګټور تمامېږي.

حبوبات:

د دې لپاره چې په بدن کې مو نوي سلولونه وده وکړي، په خپل غذایي رژیم کط حبوباتو ته چې د پروټینو اصلي سرچینه بلل کېږي اړتیا لرئ؛ دال نخود، لوبیا او نور هر ډول حبوبات چې پاخه شوي وي یو ګیلاس یې له ۶ تر ۹ ګرامه پروټین لري. حبوبات چې د پوتاشیمو بډایه سرچینه ښودل شوې ده، کولی شي چې په بدن کې د (زینک) مخه ونیسي.

پاولینگ لینوس موسسه وایي، زینک هغه ماده ده چې د بدن د ودې مخه نیسي.

نشایسته لرونکي سابه:

تاسو باید له خپل غذایي رژیم څخه کافي کالري ترلاسه کړئ، تر څو بدن مو د ودې لپاره انرژي ولري. نشایسته د کاربوهایدريتونو هغه ډول دی چې په هر ګرام کې یې ۴ کالري انرژي نغښتې ده.

چغندر، کدو، ځمکني توت په زیاته اندازه نشایسته لري، فولیک اسید هم د هغو ويټامینونو له ډلې دي چې په بدن کې د نوو سلولونو د ودې لامل کېږي؛ ځکه بدن ته مو د نوو جینیټیکي موادو یا DNA د جوړښت توانایي ورکوي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي –

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب