غواړئ کمپيوټر مو پښتو وليکي؟

هغه کمپيوټرونه چې پښتو نه ليکي يا هم پښتو ليکنه نه ښيي پر نه څه حساب دي، راځئ چې خپل کمپيوټرونه پرته له کومې ستونزې يوازې د موږک په څو واره کليکولو سره په پښتو ليکلو اړباسو، په همدې موخه افغانسافټ تاسو ته د ١٥٣ پښتو فانټونو بنډل وړاندې کوي چې يوازې يې دلاندنيو لارښوونو په پوره غور څارلو سره د کار وړ ګرځولاى شئ:

Windows XP Service Pack2 که د اکسپي Pack2 نسخه کاروئ له لاندني پيوند څخه د نوموړو فانټونو بنډل کښته او د ور سره مل لارښوونو له لارې يې په کمپيوټر کې ځاى پر ځاى کړئ.

١. Control Panel او په نوموړې کې Regional and Language Options پرانيزئ له لاندني شکل سره مخېږئ:

٢.  د Install files for complex script and right-to-left languages  کور مارک يعنې روښانه کړئ.

٣.  د اکسپي وينډوز Pack2 نسخې ټيکله CD-ROM ته واچوئ او د Apply تڼۍ کليک کړئ، څو شيبې انتظار وکړئ تر څو کمپيوټر ته اړتيا وړ فايلونه کاپي شي.

٤.  وروسته Advanced ټب کليک کړئ او د Language for non-Unicode Programs  په سيمه کې له غځيدلې ليست څخه  (Arabic (Saudi Arabia  په نښه او د Apply تڼۍ کليک کړئ لاندني شکل ته ځير شئ:

٥. ورپسې PXPSP2.exe  فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى يې کړئ تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.

 12-bi-12-bi-311-xp Windows XP Service Pack3 که د اکسپي Pack3 نسخه کاروئ له لاندني پيوند څخه د نوموړو فانټونو بنډل کښته او د ور سره مل لارښوونو له لارې يې په کمپيوټر کې ځاى پر ځاى کړئ.

١. Control Panel او په نوموړې کې Regional and Language Options پرانيزئ له لاندني شکل سره مخېږئ:
٢.  د Install files for complex script and right-to-left languages  کور مارک يعنې روښانه کړئ.
٣.  د اکسپي وينډوز Pack3 نسخې ټيکله CD-ROM ته واچوئ او د Apply تڼۍ کليک کړئ، څو شيبې انتظار وکړئ تر څو کمپيوټر ته اړتيا وړ فايلونه کاپي شي.
٤.  وروسته Advanced ټب کليک کړئ او د Language for non-Unicode Programs  په سيمه کې له غځيدلې ليست څخه  (Pashto (Afghanistan  په نښه او د Apply تڼۍ کليک کړئ.
٥.  ورپسې PXPSP3.exe  فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى يې کړئ تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.

  12-bi-12-bi-311-xp Windows 7 که وينډوز ٧ کاروئ د پښتو کولو لپاره يې لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:

١.  Control Panel او په نوموړې کې Region and Language کليک کړئ.
٢.  ورپسې Keyboards and Languages  ټب په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
٣.  پر درېيم ګام  Change keyboards تڼۍ ته ټک ورکړئ. ٤.  ورپسې Add تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه  (Pashto (Afghanistan  په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
٥.  د OK تڼۍ کليک کړئ او پر پرده ټولې غوړېدلې پاڼې وتړئ.
٦.  ورپسې PWIN7.exe فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى کړئ، تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.  

 12-bi-12-bi-311-win7 Windows Vista که وينډوز ويسټا کاروئ د پښتو کولو لپاره يې لاندنۍ لارښوونې په غور وڅارئ:

١.  Control Panel او په نوموړې کې Region and Language کليک کړئ.
٢.  ورپسې Keyboards and Languages  ټب په نښه کړئ.
٣.  پر درېيم ګام  Change keyboards تڼۍ ته ټک ورکړئ.
٤.  ورپسې Add تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه  (Pashto (Afghanistan  په نښه کړئ.
٥.  د OK تڼۍ کليک کړئ او پر پرده ټولې غوړېدلې پاڼې وتړئ.
٦.  ورپسې PVista.exe فايل له لاندني پيوند څخه کښته او ځاى پر ځاى کړئ، تر ځاى پر ځاى کولو وروسته مو کمپيوټر له سره روښان کړئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب