غوره ويناوې

(١) د حاکم يوه شيبه د انصاف د٦٠ کالو عبادت نه غوره ده.

(٢) يتيم هغه نه دي چې د خپل پلار او مورله سوري څخه محروم شي،بلکه يتيم هغه دى چې داخلاقونه محروم شي .
(٣) هميش رښتيا وايه !که څه هم ترخه وي.
(٤) مفت شى چاته ورکول اوبېرته ورنه غوښتل داسې دي لکه انسان چې خپل قى وخوري .
(٥) سلام کوونکى ته٩٠نيکۍ اوجواب ورکوونکى ته ١٠نيکۍ ورپه برخه کيږي .
(٦) د شرک نه وروسته لويه ګناه انسان ته ضرر رسول دي .
(٧) له ايمان نه ورسته تر ټولوغوره نيکۍ مخلوق ته ارام وربښل دي .
(٨) د چادعيب په لټه کې مه اوسه،دچاپټې خبرې مه اوره .
(٩) د يومسلمان ورور پرل مسلمان پنځه حقوق دي ١دسلام جواب ورکول٢دناروغ پوښتنه کول٣دجنازې سره تلل٤دعوت قبلول٥دپرنجي ځواب ورکول .
(١٠) د مؤمن ژبه د زړه نه ورستۍ ده يعنې کله چې خبره کوي لومړى سوچ وهي بياخبره کوي .
(١١) ګنهکارسخى دالله تعالى په نزدتربخيل عابد غوره ده.
(١٢) د الله تعالى په نزددوه څاڅکي ترټولوغوره دى١هغه څاڅکى چې دالله تعالى له ويرې توى شي٢دوهم هغه څاڅکى چې دالله تعالى په لاره کې توى شى.
(١٣) د يومسلمان سره چې دبل مسلمان غم نه وې هغه زماله امت څخه نه دى.
(١٤) سخي سړى الله تعالى ته نزدى،جنت ته نزدى،خلګوته نزدى،له دوزخ نه لرې دى.
(١٥) هغه انسان په ماايمان نه دى راوړى چې خپله خيټه يې مړه کړه اوويده شو اوحال داچې ګاونډي دهغه وږى پاتې شي.
(١٦) ترټولوغوره کارهغه دى چې په انصاف سره وشي .
(١٧) د مسلمان اوکافرترمنځ توپيرپه لمانځه سره ده .
(١٨) کوم انسان چې دراکړې عادت خپل کړي الله تعالى به په هغه دمحتاجي دروازه خلاصه کړي .
(١٩) د الله تعالى ذکرداسې په کثرت سره کوئ چې خلک موليوني وبولي.
(٢٠) په سلام سره ابتدا کوونکى له کبرنه خالي وي.

عطاءالله نکيمل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب