غوره ویناوې

  1. سفیان الثوري رحمه الله وایي: عجیبه ده! څوک چې د نجات سپرلي لري هغه به څنګه غرقیږي؟!، چا ورته وویل: د نجات سپرلي څه شی ده؟ ده وویل: ” استغفار “. ابن رجب الحنبلي رحمه الله وايي: که له نېکانو سره په ښو عملونو کې سیالي نه شې کولی له ګناهګارو سره خو په ” استغفرالله ” ویلو کې سیالي وکړه.
  2. کیسه کا یوه زړه به هره شپه هر چا ته بښنه کوله نو ارام ژوند یې و، د الله په ویش به راضي و نو ژوند یې خوشاله و، او په هر حال به یې ” الحمد لله ” ویله نو شپه ورځ به یې موسکا په خوله وه.
  3. کوم قوم چې خپل ظالمان ستايي هغوی د مظلومیت او غلامي په تیارو کې روږدي شوي دي او د ازادي او حریت لورته تللې لاره یې ورکه کړې ده.
  4. انسان په په څه لرلو ښه او غوره نه ګرځي بلکي په ورکړه ښه ګرځي، لکه لمر د اور کتله ده خو مخلوقاتو ته رڼا ورکوي.
  5. که د دنیا ژوند اسانه وی نو “صبر” به د جنت دروازه نه بلل کیده، د سلفو یوه عالم ته چا وویل: صبر څه شی دي؟ هغه ورته وویل: دا چې ته په ازمایښتونو او ستونزو کې وې او زړه دي وايي: ” الحمد لله” .
  6. لکه نن سبا چې زموږ وګړي په ټولو حواسو او عجیبه مینه او لیوالتیا لوبو ته متوجه وي د نړۍ د پرمختللیو قامونو وګړي د خپلو هیوادونو لوړو ګټو ته همدومره متوجه وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب