غيبت او دهغې بد اغېز

ابو يعلى ورجاله عن البراء(رضي الله عنه) قال:

خطب رسول الله (صلى الله عليه وسلم )خطبة رفع فيها صوته حتى اسمع العواتق في خدورها فقال : يا معشر من آمن بلسانه ولم يدخل الايمان في قلبه،
لا تغتابـــــــــــــــــــــــــــــــوا المسلمين ولا تتبعوا عوراتــــــــــــــــــــهم ،فانه من يتبع عورة اخيه يتبع الله عورته ، ومن يتبع الله عورته يفضحه ولو في جوف بيته .
ژباړه : ابو يعلى رحمه الله او ټول راويان يې د براء رضي الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يو ځل په لوړ غږ داسې خطبه ولوستله چې پيغلو او مېرمنو په کورونو کښې واورېدله او داسې يې وويل :

اى هاغه ډلې ! چاچې په خوله ايمان راوړې او په زړه کښې يې لا ايمان داخل شوى نه دى ( تش په خوله مسلمان دى ) ، : د مسلمانانو غيبت مه کوئ ! او مه دهغوي لمنې پورته کوئ ( دناموس او حيا او عورت ) پسې بدې خبرې مه کوئ ! بېشکه هرهغه چا چې د مسلمان ورور د ناموس او حيا پسې څېړنه وکړه ( بدنامول کوي) الله پاک به د همدغه څېړونکي پسې شي او الله پاک چې د چا پسې ولګېده نو هغه بيا دکور په منځ کښې هم شرموي .

مفهم او نچوړ دا چې هر هغه څوک د مسلمان پسې غيبت کوي او عيبونه يې بيانوي نو په لومړي قدم کښې دا په هاغه ډله کښې شمېرل کېږي چې ايمان يې لا زړه کې ځاى نه دى نيولى او دوهم دا چې الله پاک دمسلمان په دفاع کښې هاغه څوک شرموي چې هغه دخپل يو مسلمان ورور بد وايي او تل د هغې د عيبونو اوناموس پسې څېړنه کوي او هغه سپکوي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب