غيبت په کومه اندازه گناه ده؟

د اسلام سترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:من کان
يؤمن بالله واليوم الآخر،فاليقل خيرًااوليصمت(متفق عليه)
څوک چي پرالله پاک اودآخرت پرورځ باندي ايمان لري،نوهغه دي ښه خبره وکړي
اويادي غلی شي(بخاري اومسلم)
داحديث په څرگنده وايي چي مسلمان بايديوازي داسي خبره وکړي چي هغه ورته
معلومه وي چي داښه خبره ده،که داسي نه وي نودده دايمان غوښتنه ترې داده
چي بايدغلی پاته شي،بې ځايه خبري اوياهم دگناه خبري بايدونه کړي ځکه
مسلمان چي الله پاک منلی دی،داعقېده يې ده چي زه هغه پيداکړی يم،دهغه په
واک کي يم،
هغه زمادژونداومرگ پرېکړه کوي اويوه ورځ به دهغه مخته دحساب لپاره
درېږم،له ماڅخه به پوشتنه کيږي،که مي ښه کړي وي اوکه بد،همدارازبه راسره
دخبروپه هکله هم حساب کيږي،که مي ښې خبري کړې وي نودهغوبه راته ثواب
راکول کيږي اودبدوخبروبه
سزاراکول کيږي ،نودده داعقيده هيڅکله ده ته دااجازه نه ورکوي،چي داسي
خبري وکړي چي هغه دگناه وي اوياهم چټي اوعبث وي .
خومتاسفانه نن ورځ موږاکثرومسلمانانودې مبارک فرمان ته توجه نشته،بلکي
هرڅه موچي په خوله راځي هغه وايو،بلکي ډېری خولاداسي وي چي دگناه خبروته
ډېرخوشحاليږي.
ددرواغوخوپروانشته،غيبت خوزموږدمجلسونوميوه اونه بېلېدونکي برخه گرزېدلې
ده ،په داسي حال کي چي
زموږسپيڅلی  دين وايې چي غيبت  ترغلاهم ډيربددی،ترزناهم بددی اوتروژني هم بدکاردی .
په بل ځای کي فرمايې :غيبت داسي ده لکه څوک چي ديوه مړه شوي
وروردبدن غوښه خوري .
له حضرت ابوموسی رضی الله عنه څخه روايت دی چي هغه له  رسول الله صلی
الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چي په مسلمانانوکي کوم يوغوره دی؟ رسول الله
صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
من سلم المسلمون من لسانه ويده(متفق عليه)
يعني هغه څوک غوره دی دچاله ژبي اولاس
څخه چي  نورمسلمانان خوندي وي..
ژبه يې ځکه مخکي کړه ځکه چي دژبي خطرزيات دی،دلاس خطر دومره نه دی .
ځکه په لاس سره يوازي هغه چاته ضرررسولی شې چي هغه ترتاکمزوری وي،خوپه
ژبي سره هرچاته ضرررسولی شې،که هغه کمزوری وي خوښکاره خبره ده،هرڅه ورته
مخامخ ويلی شې،که هغه زوروروي هم ورته تکليف رسولی شې،که مخامخ څه ورته
نشې ويلی نوغيبت خوورپسي کولای شي .
همداراز دژبي زخم دلاس ترزخم سخت وي،دلاس زخم ژرجوړيږي خودژبي زخم دومره
ژرنه جوړيږي
حضرت علی کرم الله وجهه فرمايي:
جراحات السنان لهاالتيام ،،
ولايلتام ماجرح اللسان،،
يعني دتوري دزخمونوجوړښت شته،خوهغه زخمونه چي ژبي جوړکړي وي هغه نه جوړيږي .

غيبت ترزنا هم بدکاردی:
په يوه روايت  کي راغلي دي:الغيبة اشدمن الزنا
غيبت ترزنا هم بدتردی
ددې حديث په هکله که څه هم علماووليکلي دي چي داموضوع اوله ځانه جوړشويدی
خودشرعي اصولواوعقل سره موافق دی
په عقلي لحاظ سره هم غيبت ترزنالويه ګناه ده ددې څولاملونه دي
1.      غيبت دجاه اودلويې سره دميني په وجه خلګ کوي اوزنادشهوت له امله  کوي
اومعلومه خبره ده چي حُبّ جاه ترحُبّ باه ډيرتباه کوونکی دی،ځکه هغه ځان
لوی بولي اونوروته سپک ګوري،اولويې اوکبردالله تعالی سره شرک دی،لويې
خوصرف الله تعالی پوري خاص ده الله تعالی فرمايې:وله الکبرياءفي  السموات
والارض
ترجمه:اوخاص دالله لپاره په اسمانونواوزمکه کي لويې ده.
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي دي:لايدخل الجنة من کان في  قلبه مثقال
حبة من خردل من کبر(رواه مسلم)
جنت ته به هغه څوک نه داخليږي چي دهغه په زړه کي دسپيلني دداني په اندازه لويې وي؛؛
۲:دغيبت کوونکي نظردنوروخلګوپرعيبونوباندي وي، دخپل ځان طرف ته يې  توجه
نه وي،نوچي دځان عيبونوته يې پام نه وي نوداصلاح په فکريې هم  نه ورسره
پيداکيږي.
دچاچي پر خپلوعيبونوباندي نظروي نوهغه دبل
چاغيبت نه کوي ځکه دده سره دافکروي چي  زه خپله له عيبونوډک يم،دمرګ نيټه
هم معلومه نه ده  اومعلومه نه ده  چي سبابه دقيامت په ورځ زما څه حال وي؟
2.      بله وجه دغيبت ترزنادلويې ګناه کيدوداده چي زناپټه ګناه ده اوغيبت
دټولوپه وړاندي په ښکاره  ډول کيږي،چي کومه ګناه ښکاره وي هغه تر
هغي گناه چي په پټه سرته رسيږي ډيره بده ده،رسول الله صلی الله عليه وسلم
فرمائلي دي:کُلّ امّتي معافی الاالمجاهرين
(يعني زماټول امت بخښل کيږي پرته له هغوکسانوڅوک چي په څرگنده دالله پاک
نافرماني کوي)
3.      دغيبت ترګناه دبديدلوبله وجه داده چي له زناڅخه دتوبي اميدزيات شته،که
توبه ونه کړي بياهم خپل ځان خوگناهگاربولي،کيدای شي ددې عاجزۍ په سبب
بخښنه ورته وشي،خو غيبت کوونکی ددې پرځای چي توبه وباسي اوځان
ګناهګاروبولي، ځان ډيرنيک اوپاک لمنه  معرفي کوي.
۴: زنا هرڅوک  بده بولي،له دې څخه ځان ژغوري اودځان په هکله ددې نوم
اوريدل هم نه خوښوي،نوغيبت چي  ترزنالويه ګناه ده داولي بدنه بولي اولدې
څخه ولي ځانونه نه ساتي؟
نوله دغووجوهاتوله کبله غيبت ته ترزناسخته گناه ويل شوې ده،هسي خوزناهم
ډېره لويه گناه ده،تردې چي په حديث کي راغلي دي چي په هغه وخت کي ايمان
ترې پورته کيږي؛
نوکه مړشو،بې ايمانه اوکافرله دنياولاړی .
په يوه حديث کي راغلي دی :يامعشرمن آمن   بلسانه ولم يدخل الايمان قلبه
لاتغتابواالمسلمين
ولاتتبعواعوراتهم فانه من اتبع عوراتهم يتبع عورته ومن تتبع الله عورته
يفضهه في بيته (ابوداود)اې هغه خلګوچي په ژبه موايمان راوړی اوزړونوته
موايمان نه دی ننوتی! دمسلمانانوغيبت مه  کوئ  اومه دهغوی دعيبونوپه لټون
کي اوسئ ځکه څوک چي دمسلمان دعيبونوپه لټه کي وي الله به دهغه دعيبونوپه
لټه کي شي،دچادعيبونوپه لټه کي چي الله تعالی شي  نوپه خپل کورکي به يې
رسوااوشرمنده  کړي.
له حضرت  ابوالدرداء رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه
وسلم  وفرمايل:چاچي دخپل ورورله عزت څخه دفاع وکړه ،الله پاک به دده له
مخ څخه اوردفع کړي (ترمذي)
نوربيا…….
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب