غڼه او لړم

غڼه

غڼې ډیر ډولونه لري او د نړۍ په هر ګوټ کې پیدا کیږي. د غڼې بدن له دوو برخو څخه جوړ دی. (سر، سینه) او ګیډه.

سر او سینه یې یو ځای دي چې د سفالو توراکس په نوم یادیږي. ګیډه یې پسته، ګرده او بې ټوټو ده. سفالوتوراکس او ګیډه یې د نرۍ ملا وستني په وسیله وصل ده.

د لیدلو حس یې قوي دی، اته سترګې او څلور جوړې پښې لري. په هره پښه کې یې دوه یا درې غاښ لرونکې منګولې لیدل کیږي. د ځینو په پښو کې ویښته لرونکې جوړښتونه دي چې حیوان پرې ځان ځوړندولی شي. نر او ښځینه یې جلا دي، په ځینو کې ښځینه جنس غټ وي. غڼې ښکاري حیوانات دي حشرې خوري. ځنیې د خپل ښکار د نیولو لپاره د جال څخه کار اخلي. د غڼو زیاتره نوعې یو کال عمر لري.

لړم

لړم  چې د ارتروپودا فایلم پورې تړې دی، اوږد بدن او اته پښې لري. بدن ېې له درې برخو ( سفالو توراکس، ګیډه او لکۍ) څخه جوړ دی. په مخکینۍ برخه کې دوه چنګکونه دي ، چې د هغې د پاسه یوه جوړه سترګې وي. د بدن په مخکینیو دواړو اړخونو کې له ۲ څخه تر ۵ جوړو پورې د تورو دانو په شکل کوچنۍ سترګې واقع دي.

د لړم د لیدلو قدرت کم دی. ځینې لړمان سترګې نه لري. ګیډه يي له اوو کړیو څخه جوړه ده. په لومړۍ کړۍ کې یې تناسلي سوري واقع دي. د ( ۳،۴،۵،۶) کړیو په دواړه اړخونو کې تنفسي سوري دي. لکۍ یې نرۍ او بې ضمایمو ده. پنځه کړۍ لري. وروستۍ کړۍ یې په زهري کڅوړهې پای ته رسیږي. د زهري کڅوړې په پای کې د زهرو ستن ده. ځینې لړمان دوې لکۍ او زهرې جوړښتونه لري. د لړم لکۍ د بدن برخه ده، ځکه چې د هضمې کانال لوله ورڅخه تیریږي. مخرج یې د زهرو د کڅوړې په واسطه پوښل شوی دی. د ځوځښت په وخت کې لکۍ نشی کش کولی، نیغه یې نیولی وي.

لړمان په ګرمو وچو سیمو کې ژوند کوي. د ورځې له خوا د تیږو لاندې یا په سوریو کې پټ وي. د شپې لخوا د حشرو د نیولو لپاره فعالانه خوځښت کوي. لړمان خپل ښکار د خپلو مخکینیو ضمایمو په وسیله محکم نیسي، د پښو په وسیله یې څیري کوي. لړمان حریص نه دي. که کوم ښکار له خپل ځانه دفاع وکړي، خوشې کوي يي.دا حیوانات غڼې، پتنګان، میږیان، زرپښې او ګونګټان خوري. نارینه او ښځینه جنسونه یې جلا دي. هګۍ اچوونکي بچي اچوونکي دي. نوي بچیان په دوه ځلي (نوبت) سره دیوې یا دوه ورځو په موده کې د مور له بدن څخه راوځي. نوي بچیان تقریبا یوه اوونۍ بې خوځښته د مور په شا پراته وي. د لړمانو د بچیانو شمیر نظر لړم ته توپیر کوي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب