غڼې عادي مه گڼئ، د مېرمن ویلس گوته يې غوڅه کړه!

برتانيي د کنټري درهم اوسیدونکې ښځه آندریا ویلس خپل کور کې له ماشومانو سره ناسته وه چې ناڅاپه یوې غڼې د دې ګوته وچیچله. د غڼې له چیچلو سره د آندریا ګوته وپړسېده او مجبوره شوه چې روغتون ته ولاړه شي. روغتون کې يې د دې ګوتې ۱۴ عملیاتونه وشول.

د عملیات کوونکي ډاکټر په وینا زهر د آندریا زړه خواته په خپریدو پیل کړی وو. که څه هم د زهرو خپرېدل ډیر زر کنټرول شول؛ خو ډاکټرانو د آندریا ګوتې په پرې کولو مجبور شول.

آندریا ویلس وايي چې د غڼې چیچل ډیر په تکلیف کړې وه او ګوته یي پړسیدلو سره توره شوې وه. د نوموړي په وینا دغه صحنه د ډاروونکې فلم له صحنې څخه کمه نه وه او داسې ښکاریده چې اوس باید یوازې د مرګ انتظار وکړم.

برتانیه کې دغې غڼې ته بلیک ویډو اسپایډر (Black Widow Spider) ویل کیږي چې ډیر زهر لرونکې وي. په دې ډول غڼو کې نیکوټایزنګ فیسیټیز (Necrotizing fasciitis) نومې زهر موجود وي چي پر اساس يي دغه غڼه غوښه هم خوړلی شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب