فحشاء خپرونکو ته د قرآن کريم خبرداری

داسې خلکو ته چې غواړي په ټولنه کې بې حيايي عامه کړي الله پاک په دنيا او آخرت کې د دردناک عذاب خبرداری ورکړی دی:

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ[النور: 19]

ژباړه: بې شکه هغه کسان چې په مؤمنانو کې فحشاء خپرول خوښوي، د هغو دپاره په دنيا او آخرت کې دردناک عذاب دی.

دا ايت د (افک) د پېښې په اړه نازل شوی دی؛ خو حکم يې عام دی او هرڅوک چې غواړي په ټولنه کې بې حيايي خپره کړي، د همدې وعيد لاندې راځي.

ځينو مفسرينو ليکلي دي چې ترڅو د يوې ناروا پېښې په اړه پوره شواهد وجود ونه لري چې په نتيجه کې يې عاملينو ته شرعي جزا ورکړل شي، بايد داسې خبرې هم په ټولنه کې خپرې نه کړل شي؛ ځکه چې له شواهدو او عواقبو پرته د داسې ناوړه کارونو خبر خپرول نور خلک پر ګناهونو زړور کوي او دا کار هم په ټولنه کې فحشاء ته لمن وهل دي.

د دې موضوع  يو اړخ د انټر نټ کاروونکو ته متوجه دی، ځينې خلک په ډېره لاپروايي سره په فيسبوک او نورو انټر نټ پاڼو کې ناوړه انځورونه او بې حیا خبرې خپروي او يوازې دې ټکي ته خوشحاله وي چې زما ليکنه دومره ډېرو خلک خوښه کړه، خو دې ته پام نه کوي چې زما ناوړه انځور يا بې حيا خبره په فيسبوک يا انټر نټ کې څومره ډېر خلک ګوري همدومره ډېره ګناه را پسې ليکل کيږي، او دا داسې ګناه ده چې کيدايشي کلونه کلونه دوام وکړي؛ ځکه چې د انټر نټ جال ته يو ځل کوم انځور يا ليکنه ننوځي بيا يې ترې راوتل نشته او چې څومره وخت تېريږي، همدومره ډېر خلک يې ګوري.

په پايله کې هغه يوه تلپاته ګناه ګرځي او خدای مکړه له مرګه وروسته يې هم انسان ته جزا رسيږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې د يو ښه کار بنسټ کيښود، ده ته به يې ثواب رسيږي او چې څومره خلک پر هغه عمل کوي د هغوی ثواب هم ور رسيږي او د هغوی له ثواب څخه څه نه کمیږي، او څوک چې د يو بد کار ډبره کيږدي ده ته يې ثواب رسيږي او څومره خلک چې هغه ناوړه کار پر مخ بيا يي هغومره ګناه به ده ته ليکل کيږي او د هغوی له ګناهونو څخه به هم څه نه کميږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب