فرانسه

فرانسې هیواد:

د فرانسې جمهوريت د اروپايي اتحاديې او ملګرو ملتونو له غړو او بنسټګرو هيوادونو څخه دى . همدغه راز د G8 او د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا دائمي غړى او د ويټو حق يې هم لري .

فرانسه د لويديځې اروپا د سيمې تر ټولو ستر هيواد دى او له بلجيم ، لوكزامبورګ ، آلمان ، سوئيس ، ايټاليا ، موناكو ، آندورا او هسپانيا سره ګډې ځمكنۍ پولې لري او د مانش كانال يې بيا له انګلستان سره وصلوي .

دغه هيواد د نړۍ په لر او بر كې تر خپلې ولكې لاندې څلور سيمې لري . دغه څلور سيمې له هغه سيمو څخه پاتې شوې دي چې فرانسې له نړيوالو جګړو وړاندې په خپله ولكه كې درلودې .

په دواړو يعني لومړۍ او دوهمه نړيواله جګړه كې فرانسې زياته شتمني او قدرت له لاسه وركړل . په عين حال كې دغه هيواد اوسمهال د نړۍ شپږم صنعتي هيواد دى او هر كال ۷۹ميليونه بهرني سيلانيان دغه هيواد ته ورځي البته دا شمېره هغه سوداګر هم په ځان كې لري چې فرانسې ته ځي او يواځې څلورويشت ساعته هلته پاتې كيږي .

په دغه هيواد كې د ډموكراسۍ بېلګه د بشري او ښاريزو حقوقو اعلاميه ده چې د فرانسې په ستر انقلاب كې برابره شوه . د فرانسې اوسنى بيرغ هم  له ستر انقلاب څخه اخيستل شوى .

د فرانسويانو نيكونه ګولان وو او سلتي توكمه وو . هغوى د روم د ځواكمن واكوال ژوليوس سزار تر مهاله خپل توكمه واكوالي درلوده تر څو چې بالاخره د سزار په لاس ړنګه شوه او هيواد يې د روم د امپراتورۍ يوه برخه شوه .

د فرانسې ملي ورځ د جولاى څوارلسمه نېټه ده .

سیاست :

در فرانسه رئيس حكومت رئيس جمهور است كه با راي مستقيم مردم انتخاب مي‌شود. دوره

په فرانسه كې د حكومت مشر ولسمشر دى چې د خلكو په مستقيمه رايه ټاكل كيږي . په فرانسه كې د ولسمشرۍ دوره پنځه كاله ده . په دغه هيواد كې لومړى وزير هم د ولسمشر له لاس لاندې فعاليت كوي .

مقننه قوه يې له دوه جرګو څخه جوړه شوې چې يوه يې ملي جرګه ده چې ۴۹۱ استازي لري او بله يې هم سنا ده چې ۲۹۵ استازي لري . د ملي جرګې غړي د خلكو په مستقيمه رايه په ټولټاكنو كې د پنځه كلونو لپاره ټاكل كيږي .

د سنا د جرګې د غړو د ټاكنې ډول بيا توپير لري . د دغه جرګې غړي چې د ۹ كلنې مودې لپاره ټاكل كيږي ، په غير مستقيمه توګه د ملي جرګې ، د ايالاتو د عمومي شورا او د ښارونو د شوراګانو د استازو په رايو ټاكل كيږ ي .

د سنا او ملي جرګې ترمنځ د اختلاف په بڼه كې ملي جرګه وروستۍ خبره كوي . د فرانسې اوسنى اساسي قانون په ۱۹۵۸ كال كې برابر شوى دى .

په فرانسه كې دوه عمده سياسي ډلې شته چې په بېلابېلو برخو كې د دغه هيواد خط مشې ټاكي چې هغه ښى ، او چپ لورى دي .

د فرانسې هيواد د وروستيو ويشنو له مخې دغه هيواد له ۹۶ ولسواليو څخه جوړ شوى چې د مركزي حكومت تر نظر لاندې اداره كيږي او د محلي ټاكل شوې شورا نظارت هم پرې وجود لري .

اقتصاد :

فرانسه په پړاويزه توګه له يو مدرن او سوكاله اقتصاده چې حكومت پرې مالكيت او ژوره مداخله لري د بازار په مكانيزم ولاړ اقتصاد ته ليږدول كيږي .

سوشيلسټ حكومت ډيرى ستر شركتونه ، بانكونه او بيمې خصوصي اعلان كړې دي خو د ايرفرانس ، فرانس تلي كام ، رنو  او تالس په ګډون څو ستر شركتونه د حكومت په واك كې دي اوپه ځينو چارو په تېره بيا قدرت ،عمومي ليږد راليږد او د حكومت په دفاعي صنايعو واك لري .

په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې د دغه هيواد كورنى ناخالص توليد   1.902 تريليونه ډالره وو . په دغه هيواد كې 27.75 ميليون نفره په دندو بوخت دي  . چې په دې كې  71.5 فيصده په خدماتو ،  24.4 فيصده  په صنعت او 4.1 فيصده په كروندګرۍ بوخت دي .

په فرانسه كې د بېكارۍ كچه  8.7 فيصده ده اود ۲۰۰۴ ميلادي كال د احصائيو له مخې ۶.۲ فيصده خلكو يې د فقر له كرښې لاندې ژوند كاوه . په دغه هيواد كې د بيو تورم ۱.۷ فيصده دى .

د فرانسې مهم صنايع فلزكاري ، ماشين الات ، كيمياوي ، د ليږد راليږد وسايل ، خوراكي توكي مشروبات ، منسوجات او جامې ، الوتك جوړونه ، كښتۍ جوړونه ، پترو كيميكل ، الكتريكي ، اتومي او وسلې يادولاى شو .

د ايرباس د الوتك جوړونې كارخانه چې د A380 د نوو الوتكو جوړول يې خبر جوړوونكې وه په دغه هيواد كې ده .

غنم ، اوربشې ، كچالو ، چغندر ، قند ، مڼې ، وريجې ، انګور ، كبان ، غواوې او خوګان هم د دغه هيواد د كروندګرۍ او حيواني فارمونو محصولات جوړو ي.

په ۲۰۰۴ ميلادي كال كې فرانسوي شركتونو په نورو هيوادونو كې ۵۷.۳ ميليارده ډالره پانګونه وكړه چې په دې ډول فرانسه له امريكا وروسته ستر پانګه اچوونكى هيواد ګڼل كيږي .

په فرانسې هيواد كې په ۸۴۰۰۰۰ زره كيلومټره ډمبر (اسفالټ ) سړكونه او لويې لارې شته . د استفادې وړ اوسپنيزې لارې يې هم څه دپاسه ۴۲۵۵۵ كيلومټره دى او ددغه هيواد نړيوال هوايي ارتباطات د ايرفرانس هوايي شركت او كورنۍ الوتنې يې هم د اير- اينتر په وسيله ترسره كيږي .

په ريل ګاډي او بس سربېره مترو هم په فرانسه كې ډېره فعاله ده . په فرانسه كې ليږد راليږد ډير پام كيږي ځكه چې د دغه هيواد په ۶۴۱۰۲۱۴۰  نفره نفوس سربېره دغه هيواد ته هر كال كابو ۸۰ ميليونه نفره هم سفر كوي .

په عين حال كې په دغه هيواد كې د ليږد راليږد د سيستم په باب زيات اعتصابونه هم ترسره كيږي چې حتى كله كله ددې سبب شي چې هيواد فلج شي .

فرانسه د تيوريزم په صنعت كې د كابو ۱۸۰ ميليارډه فرانكه په اندازه عايد سره له امريكا وروسته د تيوريزم په برخه كې تر ټولو زيات عايد لري .

هر كال ۱۲ ميليونه نفره يواځې د لوور ماڼۍ ، اورسي موزيم او ورساى ماڼۍ د كتلو لپاره پاريس ته ځي او پدې سربېره كابو ۳۹۰۰ موزيمونه لسګونه ميليونه كسان په كال كې ځان ته جلبوي . او ۶.۵ ميليونه كسان خو يواځې هر كاله له ايفل برج څخه كتنه كوي .

اړيكتيايي چارې :

په فرانسه كې  34.63 ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې فعالې دي او ۵۳.۰۲۳ ميليونه مبايل كرښې پكې فعاليت لري .

۵۸۴ ټلويژني چينلونه په دغه هيواد كې خپرونې جوړوي .

انټرنيټي لمنې يې  fr. او gf. او gp. او re. او mq. دي. 12.556 انټرنيټي كوربانه پكې ژوند كوي او كابو 31.295 ميليونه كسان پكې انټرنيټ كاروي .

پراخوالى

643،427 كيلومتر مربع

نفوس

 63،713،926 نفر

پلازمينه

پاريس

ژبه

فرانسوي

عبدالله الهام جمالزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب