فرهنګ څه ته وایي؟

فرهنګي کړنې

دلته ځینې کړنې د فرهنګ د معنا او مفهوم د پوهېدو له پاره یادوی شوې په دې لیکنه کې ټولې فرهنګي کړنې ندي نغښتې، کیدی شي تاسو یې هم پکې ور زیاتې کړئ.

1- فرهنګ یعنی، د چا له اجازې پرته د هغوی انځور یا فلم نه اخستل.
2- فرهنګ یعني، په ټولنیزو شبکو کې د مقابل لوري درناوی کول او له بدو خبرو ډډه کول.
3- فرهنګ یعنی، کله چې په یوه موضوع نه پوهیږئ باید له ځان څخه جامع الاکمالات جوړ نکړئ او د مقابل لوري نظر ته درناوی وکړئ.
4- فرهنګ یعنی، د چا معاش او میاشتني حقوق په تاسو پورې اړه نه لري، او له یو کس څخه د هغه د معاش په اړه پوښتل عیب دی او دا کار مه تر سره کوئ.
5- فرهنګ یعنی، کله چې یو څوک به موبایل کی کوم انځور یا بل شی در ښکاروي؛ نو د هغوي نور عکسونه او فایلونه نه کتل.
6- فرهنګ یعنی، د چا په لهجه پورې نه خندل.
7- فرهنګ یعنی، چې ځان ته اجازه ورنکړئ تر څو د نورو په شخصیت کې خبرې وکړئ او د هغوی په ویښتانو، جامو، چاغوالي او ډنګرتوب نېوکه وکړې.
8- فرهنګ یعنی، کله چې د یو چا له کور څخه بهر کیږئ؛ نو د هغوی غیبت ونکړئ.
9- فرهنګ یعنی، کله چې نوي ملګري پیدا کړئ پخواني ملګري هیر نکړئ.
10- فرهنګ یعنی، کثافات او نور مواد له موتر څخه سرک یا کوڅې ته ګوزار نکړئ.
11- فرهنګ یعنی، د خپل کور له بام او یا ورسۍ څخه د ګاونډی کور ته نه کتل او د هغوی تګ راتګ نه څارل.
12- فرهنګ یعنی، کله چې یو چا ډالۍ درکړه؛ نو د هغې د بیې پوښتنه نکول.
13- فرهنګ یعنی، د ترافیکي اصولو او اشارو څخه سرغړونه کول زموږ هوښیاری نده، ناوخته رسیدل تر نا رسیدلو ښه دي.
14- فرهنګ یعنی، د یو چا په شخصي کړنو او اموراتو کې مداخله نکول.
15- فرهنګ یعنی، له شیطانت او بې معنا خبرو څخه ډډه کول.
16- فرهنګ یعنی، د مشرانو درناوی کول او له ماشومانو سره ښه رویه کول او په هغوی شفقت کول.
17- فرهنګ یعنی، هیڅ وخت له بل انسان څخه ځان لوی نه ښودل او په خپلو لوړو زده کړو ځان نه ښودل.
18- فرهنګ یعنی، د بحث او مجلس په وخت کې د نورو نظریاتو ته درناوی کول او د هغوی خبر نه پرې کول او په نوبت خبرې کول.
19- فرهنګ یعنی، د نورو کسانو خبرو ته په مینه غوږ ایښودل حتی که ماشوم هم وي.
20- فرهنګ یعني، له ملګرو، کورنۍ او خلکو سره د ناستې په وخت کې نزاکتونه رعایتول.
21- فرهنګ یعنې، د کور، موتر، ځان، سرک، کوڅې او دفتر پاکوالی ته پاملرنه او د هغه مراعات کول.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب