فساد سره رښتینې مبارزه!

فساد هغه بده او برباد کوونکې پدیده ده چې د یوې ټولنې هره ښېرازي له منځه وړي.
‎په کومه ټولنه کې چې فساد وي هغه ټولنه د هرپرمختګ څخه لرې پاتې کېږي، او وګړي یې ستومانه او نا هیلی ژوند لري.
‎دا چې په افغانستان کې اوږدې جګړې تېرې شوې نو فساد هم داسې وغوړېده چې له منځه وړل ېې ناممکن وه، په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان خلکو یو منظم نظام نه درلوده او نه هم داسې کوم زړه سوانده مشر د حکومتونو په رآس کې وه چې د افغانستان خلکو ته حد اقل لږ سهولتونه ایجاد کړي.
‎هغه وخت ‌‌‌‌‌‌ډېرو ددې هڅه کوله چې څنګه افغانستان ته خیانت وکړي، څنګه کولی شي د افغانستان ملي شتمنۍ په پاکستان او د سیمې په استخباراتو وپلوري.
‎هماغه وخت څخه فساد مروج شو .

‎په تېرو اولسو کلونو کې د اداري فساد د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېرې کړکۍ خلاصې شوې، ځکه چې مرستې بهرنۍ وې ، او پيسې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وې، هر چا هڅه کوله چې د ځان د پاره کار وکړي، د همدې فساد د لاسه په افغانستان کې ټول سرکونه ،ښوونځي، کلینیکونه، غیر معیاري جوړ شول.
‎همداسې ‌‌‌‌‌‌ډېرو برخو کې فساد موجود وه، یو دلیل یې دا وه چې خپله موږ عامو خلکو د فساد د پراخېدو د پاره لارې هوارې کړې، موږ خپله هڅه کوله چې غیر قانوني کارونه زموږ په ګټه تمام شي.
‎د مقرریو کې فساد، په قراردادونو کې فساد، د جرمونو په قضیو کې فساد، او داسې نورو مواردو کې چې د همدې فساد په لومو کې موږ خپله ښکېل شولو.

‎موږ پوهېږو چې ټول د فساد له ناوړه پدیدی زیامن شوي یو او باید چې موږ هم ددې پدیدي په ختمولو کې له خپل دولت سره مرسته وکړو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب