فضا او د کایناتو پيدايښت | قرآن علمي اعجاز

قران کریم د خدای (ج) کلام د ی چې پر محمد (ص) د جبریل (ع) په واسطه نازل شوی دی او بیا د هغه لخوا و خپلو همراهانو ته دیکټه شوی او هغو دا کتاب په یاد کړۍ،  لیکلۍ او بیا یې دوباره د محمد (ص) سره د سره کتلۍ دی او خپله محمد(ص)  هر  کال یووار بیا  نازل شوي آیاتونه د جبریل (ع) سره له سره کتلي دي  او د ژوند په وروستي  کال  کې یې ټول قران  کریم دوه واري له سره کتلۍ دی.  له هغه وخت راهیسې تر اوسه هر کال په زرګونه خلک ټول قران کریم سر تر پایه په یادوي ان ځینې ماشومان تر لسو کلنۍ پوري ټول قران کریم  حفظ وی . په دې(۱۴ )پېړیو کې  یې ان یو تورۍ هم نه دی تغییر او تبدیل شوی.
قران کریم چې(۱۴۰۰)کاله مخکې نازیل شوی داسې شواهد و ته یې اشاره کړې ده چې اوس  اوس د ساینس پوهانو لخوا هغه په ثبوت رسیدلې او یا رابرسیره (کشف )شوي دي . دا ټوله  منکرانو ته دا ثابت وې چې رښتیا قران کریم ټکي په ټکي د الله ( ج) کلام دی  او پر محمد (ص) رسول د پاک خدای(ج) لخوا نازل شوی دی، او هغه قران کریم نه  دمحمد(ص) او نه د بل چا اثر دی  دا هم ثابتوي چې رښتیا محمد (ص) د الله (ج) رسول دی دا هغه شیان  دي چې( ۱۴۰۰ )کاله مخکې ویل شوي دي  چې ځینی یې  اوس د ساینسي نوی پرمختللو وسایلو او میتودونو په واسطه رابرسیره، جوت او ثابت شوي دي .

فضا:

د فضا په هکله په قران کریم کې    درې مبارک آیتونه راغلي دي.

الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:
۵۵:۳۳«… اې ټولیه د پیریانو او انسانانو که چیری قدرت لرئ تاسي چې بهر ووځئ[نفذوا]  له څنډو د آسمانونو او مځکې څخه پس ووځئ وبه نه وځئ مګر[ سُلطن ]  په قوت او زور سره»

۱۵:۱۴-۱۵« …په هغه ‎(دروازه) کښې چې تل ختل (اسمان ته) نو خامخا به یې ویلي وو بیشکه هم دا خبره ده چې [سُکرت]یا خیره شوي دي سترګې زموږ بلکه یو قوم یو چې جادو راباندې کړي دوی وي»

د انګریږی(if) د عربي (اِن)  دشرایطو او امکاناتومانا لري  یعنی فرضیه د رسیدولو یا نه رسیدولو ده .

په عربي کې (حتی) او(ان)د امکان او(لا) د نه امکان مانا ورکوي.
په قران کریم کې   دلته جین او انس ته  اشاره کوي:
د(نفذوا) مانا د ( د کازیرنیرسکایز)  ډکشنري  په اساس :مستقیم تیریدل او د بدن بلي خواته راوتلو ته وایي لکه : غشی

نو دلته د ژور نفوذ کولواو بلي خوا ته د راوتلو مانا  ورکوي.
د( سُلطن ) لفظ ويوې پروژې ته د رسیدولو  په مانا ده  بېله شکه د دې مبارک ایت نه مالومیږي چې یو ورځ به انسان پورته آسمان  ته  وخېژي نه یوازې آسمان ته بلکې د مځکې دننه به  هم د څېړنې او سپړنې لپاره تا شي.
او په دوېم او درېیم  م بارکوآیتو نو کې چې خدای (ج) د مکې کافرانو ته خطاب کوي او فرمایي:

که ان د آسمان دروازه خلاصه شي او هغوی را پورته شي هغوی به په  مغشوش نظر وګوري لکه  هغه  چې ډیر  نشه وي  یا داچې چا کوډي پر کړي وي.

کله چې په (۱۹۶۱) کال کې دانسان سفرو فضا ته پیل شو او د هغه ځایه مځکې ته وکتل شول هلته آسمان لکه د مځکې نه چې مالومیږي شین نه، بلکه تک تور مالومیدئ ځکه د لمر وړانګې چې د مځکې په اتموسفیر ولګیږي نو آسما ن موږ ته تک شین مالومیږي  خو هلته مځکه په تور آسمان کې په شین شپول کې نغښتي ښکاریږي:

د مځکې هغه خوا چې د لمر خواته ده  روښانه او نیمه بله خوایې تیاره مالوميږي. کله چې مځکه په خپل مدار څرخي روښنایې هم هغسې پاته کیږي اوپه بل نیم اتموسفیر کې يې یو انتقالي خوځون (حرکت) لیدل کیږي او په(۲۴) ساعتو (ګړیو)کې همداسې په بله خوا کې هم په عین وخت  کې یو انتقالي حرکت لیدل کیږي . که څوک په دې حالت کې مځکې ته  وګورئ  تاسو به له هېښتیا نه  داسې سوچ وکړئ  چې تاسو نشه یاست یا چا کوډي در باندی کړي دي .ځکه  د انسان سترګې ورته مبهوت پاته کیږی لکه هغسې چې قران شریف اشاره ورته کړې ده :

د کایناتو پیداېښت:

د کاسمو لوژي تیوري  او څېړنې دا ښیي  چې په یو وخت کې ټول کاینات هیڅ شی نه وو مګر یو لوګی(یو مبهم ډیر کثافت لرونکی شی او تاوده ګازونه) او یوه ا وریځ وه .
دا دستنډرد  اونننۍ کاسمولوژي یو منل شوی اصل دی چې  تر اوسه    د دې لوګیزو موادو نه نوي ستوري د پیداکیدوو په حال کې لیدل کیږي.

دا دشپې په آسمان کې چې د استوري مالومېږي د دا ټوله له همدې دود یا لوګي  نه جوړ شوي اجرام دي .

په دې هکله قرانکریم  فرمایي:

۴۱:۱۱«بیایې اراده وفرمایله آسمان ته حال دا چې دغه آسما ن یو لوګی [دُخان] وو»
ډاکټر( الفریدکرونر)د جرمني د میونیخ د پوهنتون د جیولوژي نامتو پروفیسور وایي:
سوچ وکړئ محمد(ص)  له کومه ځایه پوهیدی ؟زه فکر کوم دا ناممکنه ده(۱۴) پېړۍ مخکې  دي څوک د کایناتو په منشا پوه وي ځکه ساینس پوهانو اوس دا څو کاله مخ کې د ډیرو لوړو  تکنالوژي د  میتودونو په مرسته دا رښتیا وموندله  او څورلس  سوه کاله مخ کې څوک په هستوي فزیک پوهیدئ؟ چې ووایي آسمانونه او م ځکه یوه منشا لري.

راټولونکی او ژباړن :پوهنمل محمود نظری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب