فضا ته د لمړي انسان تګ

یوري ګاګارین (Юрий Гагарин (Yuri Gagarin  تشیال (فضا) ته د لمړي انسان تګ

روسی هواباز او ستورمزلی یوري ګاګارین د ۱۹۳۴ ز کال د مارچ په نهمه د روسیې د سمولنسک اوبلاس ښار د کلیوشینو د کلي په یوه بزګره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. د ده پلار ترکاڼ او موریې هم  ددوۍ په کورني کرهنیز فارم کې کار کوول. یوري د ګاګارین د کورنۍ له څلورو ماشومانو څخه څلورم هغه وه. د ډیرو روسي وګړو په شان د ګاګارین کورنۍ هم په روسیه کې د نازی رژیم څخه په امان کې پاتي نه شوه. د ده مشره خور او ورور د نازي واکدارانو لخوا په ۱۹۴۳ ز کې په زور سره آلمان ته د کار کوولو لپاره واستول شول. په دې ترڅ کې ځوان یوري له تشیالې او په تشیاله کې له الوتني سره بشپړه مینه پیدا کړه نو ځکه خو په ساراتوف ښار کې د مسلکي الوتنو ښونځي ته شامل شو او په ۱۹۹۵ ز کې له دې ښونځي څخه ووت او د اورنبورګ ښار پوځي هوابازۍ ښونځي ته شامل شو چیر ته چې ده د لمړي ځل لپاره خپله مینه او میرمن والنتینا ګوریاچیفا هم وپیژنده. دی په کال ۱۹۵۷ ز کې له دې ښونځي څخه ووت او په همدې کال کي یې له میرمن ګوریاچیفا سره واده وکړ. په کال ۱۹۶۰ ز کې د روسیې تشیالي اداره د فوسټوک تشیالي پروګرام لپاره د ځوانو تشیال مزلو په لټه کې شوه چې له څو پړاوه آزموینو وروسته یې یوري ګاګارین د هغه ځیرکتیا او وړتیا له امله چي یې درلوده دې ماموریت ته وټاکل. ګاګارین د۱۹۶۲ز کال د اپریل په ۱۲ مه لمړي انسان وو چې د فوسټوک تشیالي راکټ په واسطه تشیال ته وخوت او په تشیال کي یې یو ساعت او ۴۸ دقیقې تیرې کړې.  ګاګارین وروسته له دې ماموریت څخه په ملي او نړیواله کچه شهرت پیدا کړ او وروسته یې د روسیې د تشیالي ادارې مشرتوب هم په غاړه واخیست. ګاګارین د ۱۹۶۸ ز کال د مارچ په ۲۷ مه نیټه د یوې آزموینزې الوتنې په ترڅ کې د هغه د جیټ الوتکې په ماشین کې د ستونزې له امله ومړ چې د اوجود هیرې یې کرملن دیوال ته څیرمه د مسکو په سره میدان کې خښې شوې.

ښاغلی عبدالاحد مومند او له ده سره مل روسي ستور مزلي په تشیال کې

وروسته له ګاګارین څخه تر اوسه پورې ټول ټال ۵۴۹ انسانان تشیال ته ختلي چې په دې ترڅ کې افغان هوابازاو ستور مزلی ښاغلی عبدالاحد مومند څلورم مسلمان او لمړی افغان ستوری مزلی وه چې د ۱۹۸۸ز کال د اګسټ په ۲۹مه له ډاکټر ویلادیمیرلیاخوف او ډاکټر والیري پولیاخوف سره یوځای په تشیال کې د میر تشیالي تمځای ته وخوت چې هلته یې ۸ ورځې ۲۰ ساعته او ۲۶ دیقیقې تیرې کړې. ښاغلی مومند د غزنی ولایت د سردې په کلي کې زیږیدلی او د کابل په پولیتخنیک کي یې زدکړې کړﺉ. ښاغلی برید جنرال عبدالاحد مومند په هغه وخت کې له تشیال څخه له د وخت له ولسمشر ډاکټر نجیب الله سره په پښتو ژپه ټلیفوني خبرې وکړي چې په دې سره یې پښتو د دوو ستورو ترمینځ د واټن جوګه ژبه وګرځوله. ښاغلی مومند اوسمهال د آلمان ښار د شټوټ ګارټ په ښار کې اوسیږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب