فقر او غربت څرنګه له منځه يوسو؟

څرنګه چې اسلام دبشريت لپاره د ژوند يو بشپړ او هر اړخيز نظام دى، الله (جل جلاله) داسې اصول او بنسټونه ور ته ايښي دي چې په عقيده، عباداتو،اخلاقو اومعاملاتو کې د بشري ښيګڼې او نېکمرغۍ ضمانت کوي، که په څيړنيز ډول ورته کتنه وشي بشر له هغو ټولو نظامونو او اقوانينو څخه بې پروا کوي چې د هغه په لاس جوړ شوي وي.

دا يو څرګند حقيقت دى چې د اسلام سپېڅلي دين د ژوندانه د ټولو اړخونو د ستونزو لپاره په ځانګړي ډول په اقتصادي چاروکې د حل ليارې وړاندې کړيدي چې د بشري ژوندانه مادي او روحاني دواړه اړخونه تنظيموي.
خو د دې برعکس په نړۍ کې چې اوس کوم اقتصادي نظامونه شتون لري لکه پانګوال، اشتراکيت او د ازاد بازار نظامونه په داسې بنسټونو ولاړ دي چې پايلې يې بد اخلاقي، بې عدالتي او د بشريت د هوساينې پرځاى د تباهۍ او هلاکت کندې ته ورټېل وهل دي.
سره له دې چې وضعي ( د بشر په لاس جوړ شوي) اقتصادي نظامونه د خپل برياليتوب شعار زمزمه کوي او ډير مخ پر ودې هيوادونه يې دوکه کړي او ځان پسې درولي ،خو بيا هم د ستونزو په له منځه وړلوکې پاتې راغلي .د دې نظامونو نيمګړتياوې په تفصيل سره څېړل د دې لېکنې له حوصلې څخه ډير لوړ دي له همدې امله يې ځينو مهمو ستونزو ته په لاندې ډول ګوته نيسو.

 

  • د غربت او نيستۍ تل پاتې ستونزه.
  • د رکودي انفلاسيون ستونزه.
  • ډير هيوادونه د خوراکي توکو له کمبود څخه رنځ وړي.
  • د سود بازار ګرميدل.
  • احتکار او مصنوعي کموالى.
  • د کارګرانو او مزدورانو حقوق تر پښو لاندې کول.
  • اقتصادي ګډوډي او بحران.
  • طبقاتي کشمکش.
  • د توليدي وسائلو نېمګړې کارونه.
  • د اخلاقي اصولو له منځه وړل.
  • په درواغو د مساوات چيغې وهل.

د بيکارۍ او وزګارتيا ستونزه:

داسې يوه پېچلې ستونزه ده چې يواځې مخ پرودې هيوادونه پرې اخته ندې بلکې پرمختللي هيوادونه هم ور سره لاس او ګريوان دي، د اقتصادي ستونزو په له منځه وړلوکې د مخ پر ودې هيوادنو نه شريکول په دې مانا دي چې صنعتي هيوادونه يې په تصميم نيولو کې يواځينى رول ادا کوي، که له يوې ورځې نه بلې ته د لويو پورونو ستونزه وګورو په داسې حال کې چې دهيواد اجمالي ګټې د پرديو پورونو په چوپړ کې دي،دا او دې ته ورته نورې ډيرې بېلګې هم شته چې دټولنيز فقر اوغربت لامل ګرځي.

له بلې خوا داسلام اقتصادي نظام داسې بنسټونه رامنځته کړي دي که په لارښوونه يې سم عمل وشي ټولنه دغربت څخه خوندي ساتي، دبېلګې په ډول زکات يې په شتمنواو مالداره وګړو فرض ګرځولى، زکات حکومتي شتمي شمېرل کيږي چې دټولنيزوموخولپاره په مصرف رسيږي.ديادولووړده چې زکات دتنبلۍ اوسستۍ لپاره هڅونه اوتشويق نه بلکې اسلام حکوت ته دزکات واک په لاس کې ورکوي چيرته چې اړتياوي هلته يې وکاروي.

د دې لپاره چې مال او شتمني په يو څو لاسونو کې را ټوله نشي او د ټولنې د وګړو ترمنځ زيات اقتصادي توپير له منځه ولاړ شي، اسلام هغه د زکات، وصيت، ميراث،نفقې او صدقې په نامه په منځنيو او وړو ملکيتونو ويشي،دا چې د اسلام اقتصادي نظام ولې د فقر او غربت د له منځه وړلو لپاره بنسټيز وسائل په لار اچولي دي راز په څه کې دى ؟ راځئ چې د فقر او غربت څخه زيږيدلې ستونزې مطالعه کړو چې وګړي او ټولنه کوم لورى ته کشوي.

دفقرپايلې :
– له شک پرته ويلاى شو چې غربت د ټولو ستونزو، مصبتونو او مفاسدو سرچېنه ده او د ټولنې په پرمختګ کې خنډونه را منځته کوي او د زيانونو يوه لړۍ له ځان سره لري چې مونږ يې يو څو د بېلګې په ډول وړاندې کوو.

– غربت د روغتيا لپاره زيان رسوونکى دى، بدني قوت له منځه وړي او فقير وګړي نشي کولاى چې خپله تداوي په سمه توګه ډول وکړي.

– غربت انسان د ناپوهۍ لور ته بيا يې او د زده کړې څخه يې بې برخې کوي،غريب او فقير وګړى نشي کولاى چې د خپلو اولادونو سره د هغوى د زده کړې پر وخت لازمه مرسته وکړي تر څو بشپړه ښوونه او روزنه ترسره کړي.

– فقر او غربت انسان ذليله کوي او د داسې خلکو منونکى يې ګرځوي چې له ده څخه يې پرته له شتمنۍ په هره کچه سويه ټيټه وي. پيغمبر عليه السلام فرمايلي ژباړه يې پدې ډول ده: که چېرې الله جل جلاله) انسان په درې شيانو فقر، ناروغتيا او مرګ نه ذليل کولاى نو له هغه سربه هيڅ شي ته نه ؤ ټيټ شوى

– فقر او غربت د انسان کرامت او عزت له منځه وړي دا ځکه چې له هدايت مندونکو پرته د عامو وګړو خوى او عادت داسې وي چې د شتمنو عزت کوي او د غريبانو سپکاوى. لقمان عليه السلام خپل ځوى ته د نصيحت په ترڅ کې داسې وايي : د حلال مال په ګټلو خپل ځان شتمن کړه ، او انسان د دريوو لاملونو له امله غريب کيږي له دين څخه ناخبري، د عقل کمزوري او بې مروتي او د دې څخه لوى د خلکو سپک ګڼل دي.

– فقر د انسان د پريشانۍ او فکري ګډوډۍ سبب ګرځي . د حضرت علي (رض) وينا ده چې فقير په نړۍ کې غمجن وي.

– فقر او غربت زړه تنګي را منځته کوي او له خلکوسره په يو ډول دښمنۍ کې غورځي په همدې ډول د ښځې اوخاوند ترمنځ اړيکې ګډوډوي او کورني حالات ترينګلي کوي چې دا حالات د دوى د اولادونو په اخلاقو او راتلونکې بده اغېزه شيندي.

– فقر د سودخورۍ،چاپلوسۍ،غوړه مالۍ،د باطل د ستاينې او د الله (جل جلاله ) په وړاندې د ګناه لامل ګرځي.

– د انسان فکر او استعداد وژني، علم او پوهه له منځه وړي، عقيده کمزورې کوي او انسان خپل خويونه له لاسه ورکوي.

– د اخلاقي بې لارۍ او ډول ډول جرائمو لامل ګرځي لکه: زنا، قتل،غلا، او نورې ناوړه کړنې چې د انسان د دنيا او اخرت د بدمرغۍ او تباهۍ سبب کيږي. کله کله د غربت لوړ پړاو انسان په کبېره ګناهونو او سپکوعملونو اخته کوي دا ځکه چې خپلو اولادونو ته د يوې مړۍ ډوډۍ په ګټلو د خپل عزت او شرف څخه تيريږي. د پيغمبر عليه السلام په مبارکو سنتو کې د غربت بدو اغېزو ته اشارې شويدي . او د اصحابو کهفو حديث چې امام مسلم روايت کړيدى هم زمونږ له فکرونو څخه لرې ندى چې يو له هغوى څخه خپل نېک عمل خپل رب ته وسېله ګرځولى ؤ ( يا الله جل جلاله) ته پوهېږې چې د خپل کاکا لور مې ډېره خوښه وه او له هغې څخه مې غوښتل چې له ماسره يوځاى شي مګر هغې نه منله خو يوه ورځ داسې راغله چې غريبۍ او لوږې را واخېسته او ما ته راغله چې يوڅه مرسته ورسره وکړم ، نو ما ته هم موقع په لاس راغله او له هغې څخه مې غوښتنه وکړه چې را سره يوځاى شي ،هغې را سره په دې شرط ومنله چې سل (١٠٠) ديناره به ورکوم، خو کله چې د هغې د ورنونو په منځ کې کيناستم نو را ته يې وويل اى د الله (جل جلاله) بنده له خپل رب څخه وويريږه او دغه قفل بغېر له حق څخه مه ماتوه،له خپل خالق څخه وويريدم او له خپل قصد څخه وګرځيدم) نو بنا پردې ويلاى شو چې د زنا او عفت تېريدنې ډيرى پيښې له غربت څخه سرچېنه اخلي.

– سوال او له خلکو څخه د مرستې غوښتل: دا يوه بله خطرناکه پديده ده چې له فقرڅخه سرچېنه اخلي څه وخت چې انسان د خپلو ضرورتونو د پوره کولو په خاطر خپله ښځه او ماشومان په لويو لارو او کوڅو کې د مرستې د غوښتلو لپاره کينوي نو ابرو او عزت يې تر پښو لاندې کيږي او خپل ځان ورته سپک ښکاري.

په ټولنه د فقراغېزې :
• د فقيرانو او غريبانو زړونه د شتمنواو مالدارانو په وړاندې له کېنې او رخې څخه ډکيږي،هر وخت په دې هيله وي چې له شتمنو څخه خپل مال چې له دوى نه يې په سود او ظلم لاسته راوړى بېرته ترلاسه کړي، يوله بل سره يوځاى کيږي او له هغوى سره د ښمني کوي، يو بل ته سنګر نېسي او حالات ترينګلي کيږي يوالى، همکاري او مينه له منځه وړي.

• بې امنيتي، انقلابونه او اخلاقي مفاسد را منځته کيږي لکه : مرګونه، زنا، لواطت، غلا، ډاکه ، لياره شکول او داسې نور. ابو ذر غفاري څه ښه ويلي دي که فقر د ځمکې له سر څخه کډه کولاى نوکفر به ورته ويلي وه چې زه هم درسره ځم.

• په هغه ټولنه کې چې فقر واکمن وي ديني روحيه کمزورې وي او خلک د نفسي غوښتنو پېروي کوي.

• په هغه ټولنه کې چې فقر واکمن وي يو ډول ويره او ډار د خلکوپه زړونوکې ګرځي را ګرځي، ثبات له منځه ځي د بدامنۍ تشويشونه رامنځته کيږي، خلک خپل ځان، مال، عزت او ابرو خوندي نه ويني له همدې امله ټولنيزه ګډوډي را منځته کيږي.

• په هغه ټولنه کې چې فقر موجود وي ناپوهي او جهل پکې ډير زر خوريږي دا ځکه چې د دې ټولنې وګړي د دې پرځاى چې خپله علمي او فرهنګي سويه لوړه کړي د يوې مړۍ ډوډۍ د لاسته راوړلو هڅه کوي.

• د غربت وهلې ټولنې وګړي خپل مورال او معنويت له لاسه ورکوي او نشي کولاى چې د ناڅاپې پېښو او ستونزو په وړاندې مقاومت وکړي ، له خپل حريت او ازادۍ څخه دفاع نشي کولاى نوځکه هروخت د استعمار په پنجو کې غورځي، قوي لښکر،د جنګ مرمۍ، وسلې او کارخانې نلري نو دا ډول ټولنه د دښمنانو په وړاندې بې حيثيته معلوميږي، له همدې امله ويلاى شو چې د فقر او غربت پايلې او اغېزې په هر ملت ،هره ټولنه او هر وخت د پرمختګ او آرامۍ په لار کې خنډ ګرځي.

دحل لارې څه دي ؟
لکه مخکې مو چې ور ته اشاره وکړه د اسلام سپېڅلي دين د غربت په وړاندې د مقابلې لار خپله کړېده ، د اسلام اقتصادي نظام وګړي، ټولنه او دولت درې واړه مکلفوي چې د غربت په وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي ، اسلام هيڅکله دا اجازه نه ورکوي چې يو وګړى دې په شتمنۍ مزې او چړچې کوي او نور دې په لوږه شپې او ورځې تېروي ، د رسول الله صل الله عليه وسلم د يو حديث ژباړه ده: په کومه ټولنه کې چې چا وږې شپه سبا کړه نو د هغې خلکو څخه د الله (جل جلاله) ذمه وارې پورته شوه. د اسلام په سپېڅلي دين کې هغه دندې چې د غربت په له منځه وړلوکې فرد، ټولنې او دولت ته سپارل کيږي ځېنې له هغوى په لاندې ډول دي.

لومړى : د شرعاً ناروا و ممنوعه کړنو څخه ځان ساتل:-
د غربت د شتون يو ستر لامل د شرعي پولو او بريدونو څخه سرغړونه ده له همدې امله هرکله چې انسان د ناروا کړنو څخه ځان وژغوري او شرعي احکام د خپل ژوند مشال وګرځوي نو الله جل جلاله) به يې د غربت څخه خلاص کړي. هغه کړنې چې انسان فقر ته را کاږي ځېنې يې په لاندې ډول دي.

الف:- د اسراف او تبزير څخه ډډه کول:
په لګښت کې عدل او توازن د شتمنۍ د پايښت او برعکس اسراف او تبزير د هلاکت لامل ګرځي.
اسراف د اړتيا له پولو څخه د لګښت زياتول دي او تبزير يو څيز د يو څه ګټې د لاسته راوړلو له موخې پرته مصرفول دي .

له بده مرغه چې اوس په اسلامي امت کې هم دغه پديده مخ په زياتيدو ده له همدې امله په امت کې غربت ورځ په ورځ زياتيږي د بېلګې په ډول په متحده عربي اماراتو کې د لوبو يو ميدان په شپږ مليار ده ډالرو جوړشوى ؟؟؟ که چېرې دغه يا د مبلغ د اسلامي امت په اقتصادي چاروکې لګول شوى واى نو تر ډېره بريده به يې د غربت په له منځه وړلوکې مرسته کړې واى.

ب – له سود خوړلوڅخه ځان ساتل:-

سود خوړل هم هغه ناوړه عمل دى چې په ټولنه کې د اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د را منځته کيدو سبب ګرځي او د ژوند دغه دواړه مهم ډګرونه تهديدوي، په ټولنه کې ځينې وګړي د ځينې نورو ګټې او زيار ويستنې غصبوي پدې توګه د هغوى ترمنځ د کينې، حسد او د ښمنۍ سبب ګرځي او له اقتصادي پلوه که د چا پر وړاندې د سود د روازې پرانستل شي او په دغه لار ورته د ژوند تېرولو اسانتياوې برابرې شي نو د ټولنې ډير تنبل ،لټ او بې احساسه وګړي به له کار وبار څخه ډډه وکړي،په همدې توګه ځينې نور وګړي به له دې امله د کار او بار څخه مخونه واړوي چې ګټې يې د بل لپاره وي نو ولې د بل چا لپاره ځان ستړى کړي ، د ټولنې شتمنې د يو څو وګړو په لاس کې را ټوليږي او نور وګړې د فقر په کرغېړن ډنډ کې لامبو وهي تر څو چې په کې ډوب شي.

ج – له احتکار څخه ځان ساتل:-

که په ټولنه يا هيواد کې يو يا څو محدود وګړي د عامو خلکو د اړتيا وړ شيان په دې نيت را ټول او ذخېره کړي چې نرخونه يې پورته شي تر څو ټولنه د قيمتۍ سره مخ شي دغه کار ته احتکار ويل کيږي، او په اسلامي شريعت کې حرام او ناروا عمل دى.

د- د خلکو په شتمنيو د تيري څخه ځان ژغورل:

لکه غلا،غصب ،رشوت او داسې نورې لارې چې د خلکو د شتمنيو د خوړلو لپاره په کار اچول کيږي د اقتصادي ګډوډۍ او غربت سبب ګرځې دا هم په اسلام کې حرام او ناروا دي.

و- په امانتونو کې د خيانت څخه ځان ژغورل:-

امانت داري او په معاملاتو کې ريښتينولي هغه څه دي چې د وګړو او ټولنو اقتصاد پياوړى کوي او برعکس خيانت او غدر يې کمزورى کوي ، دا ځکه چې ريښتينولي وګړو ته دا جرئت ور کوي چې خپلې پانګې د توليد په پروسه کې په کار واچوي او د ګټې د لاسته راوړلو لپاره ټولنې ته توليدات او خدمات وړاندې کړي .

يوه پوښتنه او د هغې ځواب
سره له دې چې په اسلا م کې د نيستۍ د علاج لپاره اغيزناک او مؤثر درمل شته چې نورې بشري ايډيالوژۍ يې له درلودلو بې برخې دي خو په اوسنيو حالاتوکې ليدل کيږي چې مسلمانان او د اسلامي ملکونو دولتونه په غربت کې پراته دي او له نورو ځخه ډېر نيستمن دي لامل يې ځه شى دى؟
هو؛ دا يو څرګند حقيقت دى مګر ستونزه په اسلامي شريعت کې نه بلکې د ځينو مسلمانو شخصيتونو ځانګړى عيب دى چې بيلا بيل داخلي او باندني لاملونه لري چې ځېنې يې دا دي:
1) مسلمانانو په هر اړخيز ډول د اسلامي شريعت په تګلوري خپلو ګامونو ته پايښت نه دى ور بخښلى.

2) مسلمانانو خپلو اقتصادي ستونزو او معاملاتو ته د خپل دين او شريعت په رڼا کې د حل لارې پلټنه نده کړې او اسلامي شريعت يې يواځې د عباداتو او اخلاقو په دايره کې را ايسارکړيدى.
3) پرديو ښکيلا کګرو هم د مسلمانانو د دې ربړې په زياتولو کې پوره رول لوبولى دى،کله چې يې يو اسلامې هيواد د خپلې سلطې لاندې راوسى نو د هغوى د پانګو ټولې سرچينې يې يا د ځان لپاره ليږدولي او يا يې له کاره غورځولي دي .

4) په نړيوالو معاملاتوکې بې عدالتي هم د مسلمانانو د غربت لامل ګرځېدلې د بېلګې په ډول څرنګه چې د خامو موادو ډيرى برخې په اسلامي هيوادونو کې شتون لري صنعتي هيوادونه يې ترې په کم قيمت پيرې او تر پروسس وروسته يې په لوړه بيه پرهغوى پلوري ،کوم توپير چې د خامو او پخو موادو د قيمتونوڅخه په لاس راځي د صنعتي هيوادونو په ګټه او وروسته پاتې هيوادونه د اقتصادي رکود سره مخامخ کيږي.

5) نړيوالو مؤسسو او شرکتونو هم د مسلمانو هيوادونو په اقتصادي کمزورۍ کې پوره ونډه اخيستې ، اګر که په ښکاره د بشري مرستو شعارونه زمزمه کوي خو د پردې ترشا دهغوى د حيثيت او عزت پيمالوونکي دي.

6) په ډيرو اسلامي هيوادونو کې د چارو واګې د هغه چا په لاس کې وي چې هغوى د زړه له تله په فکري ډول اجنبيان او لاسپوڅي وي او يواځې په جسمي او جنسي توګه د دغو هيوادونو اتباع وي. له همدې امله هغوى هيڅکله د خپلو ولسونو خدمت ته تيارنه وي

7) په اسلامي هيوادونو کې د پرګنو او قومونو ترمنځ اختلاف هم دا زمېنه برابره کړېده چې اسلامي امت په فقر او بدبختۍ کې اخته ده ، او د نورو له سيالۍ يې بې برخې کړېده ، په ځانګړي ډول د نيشنلېزم د مفکورې پلويانو پکې زيات رول لوبولى دى.

8) له دې حقېقت څخه هم بايد سترګې پټې نکړو چې عامو مسلمانانو خپله پاملرنه د دين ځانګړو عباداتو ته اړولې ده او اقتصادي برخه يې له پامه غورځولې او پدې نه پوهيږي چې د حلال رزق لاسته راوړل هم د عبادت يوه برخه ده. بلکې داسې وګړي د دوى په منځ کې هم شته چې د اقتصادي وضعې ښه کېدلو ته هيڅ اړتيا نه ويني او دا يوه ګناه او د عبادت څخه مشغولتيا بولي.

9) نو د پورته لاملونو پربنسټ ويلاى شوچې د غربت د له منځه وړلو ريښتينې لارې اسلام وړاندې کړيدي ، خو که مسلمانان له هغې څخه سمه پوهه ولري ، لکه څرنګه چې صحابه کرامو لرله داسې وخت هم ورباندې راغلو چې ټول له مخې شتمن وه آن تردې چې داسې څوک نه ميندل کېده چې د زکات مال ور کړل شي.

محمدګلاب توحیدیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب