قرآن د علمي عصر لپاره علمي کتاب

قرآن عظيم الشان، په اومه زېږديزه پېړۍ کې پر وروستي پيغمبرحضرت محمد صلي الله عليه وسلم نازل شوى دى او په نړۍ کې تر ټولو نورو کتابونو زيات لوستونکي لري.د دې سپېڅلي کتاب آياتونه تر دې مهاله د نړۍ د مسلمانانو لخوا په ډېره مينه تلاوت، حفظ او په ورځني ژوند کې پلي شوي دي. ددې سپېڅلي کتاب فصاحت او بلاغت  د مسلمانانو   زړونو او ارواحو ته تسلي او آرامي وربښي او کله چې په لوړ غږ لوستل کېږي، ډېرى وختونه دهغه خوږ او زړه راښکوونکى انداز د مسلمانانو پر مخ اوښکې راماتوي.
قرآن عظيم الشان يواځينى اسماني کتاب دى، چې تر اوسه په کې لاسوهنه نده شوې، له اوله له تقلب څخه پاک دى، ټول توري يې په هماغه شان ساتل شوي، لکه څنګه چې د الله جل جلاله له لوري نازل شوي دي او تر اوسه يې اصلي بڼه (عربي) په هماغه لومړني ډول موجود ده.
همدارنګه قرآن يواځينى کتاب دى، چې د هر نسل، هر نژاد او هرې ټولنې د خلکو او آن دغير عربو لخوا په ټوليزه توګه حفظ او په يادو يادېږي، چې مسلمانان دغه کار د قرآن يوه معجزه ګڼي.
هيله ده، چى  ددې کتاب په اړه، چې د نړۍ د نږدې څلورمې برخې دجهان بينۍ او فرهنګ بنسټ جوړوي،څو مهمو موضوعاتوته ځير او څو دقيقې وخت ورکړئ.

د علمي عصر لپاره علمى کتاب

د قرآن عظيم الشان په اړه يوه تر ټولو مهمه موضوع دا ده،چې ددې سپېڅلي کتاب په ډېرى آياتونو کې په پراخ ډول طبيعي پديدي په ډېره دقيقه توګه څېړل شوي دي، لکه امبريولوژي (جنين پېژندنه)، هوا پېژندنه، نجوم (ستوري پېژندنه)، جيولوژي (ځمکپېژندنه) او بحر پېژندنه.ډېرى ساينس پوهانو موندلې ده،چې ددې کتاب څېړنې، چې په اومه زېږديزه پېړۍ کې نازل شوى دى، تر اوسني عصر پورې  پلي کېداى شي، په حقيقت کې ډېرى پروسې او کړنې، چې په قرآن عظيم الشان کې يې يادونه شوېده، په دې وروستيو کې کشف شوي دي.يواځې دغه حقيقت ددې لامل شوى دى، چې ډېرى نامتو ساينس پوهان داسلام په سپېڅلي دين مشرف شوي دي.
د قران په يو شمېر ساينسى آيتونو کې څېړل شوي دي چې د ژوند په لومړيو څلوېښتو ورځو کې جنين څه ډول وده کوي، ښودل شوېده، چې د غرونو ريښې د مېخونو په شان ځمکه له خوځون څخه ساتي او د ځمکې د ثبات لامل کېږي، په دې کتاب کې راغلي دي  چې د دوو سيندونو ديو ځاى کېدو په صورت کې د هغوى ترمنځ طبيعي مانعه موجوده وي (هر سيند يا بحر خپل تروشوالى، د حرارت درجه اوغلظت ساتي)، همدارنګه په دې کتاب کې څېړل شوي دي چې داوبو څپې د بحر په عمق کې توليدېږي، لنډه دا چې دغه سپېڅلى کتاب له طب نه نيولې بيا تر بيالوژي، جيولوژي، امبريولوژي، ټولنيز ژوند، سياست، اقتصاد، ميراث او داسې نورو پورې ټول اړخونه په ډېره دقيقه توګه څېړلي دي، خو دا په دې معنى نده چې قرآن يو ساينسي کتاب دى، که څه هم دې کتاب ساينسي مسايل په پراخه کچه څېړلي دي او دغه علمي څېړنې يې تر دې مهاله پلي کېږي، چې هېڅ پخوانى کتاب دغه ځانګړنې نلري.مسلمانان عقيده لري چې دا د قرآن عظيم الشان يوه معجزه ده، ددې ثبوت دى، چې قرآن يو با اعتباره کتاب دى او دغه اعتبار به يې دوخت په تېرېدو همداسې وي لکه چې اوس دى.

قرآن او د علم زده کړه

د قرآن لغوى معنى (قرائت) يا لوستل دي، او د قران لومړنى آيت، چې د جبرئل امين لخوا پر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم نازل شو، د لوستلو امر وو، يعنى ولوله ! د خپل رب په نامه …. دغه  امر(ولوله) داسې چا ته چې د خپلې زمانى د ډېرى کسانو په شان يې ليک لوست نه وو زده، د انسانانو د پوهاوې، زده کړې او پراختيا لپاره ديوه نوي عصر ښکارندوي کوي.قرآن کريم له لومړيو څخه نه يواځې ديوه کس، بلکې ديوې ټولنې لخوا حفظ او ساتل شوى دى او د محمد صلي الله عليه وسلم د ژوندانه په دوره کې بشپړ شوى، په داسې حال کې چې تر هغه مخکې اسماني کتابونه معمولاً د اړوندو پيغمبرانوله مړينې ډېره موده وروسته د يادو شويو اديانو د ليکوالو لخوا ليکل شوي او له يو نه بل ته رسېدلي دي.
د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لومړنيو پيروانو په ډېره مينه د قرآن کريم هر برخه له نازلېدو سره سم حفظوله، کله چې محمد صلي الله عليه وسلم له نړۍ سترګې پټې کړې، زرګونو کسانو قرآن کريم په ټوليزه توګه زده او حفظ کړى وو. د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم له وفات وروسته د دوو لومړيو کلونو په ترڅ کې لومړني خليفه حضرت ابوبکررضي الله عنه  له خپل يوه ملګري  ذيد بن ثابت څخه، چې د محمد صلي الله عليه وسلم په وخت کې به يې قرآن له نازلېدو سره سم ليکه، وغوښتل، څو د قرآن عظيم ا لشان ټولې شته کاپي ګانې او برخې راټولې او يو ځاى کړي.دغه خطي نسخه چمتو شوه او ددريم خليفه حضرت عثمان رضي الله عنه  په دوره کې ټولو مسلمان مېشتو سيمو ته ولېږل شوه.ددې سپېڅلي کتاب يو څو لاسي يا خطي نسخې تر اوسه ساتل شوي او په ځينو موزيمونو کې موجودې دي.
قرآن هم د نورواسماني  کتابونو په شان د خالق لايزال پيغام ټول بشريت لېږدوي.قرآن د بشريت لپاره لارښود دى، هر هغه څوک د خپل ژوندانه او خپل موجوديت په اړه فکر کوي، قرآن دهغوى لپاره ښه لارښود دى.

ژباړه: احمد جاويد الكوزى

your ads

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب