د څارویو ټولنې | قرآن علمي معجزې

د څارویو ټولنې: 

په ځمکه کې نشته هېڅ یو خوځیدونکی اونه هم الوتونکی چې والوزی په وزرنومګر لکه ستاسو دټولنو په شان(الانعام 38).
د حیوان پېژندنې دنوې پوهې په رڼاکې پوهېږو چې ټول څاروی اوالوتونکی په ټولنو کې ژوند کوی .ډیرو مطالعو ښودلې چې دحیواناتو په مېنځ کې ځانګړی نظام شتون لری.

لکه دشاتو موچۍ چې دهغو ټولنیز ژوند پوهان حیران کړی دی ، خپله ځاله داسې دونو په سوریو اونورو ځایو کې پټوی  چې ډیره ځانګړې بڼه لری . دمچیو ټولنه له ملکې څو سوه نارینه مچیو اوله څوسوو نه تر اتیا زره کارکوونکو پورې جوړه شوی وی. دملکې دنده هګۍ اچونه اودداسې مواد افراز وی چې دټولنې یووالی ساتی . دنارېنه وو دنده یواځې دملکې القاح کول وی   نورکارونه لکه دکورجوړول ، دکندو جوړول ، ځای پاکونه ، دخوړو ټولونه ، له ځالې دفاع اونور دکارکونکودنده وی.

مېږیان هم دمنظمو ټولنو درلودنکی وی : لکه ټکنالوژی ، حشر یا ګډکار، پوځی ستراتیژی ، پرمختللی ارتباطی اړېکې یا کمونېکیشن Communication, دمراتبو سلسله, مقررات او پلان جوړونه. مېږیان په ټولنه یا  Colony کې ژوند کوی اودانسانانو په څېر مشابه مدنیت لری.

مېږیان خواړه مومی ، توښه کوی یی دماشومانو ساتنه کوی ، اوددښمن په وړاندې جګړه کوی . ددوی ځېنې ټولنې کالی ګنډی ، کرنه کوی  داړیکو ډیره ځواکمنه شبکه لری . دمېږیانو ټولنیز نظام د نورو ژووپه پرتله ډیر اوچت دی. دالوتونکو ټولنې هم دخطر په وخت کې ګډ عمل سرته رسوی .  کله چې یوه ډله الوتونکی  ځنګله ته ننوځی هلته کوچنی الوتونکی یو ډول غږ کوی چې دسیمې نورو الوتونکی پرې خبرېږی .

دالوتونکو ډله ییزه الوتنه هم ددوی دامن لپاره وی ، لکه یوه ډله الوتونکی چې په خپاره ډول الوځی دباز په لیدو سره یوبل ته نږدې کېږی. شېدې لرونکی هم دخطر دلیدو په وخت کې په ډله ییزه توګه په داسې حال کې چې خپل کوچنی یی په مینځ کې ساتلی وی تګ کوی . دولفین هم له دښمن نه دتېښتې په وخت ډله ییز عمل کوی.

دڅارویو اوالوتونکو بېشمېره بېلګې شته چې لاهم پېژندل شوی نه دی . اودغه موضوع ګانې وروسته له ډېرو څېړنو څرګندې شوی خو بیاهم وینی چې قرآن عظیم الشان هغه ‌ډېر پخوا بیان کړی .

له حیات نه تقلید: دطرحو لپاره دژوو له جوړښت نه الهام اخستل  اوستاسو لپاره په اهلی حیواناتو کې عبرت دی  (النمل 66 و المؤمنون 21).

پوهان مخکې له دی چې څه شی جوړکړی په نړۍ کې شتو موجوداتو ته ګوری دهغوی ځانګړنی څېړی اوله هغو څخه په تقلید خپل دنظروړشیان جوړوی اوله دې لاری خپله ټکنالوژی دبشردچوپړ لپاره کاروی. په پورتنی آیت کې دعبرت کلمه دزده کړې ، پند مشورې اهمیت اونمونې په مانا ده . بیو متریک هغه اصطلاح ده چې له طبیعت نه دتقلید پربنسټ جوړه شوې. پوهان اړتیا لری چې د  Robot یامصنوعی خوځیدونکی دجوړیدو لپاره له طبیعی جوړښت نه تقلید وکړی.
جنين بنيوس په مونتانا کې دلومړی ځل لپاره دبیو متریک نظریی په هکله خبرې وکړې اوبیا نورو پوهانو هغه ته پراختیا ورکړه.
له طبیعی حیات نه تقلید دبیو متری په نامه یادېږی . پوهانو په چټکۍ سره دغې پوهې ته وده ورکړې اوپه دې توګه یی ډیر ښه شیان جوړکړی دی . دحیات دتقلید په هکله یوه ورځپانه داسې لیکی : له طبیعت نه په تقلید سره موږ کولای شو له هغه څه نه چې لرو یی هم پاییدونکی ټکنالوژی جوړه کړو.  جنين بيوس لاندې بېلګې یادوی:
مچ خوړونکی مرغه دمکسیکو خلیج ددرې ګرامو محروقاتو په مصرف وهی.
بمبيرک څرخ لرونکۍ ملخ له ډیرې ښې څرخی الوتکې نه هم خپل عملیات په ښه توګه  ترسره کوی.
–         دویینې ( موریانه   ) دتودوخې اوهوایی تهویی سيستم دانسانانو له لوری دجوړو شوو وسیلو څخه ډیر ښه اودانرژۍ په لږ مصرف کارکوی.
–          دآسمان څکالی (خفاش) ټرانسمیتر له ډیرو ځواکمنو رادارونو نه هم ښه کارکوی.
–         جلبک یا درڼاچینجې له بېلابېلو کیمیاوی موادوسره یوځای کېږی څو چې ځان روښانه کړی.
–         دشمال سمندر کبان اوچونګښې په ژمې کې کنګل کېږی اوپه دوبی کې بیا فعالېږی اوخپل عضویت له سړو نه ساتی.
–          خړتمی یا بوقلمون (فیل مرغ   ) اویو ډول کب دځان رنګ محیط سره برابروی.
–     دشاتو موچې ، شمشتی یا کیشو، اوالوتونکی پرته له دې چې ځان سره نقشه ولری خپله لاره مومی.
–         نهنګان اوپنګوینونه پرته له دې چې ځان سره داکسیجن ماسک ولری داوبو لاندې تګ کوی.

موږ یو څو حیرانوونکی طبیعی بېلګې یادې کړی داهغه بېلګې دی چې دټکنالوژ یکې طرحو لپاره الهام بښونکې وی. اوزموږ دپوهې دودې اولوړیدو لامل ګرځی.

ټول څاروی داسې ځانګړنې لری چې انسان په تعجب کې اچوی ځېنې داسې وی چې  په آسانی سره په اوبو کې تګ کوی ، ځېنې نورداسې حواس لری چې زموږ لپاره دباور وړنه دی .په دې ټولو ځانګړنو په دې وروستیو کې پوهان پوه شوی . دکمپیوټر، انجینری ، برېښنا، الکترونیک ، ریاضی ، فزیک ، کیمااود بیالوژۍ څانګې پوهان سره یوځای شوی څو چې دیو ژوندی بېلګې نه تقلید وکړی.

دهغه څه په هکله چې ورځ په ورځ دژوو په هکله کشفېږی پوهان حیران شوی دی اوغواړی له هغو الهام واخلی او دبشر دخدمت لپاره نوې ټکنالوژی جوړه کړی. دې ته په پام سره چې کارول شوی تخنیکونه په ژوو کې ډیربشپړدی په راتلونکی کې به وګوری څو په لږې انرژۍ اوکارسره نورې پرمختللې ټکنالوژی هم رامېنځته شی.
جنين بينوس وایی: “دطبیعت په څېر عمل کول موږ په دې توانوی چې دکرنې په تګلاره دناروغیو ددرملنې ، دانرژۍ دمصرف دمعلوماتو د‌ساتلو اوسوداګری په چاروکې نورې پرمختیاوې ترلاسه کړو.”.

په نولسمه پېړۍ کې دهنر،ښایست او انځورتقلید له طبیعت څخه کیدو خو نورې ځانګړنې یی په شلمه پېړی کې څرګندې شوې پوهان اوس له ژوو نه زده کړه کوی خو قرآن څوارلس پېړۍ مخکۍ ویلی.

د ملخانو ډلې:

له کبرونو لکه دخورو وروملخانو په څېر بهر راوځی (القمر 7).

په دې آیت کې فرمایی چې په قیامت کې خلک داسې سرونه له کبرونو راباسی لکه ملخان چې سرونه رواباسی اوخورېږی.
دملخانو په هکله د ډیرو کوچنیو کمروله لارې ډیر معلومات په شلمه پېړۍ کې ترلاسه شول . دملخانو یوه ډله دبېشمېره ملخانو نه جوړه وی چې دورېځې دټوټې په څېر ښکاری اوڅوکیلومتره سور اواوږدوالی لری. دبېلګې په ډول ددښتو دملخانو خېل یوزرودوه سوه کیلومتره مربع پراخوالی لری اوله ۵۰ نه تر۹۰ میلیارده ملخان په هرخېل کې وی.

بل مهم ټکی دادی چې ملخان دشګو لاندې هګۍ اچوی اولارواګان یی هلته وده کوی . ښځېنه ملخ له لس ترپنځلسو سانتی مترو پوری ځمکه کینی اودپنځه نوی نه تر یوسلواتوپنځوسو پورې هګۍ په هغه کې اچوی . ښځینه ملخان درې ځلې په خپل ټول ژوند کې هګۍ اچوی . دځمکې دتودوخې په پام کې نیولو سره لاروا له لسو نه ترپنځه شپېتوورځو پوری پخېږی اوبیا وروسته ټول یوځای له ځمکې سر راپورته کوی. چې هرمترمربع زر ملخه لری . اوداچې دملخانو یوخیل ډیره ځای نیسی نو له دې کبله یی دهګې اچولو ساحه هم ډیره پراخه وی . اوپه یوه وار دومره ملخان له ځمکې سرراپورته کوی اوپه هواکې خورېږی چې عجیب ښکاری او دا پېښه مشابه له همغې پېښې سره ده چې دقیامت په ورځ انسانان له کبرونو سرراپورته کړی.

دملخانو په هکله دغه څېړنې یواځې دنوې ټکنالوژی په مټ ترسره شوی اودامرېکې دخلایی څېړنو مرکز ناسا هم  په دې اړوند ډیرې څېړنې کړې خو قران ۱۴ پېړی مخکې دابېلګه یاد ه کړې . آیا داپه خپله دقرآن یوه معجزه نه ده؟

د مېږیانو د اړیکو سيستم:

قرآن فرمایی کله چې حضرت سليمان (ع) له خپل لښکر سره له یوځای نه تېریده مېږیانو یو له بل سره خبرې کولې اوحضرت سلیمان په هغه پوه شو:
کله چې دمېږیانو سېمې ته ورسېدل یو مېږی وویل: ای مېږیانو ټول کورونو ته ولاړشی داسې نه چې سلیمان اولښکریی په ناپوهی سره تاسو ترپښولاندې کړی. (النمل 18).

دمېږیو اوسنۍ څېړنې داجوتوی چې دغه ژوی ډیر منظم ټولنیز ژوند لری اویوه ډیره مغلقه داړیکو شبکه لری، دبېلګې په توګه ملی جغرافیه داسې رپوټ ورکوی: ” یو مېږی په خپل غټ سر کې بېلابېل حواس لری چې بصری اوسمعی انګېزې اخلی اودمېږیو ټولې ټولنې ته  چې په هغه کې په میلیونونو مېږیان شته هغه لېږدوی. چې داټول ښځینه مېږیان دی “.

دمېږی دماغ نیم میلیون عصبی حجرې لری ، دمېږی سترګې مرکبې دی، دمېږی ښاخ یا آنتن دپزې ، دګوتو دسر اودلامسې دحس پرځای کارکوی ، دخولې لاندی وتلې برخه خوند حس کوی ، ویښتان هم کله چې ورسره تماس ونیول شی له ځانه غبرګون ښیی.

مېږیان دخپلو اړیکو لپاره بیلابیلې لارې لری دوی خپل غړی تل کاروی : لکه دخوړو موندلو ، دښکارموندلو، دکورجوړولو اوډله ییزو جګړو لپاره . ددوی په دوونه تر دریو ملی مترو پورې جسامت کې پنځه سوه زره عصبی حجرې شته چې دحیرانوونکی داړیکو دسیستم لارښوونه کوی.  غبرګون دهغوی په اړیکو کې بېلابېلې څانګې لرې: آلارمونه یا خبرداری ، په کارتوظیفول ، ساتنه ، دلاړو اودمقعد په مېنځ کې راکړه ورکړه، ټولنېز کار، پېژندنه ، دموقف ټاکل اونور. مېږیان چې دخپلې ټولنې له دغو غبرګونونو سره ځان تنظیموی په خپل مینځ کې دخبرونو په راکړې ورکړی سره ګډ ژوند کوی. دمعلوماتو دراکړې ورکړی لپاره کله هم داسې دقیقې اړیکې کاروی چې انسان یی په خبرو کولو نشی کولای . لکه دټولید و لپاره ، ګډولو لپاره ، پاکولو اودفاع لپاره. دمېږیانو اړیکې دکیماوی موادو له لاری تامینېږی، دغه نیمه کیمیاوی مواد دفرومون  په نامه یادېږی چې دافرازشوو غدو اوداوریدو اوبوی کولو دحس له لاری اخستل کېږی.  اودا دمېږیانو دژوند دتنظیم په برخه کې ډیر مهم رول لری ، کله چې یو مېږی یو فرومون افراز کړی بل مېږی هغه دپوزې اوخولې له لارې اخلی اودهغه مطابق غبرګون څرګندوی.

دفرومون ډول داچې څه ډول پیغام استوی توپیر لری. دغه راز دفرومون چټکوالی دپیغام په مهم والی پورې اړه پیداکوی . له دې نه ښکارې چې  مېږی باید دکیمیا دپوهې په اړوند کره معلومات ولری څوچې یو دبل په منظورپوه شی اودادقرآن عظیم الشان بله معجزه ده چې په سل ګونه کاله مخکې یی بیان کړې خو ساینس اوس پرې پوه شوی دی.

محمد شفیق حقپال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب