قرانکريم پيغمبر څرنګه معرفي کوي؟

١- قرآنکريم چې د رسالت په اړه تر ټولو لومړۍ مسئله په ډېره روښانه توګه بيان کړې، د رسول الله صلی الله عليه وسلم  بشريت دى. د قرآن له نازلېدو مخکې خلک په دې نظر وو، چې انسان هېڅکله د الله رسول او نايب نشي جوړېداى. نړۍ چې کله هم سمون ته اړتيا پيدا کوي، الله تعالى په خپله د انسان په بڼه راځي او يا کومه پرښته رالېږي، ددوى په آند چې نړۍ ته څومره لوى شخصيتونه د سمون لپاره راغلي ټول له بشريت نه پاک وو. دې عقيدې په انسانانو کې دومره جرړې ټينګې کړې وې، چې کله به يو نيک بنده ورته د الله پيغام راووړ، نو په حيرانتيا به يې وپوښتل چې دا څنګه نبي دى، چې زموږ په څېر خوري، څښي، ويده کېږي او ګرځي؟ دا څنګه پېغمبر دى چې زموږ په څېر عوارض لري، ناروغه کېږي، په کړاو اخته کېږي، د آرام احساس کوي  او له غم او خوښۍ نه اغېزمن کېږي؟ که خداى غوښتل چې موږ ته لارښوونه وکړي، نو زموږ په څېر يو کمزورى انسان يې د څه لپاره رالېږه؟ ولې خداى په خپله نشو راتللاى؟ همدا پوښتنې وې چې د هر نبي د بعثت پر مهال به کېدې او د همدې اندېښنو پر بنسټ به ترې انکار کېده. نوح عليه السلام  چې کله خپل قوم ته پيغام راووړ، نو هغوى يې په ځواب کې وويل:
فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُرِيدُ أَنْ يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَنْزَلَ مَلَائِكَةً مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ
دا سړی نه دی مګر يو بشر دی ستاسې په څير، د ده غوښتنه دا ده چې پر تاسې  لوړتيا ولري که الله  ليږلې پرښته به يې ليږلې وه، دا خبره خو موږ هيڅکله د خپل پلار نيکه په وختونو کې  له سره اوريدلې نه ده ( چې بشر دې د پيغمبر په توګه راشي)

کله چې هود عليه السلام  خپل قوم ته د لارښوونې لپاره ولېږل شو، نو هغوى پرې لومړى دا نيوکه وکړه چې:
وَقَالَ الْمَلأ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِلِقَاءِ الآخِرَةِ وَأَتْرَفْنَاهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا مَا هَذَا إِلا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يَأْكُلُ مِمَّا تَأْكُلُونَ مِنْهُ وَيَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُونَ (٣٣)وَلَئِنْ أَطَعْتُمْ بَشَرًا مِثْلَكُمْ إِنَّكُمْ إِذًا لَخَاسِرُونَ  (المؤمنون: ٣٣ – ٣٤).

(( د هغه د قوم کومو مشرانو چې له منلو نه انکار وکړ او د اخرت راتګ يې دروغ وګاڼه او هغوی موږ د د نيا په ژوندانه کې سوکاله ساتلي وو، هغو وويل: دا سړی بل هيڅ نه دی مګر ستاسې په څير يو بشر دی، تاسې چې څه خورې ، دی هماغه خوري، تاسې چې څه څښې ، دی هماغه څښي، اوس که تاسې د خپل ځان په څير د يو بشر اطاعت ومانه ، نو تاسې په زيان کې ولويدﺉ.
کله چې موسى او هارون عليهما السلام، فرعون ته د الله له پيغام سره ورغلل، نو  هغه ترې په دې دليل انکار وکړ چې:
َقَالُوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ (٤٧) المؤمنون:
(( آيا موږ د ځان په څير په دوو انسانانو باندې ايمان راوړو؟

او همداسې يوه پوښتنه هغه مهال هم راپورته شوه، چې کله يو امي تر څلوېښتو کالو د خاموشى ژوند تېر کړ او بيا يې يوناڅاپه اعلان وکړ، چې زه د الله له لوري استازى رالېږل شوى يم. خلک نه پوهېدل چې داسې يو سړى چې زموږ په څېر لاسونه، پښې، پوزه، خوله او بدن لري، څنګه د الله لخوا رسول رالېږل کېږي، پوښتنه يې وکړه چې:
وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ لَوْلَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا  أَوْ يُلْقَى إِلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا وَقَالَ الظَّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَسْحُورًا(الفرقان: ٧ – ٨).
دا څنګه پيغمبر دی چې خواړه خوري او په بازارونو کې ګرځي راګرځي؟ ولې ده ته کومه پرښته ونه ليږل شوه چې له ده سره وای او ) پر نه منونکوباندې) يې ګواښ کولای؟ يا که نور هيڅ  نه وای ده ته کومه خزانه راکوزه کړې شوې وای ، یا د ده کوم بڼ وای چې له هغه نه يې ( په ډاډ )روزي ترلاسه کولای.

 

your ads

دا داسې يوه غلط فهمي وه چې د رسالت په لاره کې تر ټولو زياته خنډېدله، نو ځکه قرآن کريم په پوره زور رد کړه او له دليل سره يې وويل، چې د انسان د لارښوونې لپاره انسان تر ټولو زيات وړ او مناسب دى. ځکه چې د بعثت هدف يواځې ښودنه کول نه، بلکې په عملي توګه ورښودل او خپلو پيروانو ته يوه بېلګه وړاندې کول دي. که د انسان پر ځاى کومه پرښته رالېږل شوې واى، نو بيا به انسان دا دليل نيوه، چې موږ ددوى په څېر عمل چېرته کولاى شو! دوى خو زموږ په څېر نفساني خواهشات نه لري او په فطرت کې يې هم هغه ځواکونه نشته کوم چې انسان د ګناه په لور بيايي:
قُلْ لَوْ كَانَ فِي الْأَرْضِ مَلَائِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِمْ مِنَ السَّمَاءِ مَلَكًا رَسُولًا  الإسراء: ٩٥.
(( دوی ته ووايه که په ځمکه کې پرښتې په ډاډمنه توګه ګرځيدای راګرځيدای نو موږ به هرومرو له آسمانه کومه پرښته د هغو لپاره پيغمبر ليږلی وای.))

 

بيا قرآن په ډاګه کوي چې مخکنيو قومونو ته ټول لېږل شوي نبيان او لارښو ونکي د محمد صلی الله عليه وسلم  په څېر انسانان وو او د هغه په څېر خوراک، څښاک او تګ يې کاوه:
وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلا رِجَالا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ (٧)وَمَا جَعَلْنَاهُمْ جَسَدًا لا يَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوا خَالِدِينَ (٨)الأنبياء: ٧ – ٨.

او ای محمده ! له تانه مخکې هم موږ  له انسانانو څخه پيغمبران ليږلي وو چې هغو ته موږ وحې کوله، که تاسې ته معلومه نه وي نو له اهل کتابو نه پوښتنه وکړﺉ، هغو پيغمبرانو ته موږ داسې څه جسم نه وو ورکړی چې هغو خواړه نه خوړل او نه هغوی د تل لپاره ژوندي پاتې کيدونکي وو))
وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الأسْوَاقِ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا (٢٠)الفرقان: ٢٠.

((ای محمده! له تانه مخکې چې مونږ هر څومره پيغمبران ليږلي وو، هغوی ټول هم خواړه خوړونکي  او په بازارونو کې ګرځيدونکي خلک وو))
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلا مِنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلا بِإِذْنِ اللَّهِ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ (٣٨)الرعد: ٣٨.

له تاڅخه مخکې هم موږ ډير پيغمبران ليږلي وو او موږ هغوی د ميرمنو و اولادونو خاوندان ګرځولي وو.
لدې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته فرمايي، چې په ډاګه خلکو ته د خپل بشريت اعلان وکړه. تر څو دې خلک د پخوانيو پېغمبرانو په څېر په الوهيت ونه نيسي. لکه چې فرمايي:
قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلا صَالِحًا وَلا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا (١١٠) (الكهف: ١١٠).

ای محمده!  ووايه چې زه خو ستاسې په څير يو انسان يم ، ماته وحې کيږي چې ستاسې خدای همدا يو خدای دی.
دې ډاګيزو څرګندونو نه يواځې دا چې د محمد صلی الله عليه وسلم  په اړه د ټولو فاسدو عقيدو دروازه بنده کړه، بلکې د پخوانيو نبيانو او ديني بزرګانو په اړه يې هم ټولې غلط فهمۍ له منځه يووړې.
٢- دويم هغه شى چې قرآنکريم يې په څرګنده توګه بيانوي د نبي د ځواک او واک مسئله ده. کله چې د ناپوهۍ په پايله کې خداى ته نږدې خلک د خدايانو په توګه ومنل شول، نو په طبعي توګه ورته خلکو غير عادي ځواکونه هم ثابت کړل. د خداى په کارخانه کې يې واک ورکړ، په جزا او سزا کې يې ونډه ورکړه او بيا يې وويل چې: غيب ورته ښکاري، د خلکو تقديرونه او قسمتونه ددوى په خوښه بدلېږي، د ګټې او زيان واک لري، د خير او شر څښتنان دي، د کايناتو ټول ځواکونه يې تابع دي او د سترګې په رپ کې کولاى شي چې د خلکو له زړونو تياره او ګمراهي لېرې کړي. د همدې سوچونو او فکرونو پر بنسټ به له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه هم عجيبې غوښتنې کېدلې، لکه چې قرآنکريم فرمايي:
وَقَالُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْأَرْضِ يَنْبُوعًا  أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْأَنْهَارَ خِلَالَهَا تَفْجِيرًا  أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ قَبِيلًا  أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِنْ زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاءِ وَلَنْ نُؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنْتُ إِلَّا بَشَرًا رَسُولًا  (الإسراء: ٩٠ – ٩٣).
او ويې ويل : مونږ به ستا خبره تر هغې ونه منو تر څو ته زموږ لپاره ځمکه څيرې او يوه چينه ونه بهوې، يا ستا لپاره د کجورو او انګورو يو باغ پيدا شی او ته په هغه کې ويالې روانې کړې، يا ته پر مونږ اسمان ټوټه ټوټه راوغورځوې لکه چې دعوا کوې، يا خدای او پرښتې مونږ ته مخامخ راولې يا ستا لپاره د سروزرو يو کور واوسي يا ته اسمان ته وخيژې  او ستا په ختلو به هم مونږ باور ونه کړو تر څو ته پر مونږ يوه داسې ليکنه نازله نه کړې چې مونږ يې ولولو، ای محمده ! دوی ته ووايه : پاک دې زما پروردګار ! آيا زه له يو پيغام راوړونکې انسان نه پرته به څه يم؟
الله تعالى په ډاګه هغه سوچونه رد کړل چې خلکو به د لوړو شخصيتونو په اړه درلودل او ويې فرمايل، چې رسول د خداى په ځواک او کار کې د ذرې په اندازه هم ونډه نه لري.  نبي خو ددې پر ځاى چې نور خلک له ضرر څخه وژغوري، دومره واک هم نه لري چې خپل ځان له زيانه وساتي.
قُلْ لا أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلا نَفْعًا إِلا مَا شَاءَ اللَّهُ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَلا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلا يَسْتَقْدِمُونَ (٤٩) (يونس: ٤٩).

ووايه ! زما په واک کې د خپل ځان  ګټه او زيان هم نشته ، هر څه د الله تعالې په خوښې پورې تړلي دي.
بيايې وفرمايل چې د نبي سره نه د الله تعالى د خزانو کليګانې وي، نه د غيبو کومه پوهه لري او نه له عادت پورته ځواک لري
قُلْ لا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلا مَا يُوحَى إِلَيَّ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلا تَتَفَكَّرُونَ (٥٠) (الأنعام: ٥٠).

اى محمده ! دوى ته ووايه ” زه تاسې ته دا نه وايم چې له ما سره د الله خزانې دي. نه زه د غيبو علم لرم او نه تاسي ته دا وايم چيې زه پرښته يم. زه خو يوازې د هغې وحې پيروي كوم چې ما ته رااستول كيږي”
قُلْ لا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلا ضَرًّا إِلا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (١٨٨) (الأعراف: ١٨٨).

او كه زه په غيبو عالم واى نو ما به ډېرې ګټې ځان ته اړولی  او ماته به هېڅکله ځکه زيان نه رسېدلى، زه خو صرف يو خبروونكى او زيرى كوونكى يم، دهغو خلكو لپاره چې زما خبره مني”.
او دا يې هم وفرمايل چې نبي په حساب، کتاب، جزا او سزا کې هېڅ واک نه لري، د هغه کار يواځې د الله تعالى پيغام رسول او سيده لار ورښودل دي. نوره نيونه، جزا او سزا د الله تعالى کار دى.
قُلْ إِنِّي عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَكَذَّبْتُمْ بِهِ مَا عِنْدِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ إِنِ الْحُكْمُ إِلا لِلَّهِ يَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ (٥٧)قُلْ لَوْ أَنَّ عِنْدِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ لَقُضِيَ الأمْرُ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِالظَّالِمِينَ (٥٨) (الأنعام: ٥٧ – ٥٨).

ووايه، زه د خپل رب له لوري په يو روښانه دليل ولاړ يم او تاسې هغه دروغ ګڼلې دى، اوس زما په واك كې هغه څه نشته، چې د هغو لپاره تاسې تلوار نيولي ياست، د فيصلې ټول واك د الله دى، هماغه حق بيانوي او هماغه ډېر ښه فيصله كوونكى دى. ووايه كه هغه شى زما په واك كې واى چې تاسې په تلوار سره د هغه غوښتنه كوئ، نو زما او ستاسيگ تر منحگ به د وخته فيصله شويگ واى، خو الله أيگر شگه پوهيگإي چيگ له ظالمانو سره خگه معامله كول غواؤي.
وَإِنْ مَا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلاغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ (٤٠) (الرعد:٤٠.

په هر حال ستا وظيفه يوازې پيغام رسول دي او حساب اخيستل زموإ كار دى.
إِنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ فَمَنِ اهْتَدَى فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ
اى پېغمبره! )  موإ د ټولو انسانانو لپاره دغه برحق كتاب پر تا نازل كړى دى، نو څوك چې سمه لاره غوره كي، د ځان لپاره به يې غوره كوي او څوك چې منحرف شي د هغه د انحراف وبال به پر همغه وي، ته پر هغوى ساتونكى نه يې.
بيا يې وفرمايل چې د سخت زړو ايمان ته اماده کول، دنبی د وسې کار نه دی، د هغه د لارښودنې مانا دا ده چې د تبليغ او نصيحت حق ادا کړی، او څوک چې غواړي لار ومومي ، لار وروښيي.
إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ * وَمَا أَنْتَ بِهَادِي الْعُمْيِ عَنْ ضَلَالَتِهِمْ إِنْ تُسْمِعُ إِلَّا مَنْ يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ مُسْلِمُونَ
((ته مړي ته  نشې اورولى، نه هغو كڼوته خپل اواز رسولى شې چې شا اړوي تښتي او نه ړانده په  لارښوونې سره له ګمراهۍ نه ژغورلى شي. ته خوخپله خبره هماغو كسانوته  اورولى شې چې زموږ په ايتونو باندې  ايمان راوړي او بيا امر منونكي ګرځي)).
وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاءُ وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَنْ يَشَاءُ وَمَا أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِي الْقُبُورِ  إِنْ أَنْتَ إِلَّا نَذِيرٌ
او نه ژوندي او مړي سره مساوي دي . دالله چې چا ته خوښه شي ور اوروي يې، خو (اى پيغمبره!) ته هغه خلكو ته نشې اورولى چې په هديروكې ښخ شويدي. ته خو فقط يو خبرداروونكى يې. موإ ته له حق سره  لېږلى يې زيرى وركوونكى او وېروونكى.
بيا يې دا هم په ډاګه وويل چې نبي ته قدر، عزت او لويه مرتبه يوازې له دې کبله ورکړل شوي ، چې د الله اطاعت کوي، پر احکامو يې سم دم عمل کوي او کوم کلام چې پرې نازليږي، په بشپړه توګه يې د الله بندګانو ته رسوي ، که له اطاعت څخه مخ واړوي او د الله په کلام کې خپلې خبرې ګډې کړي، نو هيڅ امتياز يې نه پاتې کيږي، بلکې د خدای له نيولو هم ځان نشي ژغورلای.

وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ  (البقرة: ١٤٥).
او كه ته له هغه علم نه وروسته چې درته راغلى دى، د هغو په غوښتنو پسې لاړ شې، نو ارومرو به په ظالمانو كې وشمېرل شې.
وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (البقرة: ١٢٠).
او كه ته له هغه علم نه وروسته چې دركړل شوى دى، د هغو په خواهشونو پسې لاړ شې؛ نو ستا هېڅ دوست او مرستندوى نشته چې د الله له نيونې دې وژغوري.
قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِنْ تِلْقَاءِ نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ.

اى محمده ! دوى ته ووايه ” زما دا كار نه دى چې له خپله ځانه په ده كې څه تعديل او ترميم وكړم. زه خو صرف د هغې وحې پیرو يم چې ماته ليږل كېږي. كه زه د خپل رب له امر نه سر وغؤوم نو زه له يوې ډېرې هیبتناكې ورځې څخه وېريږم ”
د دې آيتونو هدف دا نه دی چې معاذ الله د رسول الله صلی الله عليه وسلم دنافرمانې يا په قرآن کې د لاسوهنې کومه انديښنه وه ،بلکې اصلي مطلب يې د دې حقيقت روښانه کول دي چې د پيغمبر الله تعالی ته نږديوالی د پيغمبر د ذات سره کوم تړاو نه لري ، بلکې يوازينی لامل يې دا دی چې د زړه له کومي د الله بندګی کوی.
٣- درييمه  موضوع چې په ډيره روښانه توګه يې بيانوي دا ده ، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم نوی نبی نه دی، بلکې د نبيانو له ډلې څخه يو تن او د نبوت د هغې لړې يوه کړې ده  چې  د انسانانو له پيدايښت څخه نيولې د ده تر بعثت پورې روانه وه، قرآن کريم رسالت اونبوت د يوقوم ،زمانې  او هيواد  پورې نه تړي، بلکې په ډاګه اعلان کوي چې الله تعالی په هر قوم ، هيواد او زمانه کې سپيڅلي خلک پيدا کړي، چې انسانان سيخې لارې ته رابولي او د لارورکې له بدو پايلو يې ويروي.
((او هيڅ كوم امت داسې ندى تېر شوى چى هغه ته كوم تنبيه كوونكى نه وي راغلى.))
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ
موږ په هر امت كې يو پېغمبر وليږه او د هغه په وسيله مو ټول خبر كړل چې ” د الله بندګي وكړئ او د طاغوت له بندګۍ نه ځان وژغورئ”.

د دې پيغمبرانو او ويروونکو له ډلې څخه يو محمد هم دی ، لکه چې فرمايي:
هَذَا نَذِيرٌ مِنَ النُّذُرِ الْأُولَى (النجم: ٥٦).
دايوه تنبيه ده له مخكيگ راغليو اخطارونوڅخه.
إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (٣) (يس: ٣).
ته په يقيني ډول له رسولانو څخه يې.
قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ
دوی ته ووايه، زه خو كوم لومړنى بې سابقې پېغمبرنه يم، زه نه پوهېږم چې سباله تاسې سره څه كېدونكي دي اوله ماسره څه كيدونكي دي، زه خوصرف دهغې وحی  پپروي كوم چې ماته رالېږل كېږي او زه له يو څرگند ښكاره متوجه كوونكي څخه پرته بل څه نه يم.
وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ
محمد(ص) نور څه نه دى مگر صرف يو پيغمبر دى، له هغه نه مخكي نور پيغمبران هم تېر شويدي.

يوازې دا نه بلکې دا يې هم ويلي چې د عربي رسول بلنه او دعوت هماغه دی،چې د پيدايښت له پيله تر اوسه ورته هر داعي خلک رابولي، او د هغه فطري دين تلقين دی، چې د هميشه لپاره  د الله نبيانو او رسولانو کړی دی.
قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنْتُمْ بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوْا
مسلمانانو! ووايى چې:” موإ ايمان راوړى دى په الله او پر هغه هدايت چې موږ ته راغلى دى او هغه چې ابراهيم(ع)، اسمعيل (ع)، اسحق(ع) يعقوب او د يعقوب(ع) ځوځات ته راغلى ؤ او هغه چې موسى (ع)، عيسى (ع) او نورو ټولو پېغمبرانو ته د هغو درب له لوري وركړ شوى وو، موإ د هغو په منځ كې هيڅ توپير نه كوو او موږ الله ته سرټيټوونكي يو”. بيا كه هغوى هماغسيې ايمان راوړ لكه چې تاسې راوړى دى نو سمه لار يې وموندله.
د قران کريم لدې څرګندونو ثابته شوه، چې  محمد د پخوانيو پيغمبرانو د تکذيب  يا د هغوی د  پيغام د ترديد لپاره نه ، بلکې د دې لپاره راغلی و، چې هغه پيغام د خلکو له ګډوډيو څخه پاک کړي چې پيغمبرانو خپلو قومونو ته راوړي و.

ليکوال:استاد عبدالواسع صابر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب