قرانکریم زړونه وینځي -د پلار او ځوی کیسه

د پلار او زوی خوږه کیسه
یوه سړي به قرانکریم ډېر تلاوت کاوه خو د قران یې څو کوچنیو سورتونو یاد وو نور یې هیڅ شی هم نه و یاد، زوی یې ورته وویل: پلار جانه دومره ډېر تلاوت کوې او یادوې یې نه، دا نو څه ګټه لري؟! پلار یې ورته وویل: ستا د خبري ځواب به هلته درکوم چې دا د سکرو لرګینه ټوکرۍ د ویالې له اوبو راډکه کړې، زوی یې ورته وویل: له دې ټوکرۍ نه اوبه توییږي د دې ډکول ناشونی کار دی، پلار یې ورته وویل: ته خپل پوره کوښښ وکړه.

زوی یې په سکرو لړلې تکه توره لرګینه ټوکرۍ واخیستله او ویالې ته روان شو، ټوکرۍ به یې چې له اوبو راډکه کړه سمدستي به ټولي اوبه ورنه ووتلې او تشه به شوه څو ځله یې ډکه او بېرته به تشه شوه، د هلک تشه ټوکرۍ په لاس او پلار ته راغی او ورته کړه یې: پلار جانه! دا کوښښ بېځایه ده هیڅ ګټه نه لري او له اوبو نه د لرګیني ټوکرۍ ډکول ناشونی کار دی، پلار یې ورته وویل: نه تا پوره کوښښ نه دی کړی ته خامخا یو ځل بیا کوښښ وکړه! .

هلک زړه نازړه بیا ولاړ، ټول کوښښ یې وکړ خو ګټه یې نه لرله لنډه دا چې څلور پنځه ځله پلار ” د بیا کوښښ ” په پلمه ویالې ته ولیږی خو هر ځل لیږل یې بې ګټي و او ښکاره خبره ده چې ټوکرۍ له اوبو نه شوی ډکیدلی، اخیر یې د پلار مخته ټوکرۍ کېښودله او پلار ته یې وویل: پلار جانه! نور مې بې ځایه مه ستړی کوه دا کار ناشونی دی، پلار یې ورته وویل: ښه زویه! دا راته ووایه چې دا ټوکرۍ مخکي څنګه وه او اوس څنګه شوه؟ زوی یې ورته وویل: مخکي تکه توره او په سکرو لړلې وه او اوس د ویالې په اوبو پاکه او سوتره شوه .

پلار یې ورته وویل: زویه زموږ او ستاسو زړونه د دې ټوکرۍ په څیر دي په ګڼ شمیر ګناهونو لړل کیږي او خیرنیږي، او قرانکریم د هغو پاکو اوبو په څیر دی باید د دې لړلې ټوکرۍ په څیر خپل زړونه پرې ووینځو، که څوک ونشي کولی قرانکریم په زړه کې وساتي لکه په دې ټوکرۍ کې چې اوبه نشوی تم کیدلی؛ بیا هم د قرانکریم تلاوت زړه وینځي او پاکوي .

ليکوال:حامد افغان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب