قضايي لمونځ – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: پلار جانه! که څوک د کومې ستونزې له کبله ونه توانېد لمونځ وکړي يا يې هېر شي، بايد څه وکړي؟

ځواب: که څوک د ځينو ستونزو له کبله لمونځ نه شي کولای، قضايي دې يې اداء کړي، يعنې لمونځ دې په بل وخت کې وکړي، مګر په نيت کې دې قضايي لمونځ ذکر کړي.

قضايي لمونځ بايد د راتلونکي فرض لمانځه نه مخکې اداء شي، خو کله چې د راتلونکي فرض لمونځ وخت کم وي، اول فرض لمونځ اداء کېږي او وروسته بیا قضايي لمونځ ترسره کېږي.

کله چې ډېر لمونځونه قضاء شوي وي، ښه ده چې هر یو په ترتيب اداء شي، خو کله چې له شپږو لمونځونو څخه ډېر وي تقدم او تاخر پکې پروا نه لري.

د يادونې وړ ده چې د فرض لمونځ قضايي فرض او د واجب لمونځ قضايي واجب ده، مؤکد سنتونه او نوافل قضايي نه لري، یوازې د سهار د لمانځه د سنتو قضائي اداء کېږي ځکه چې په ډېرو احاديثو کې پرې تاکيد شوی دی او د قضايي وخت يې د لمر ناستې نه وړاندې دی.

 

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب