قلم او توره لازم او ملزوم دي

 اسلام د علم، زده کړې، لوستلو او ویلو دین دی، تعلیم د انبیاؤ کار دی، الله جل جلاله پیغمبران رالیږلي، دهمدې لپاره وو چي خلکو ته خیر وښیي او له بدو څخه یې لري کړي، او هم د جاهلیت په تیارو کې ډوب جهان د علم او پوهې په څراغ سره روښانه کړي،

د علم په ذریعه سره یو انسان د خپل انسانیت په قدر پوهېږي، خو چې دا زده کړه او لوستل به د شیطان، انګلز، مارکس او ډیموکراسۍ په نوم نه وي، هو په کومو ټولنو کې چې دعلم او پوهې نیستي وي، هغلته به ظلم، ګناه او تورتم ژورې ریښې اچولې وي.

الله جل جلاله انساني ټولنه په داسې دین مشرفه کړه چي د هغه دین لومړی حکم په لوستلو بناء دی او همدارنګه د قرآن کریم تر ټولو اولني ایتونه چي نازل شوي، د قلم او تعلیم په باره کې نازل شوي ، او د دي علم زده کوونکي الله جل جلاله په لوړو منازلو او درجو سره نازولي دی.

خو له دې علم سره یو بل څه ته هم اشده اړتیا شته چې ماسوی له هغې څخه دعلم ارزښت،  منزلت،  مقام حیثیت په خپل حال نه پاتېږي چی هغه عبارت له توري څخه دی، يعنې توره هغه څیز دی چې د دې په ذریعه د ملتونو او قومونو سرنویشت ټاکل کیږي.

د اسلام مبارک دین لکه څنګه یې چې علم د پرمختګ راز بللی همداسې د تورې زده کړه یې هم لازم ګرځولې څو د اسلام او اسلامي امت ساتنه پرې وشي، او قلم بدون له توري کومه معنی نه لري.

د مسلمانانو شکست، هلاکت او ذلت له هغه وخته پیل شو چې کله یې علم او قلم بدون له توري د ترقۍ اساس وبلل ، او تورې یې په لویو لویو پوښونو کې واچولې،

که د اسلامي تاریخ پاڼي راواړوو نو دا به راته معلومه شي چې د مسلمانانو هغه لویه امپراتوري چې له ختیځه تر لویدځه یې راج او واک چلېده، د دې امله له منځه ولاړې چې دوی د پلرونو تورې په پوښونو کې واچولې او یوازې د وسله تونو زینت یې وګرځولې، چي په نتیجه کې د مسلمانانو لویه امپراطوري ختمه شوه.

نو د توري استعمال د الله ﷻ په حکم سره هغه جوهر ده چي داسلام او مسلمه امت عزت او وقار پرې ساتل کیږي اوهم اسلامي امت دکفارو له حملو څخه پرې ژغورل کیږي

اوکه نن ورځ هغو اسلامي هیوادونو ته وګورو چي یوازي د قلم او علم په زده کړه اکتفاء کوي او د الله جل جلاله حکم جهاد ته یې شا ورګرځولې او د پرمختګ راز یوازې قلم بولي، که څه هم په فزیکي لحاظ جوړ دي ،  خو ولې نه یې اسلام اونه مسلمانانو ته کومه فایده رسېدلې، او نه یې په خپلو هیوادونو کي اسلامي نظام قائم کړی.

نو قلم بدون له توري هغه څیز دی چې ملتونو او قومونو د غلامۍ په ځنځیرونو تړي، او په دې هم پوه شي چې ټولې دعزت پرېکړې په توره کېږي، نه په قلم باندې.

خو یوه خبره شته چې توره یو سر شوخه آس ده، د علم قیضه ورته په کار ده.

ځکه الله جل وعلی شأنه مسلمانان د دواړو په زده کړه او عملې کېدو مکلف کړي ، نو د علم او توري  مثال یو له بل سره لازم او ملزوم دي.

یوه خبره باید وکړم چې د مسلمانانو په ژوند کې یو وخت داسې هم راځي چې اسلامي نړۍ د علم پرځای د هغو تورو ته زیاته اړتیا لري، ځکه د مسلمان د ژوند دویم جوهر سپاهي توب دی.

که چېرې نن هم مسلمانان دواړو ته مخه کړي نو ان شاء الله چې یو ځل به بیا د آزادۍ او وقار خاوندان وي.

د یوې سوکاله اسلامي نړۍ په هیله.

لیکوال: عزام حقاني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب