قندونه

 

قندونه د بدن د انرژۍ د پوره کولو يوه مهمه سرچينه ده. د يو ځرام قند له سوځېدو څخه ۴ کېلو کالوري انرژي حاصلېږي. کالوري له هغه اندازه حرارت )انرژۍ( څخه عبارت ده چې د يو ملي لېتر خالصو اوبو د تودوخې درجه يو سانتي ځراد لوړه کړي. قندي توکي هغه مرکبونه دي چې په خپل جوړښت کې کاربن، هايدروجن او اکسېجن لري.

د قندونو عمومي فورمول Cx (H 2 O) y دی. قندونه يا کاربوهايدرېټونه په بېلابېو بڼو پيداکېږي؛ لکه: يو قيمته قندونه يا مونوسکرايد چې بېلګې يې ځلوکوزاو فرکتوز دي. دوه قيمته قندونه (ډای سکرايد) چې بېلګه يې سکروز دی او څو قيمته قندونه )پولي سکرايد( چې بېلګې يې نشايسته او سلولوز دي. يو قيمته  قندونه د ټولو قندي توکو د جوړښت واحد دی.
په خپل جوړښت کې د هايدروکسيل ( O H) څو ځروپونه لري، نو له دې کبله په اوبو کې منحل دي. ځلوکوز يو مونوسکرايد دی چې مشرح فورمول يې په لاندې ډول دی:

 

د ځلوکوز ماليکولي فورمول 6 C 6 H 12 Oدی. فرکتوز يا د مېوې قند هم د مونوسکرايد له جملې څخه دی.

دوه قيمته قندونه د دوه ماليکولونو يوقيمته قندونو له يوځای والي څخه د اوبو د لاسه د ورکولو په صورت کې منځ ته راځي. مالتوز چې دوه قيمته قندی دی، له دوه ماليکولو ځلوکوز څخه منځ ته راځي. بوره يا (سکروز) د يو واحد ځلوکوز او يو واحد فرکتوز څخه جوړه ده، سکروز په زياتره عالي نباتاتو کې ليدل کېږي. په بېلابېلو خوړو کې د قندونو اندازه او نوعيت توپير کوي؛ مث ًلا: په مېوه کې فرکتوز او د شېدو په قند کې لکتوز، د اوربشو په قند کې مالتوز، د ځني او لبلبو په قندونو کې سکروز او خوږو شربتونو کې ځلوکوز ليدل کېږي.

پولي سکرايد لوی ماليکولونه دي. له زيات شمېر مونوسکرايدونو څخه جوړ شوي دي. په يخو اوبو کې نه حل کېږي، خو د پړسېدو توان لري. ټول پولي سکرايدونه کولی شي چې د هايدروليز )انزايم يا تېزابو( په واسطه پر کوچنيو ماليکولونو (Monomers) تجزيه شي. د پولي سکرايد مرکبونه، چې د ژوندۍ حجرې مهمې برخې جوړوي، په بېلابېلو بڼو؛ لکه: سلولوز )د ټولو عالي نباتاتو د حجرې د دېوال ماده( او نشايسته کې ليدل کېږي. قندونه لومړی په حجره کې په ځلوکوز تجزيه کېږي او وروسته د يو لړ کيمياوي تعاملونو په پايله کې (ګلايکوليز عمليي په واسطه) په پايرويک اسيد بدلېږي. که چېرې ځلوکوز د اکسېجن په شتون کې وسوځول شي. حرارتي يا نوري انرژي توليدیږي، په پايله کې H2O او C O2 منځ ته راځي. په لاندې معادله کې وينو:

C 6 H 1 2 O 6 + 6 O 2 ⎯→ 6 C O 2 + 6 H 2 O + Energy ځلوکوز د نباتاتو په واسطه چې کلوروفيل لري له خامو توکو؛ لکه:

H 2O او C O2 څخه د رڼا په مرسته جوړیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب