قهوه دومره هم بده نه ده

نوې مطالعې او څېړنې ښیي، هغه کسان چې په ورځني ډول درې یا پنځه وړې پیالې قهوه څښي، د هغو کسانو په پرتله چې له دې کمه او یا هم هېڅ قهوه نه څښي ډېر لږ د نا څاپي مړینې له ګواښ سره مخ کېږي.

د هاروارډ پوهنتون څېړونکو موندلې چې کافین لرونکې او بې له کافینو قهوه هره یوه یې بېلې ګټې لري. دوی وایي په هغو کسانو کې چې قهوه څښي ناڅاپي مړینې، د زړه او عصبي ناروغۍ او ځان وژنه کم تر سترګو کېږي.

د دې څېړنې لیکوال مینګ دینګ وایي، په قهوه کې شته بیواکتیو په بدن کې د التهاب مخه نیسي، دوی په ۳۰ کلونو پر ۱۹زرو ښځو او ۱۲زره نارینه وو چې د بېلا بېلو پېښو له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، څېړنه کړې ده، دوی ثابته کړې چې د قهوې څښل د ډېرو ناڅاپي مړینو، د قلبي، عصبي، شکرې پارکینسون ناروغیو او ځان وژنې مخه نیسي.

که څه هم چې قهوه د مخدره موادو له ډلې شمېرل کېږي، خو روغتیا پالان وایي چې قهوه د نورو نشه یي توکو په څېر د سرطان لامل نه کېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب