قوم پرست، ملتپالنه او ملتپال څه ته وايي؟

قوم پرست په څه مانا؟

پرست د فارسې کلمه ده معنا يې پرستش (عبادت) ده ،لکه اتش پرست ، ‏خداپرست ‏(د اور عبادت او د خداى عبادت ).
اوس راځو قوم پرست، ښکاره معنا يې د قوم عبادت ده. خوکوم خلک چې دا کلمه (قوم پرست ) کاروي ترې دا معنا نه اخلي،
دوي دا (پرست) د (پال)  پر معنا کاروي  لکه قوم پرست معنا قوم پال ، هېواد ‏پرست  معنا هېواد پال ، وطن پرست  معنا وطن پال ‏
په عربي ژبه کې د (رب) معنا ده پالونکى. ‏
عربي ژبې  پوهان وايي  چې د (رب) دوې معناوې دي :
يوې حقيقي او بله يې مجازي.

د رب حقيقي معنا:

‏ رب يعنې حقيقي پالونکي  الله تعالى دى چې ټولو مخلوقاتو او کايناتو ‏حقيقي پالونکی دى .

دوهم د رب مجازي پالونکى:
هغه د ماشوم مور پلار ، د يتيم بل ساتونکي او پالونکى ،  سپين ږيري  ‏پالونکى زامن وي .
‏ قوم پرست ته په انگليسي کې نيشنليزم ، يا ناسوناليزم وايي  په پښتو ‏کې ورته قومپالنه ،ټولنپالنه او ملتپالنه وايي. مانا يې د خپل  قوم ، يا ملت د حق د ترلاسه کېدا مبارزه ده.
ايزم د اړخ يا پلوۍ معنا لري، نيشنليزم معنا قوم پلوه، نه قوم عبادته.
قوم پرست ته قوم د عبادت معنا ورکول دا گناه د فارسي ژبې ده  نه دپښتو ‏يا بلې ژبې .

يوه بله خبره:
‏ چې ژبه يواځې د پوهولو او پوهاوي وسيله ده او بس ، دا خبره دې سمه ده منم يې  خو انگليسي ژبه، فرانسوي ژبه او نورې  ‏
خو پښتو ژبه له دې سره سره چې د پوهاوي راپوهاوي ژبه ده ، نورې ‏ډيرې ځانگړتياوې هم لري  معنا پښتو يوازې د پوهلو او پوهاوي وسيله ‏نه ده بلکې يوځانگړى قانون هم لري ‏
که يو ناسم کار دى وکړ درته ويل کيږي ډير بې پښتو کار دى وکړ ‏
خو دا درته  نه ويل کيږي  چې دپښتو له ژبې پرته دې دا کار وکړ ‏

آیا ملتپالنه تعصب دی؟

‏ نبي اکرم (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ ‏مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (ابوداود). ژباړه: هغه ‏څوک له مونږ څخه ندي چې خلک قوميت (قبیله، ژبه، سمت، رنګ‎…‎‏ ) ته ‏رابولي او هغه څوک له مونږ څخه نه دي چې په دغه منظور جګړه کوي او هغه ‏څوک له مونږ څخه ندي چې په همدې مفکوره مړ شي.‏

دا حديث سم دى  خبره پرې نه کيږي،  خو ځينې خلک پرې نه پوهيږي ، که چير ته ستا قوم د يوبل قوم سره جگړه ،اختلاف يا د حق غوښتنې پر ‏سره لانجه شي او ته ښه پوهيږي  دا زما قوم  سل پر سلو کې پر ناحقه دى  ‏او بيا هم د خپل قوم پلوي کوي ، ورته جگړه کوې دا کار ناروا دى.
د خپل  قوم  داسې حق چې ته پرې پوهيږي چې  سل پر سلو کې زما قوم ‏پر حقه دى  نو دې ته تعصب نه وايي  دا د خپل حق غوښتنه ده او دا لازمي ‏او واجب ده ‏

فضل قادر انډيوال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب