قید څه ته وایي؟

قید هغه كليمه ده چې فعل يا صفت يا بل قيد په مكان ، زمان ، حالت ، او يا اندازه قيدوي او له فعل سره يو ځاى كيږي ، په يوه حالت يې اړ باسي د بيلګې په توګه په دې جمله كې (زلمى راغى) هيڅ قيد نشته اوكه ووايو چې ( زلمي په خندا راغله ) نو دلته يو بل شى هم پيداشول چې د راتلو فعل يېورپورې وتاړه ( مقيد كړ ) او هغه د خندا حالت دي .

زمان قيود : چې يو فعل ته د زماني او وخت قيد وركوي لكه :
پرون ولاړم اوس راغلم، هر كله راشې، نېكمرغه اوسې، زه تل كارته له وخت سره سم ځم

د وضعيت او حالت قيود: لكه : ژر ژر راځه ، په منډه منډه( چټك ) ځه، ولې ورو ورو ځې ؟

يو صفت هم دبل صفت لپاره د قيد دنده تر سره كوي لكه : زلمى ډير تږى دى. جانان لږ ناروغ دى ، مېرويس ښې خوږې خبرې كوي

قيد هغه وخت هم استعمالېږی کله چې موږ یو شی اضافه کوو لکه: بيل له دې نه چې چاته خبرورکړم دلته راغړم.

دشك قيود : لكه گوندې ( ښايي ، كېداى شي ) راشى ، ښايي سبا ته ولاړ شم

د وضعيت او حالت قيود: لكه : ژر ژر راځه ، په منډه منډه( چټك ) ځه، ولې ورو ورو ځې ؟

معين قيد : د باور درجی اویا احساس یا دطریقی په مورد بحث کوي.

د ځاى او مكان قيود : لكه دلته كېنه ، پاس وخيژئ، ښكته راشه، نژدې راشه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب