كار او وخت تنظيم ته اړتيا!

په نړۍ كې زيا تره كوچنيان له خپلو لويانو اوري چې وخت مه ضايع كوه!،لويان خپلو كوچنيانو ته ورښيي چې وخت مه ضايع كوه! ښوونكي خپل زده كوونكي ته همدا درس وركوي وخت مه  ضايع كوه ! پدې كې هيڅ شك نشته چې وخت يو ستر قيمتي نعمت او پانګه ده، مګر د ضايع كيدو لاملونه يې كوم دي؟څنګه كولاى شو له وخت څخه سمه ګټه واخلو؟كومې لارې چارې دي چې مونږ سره مرسته كوي ترڅو وخت مو نه وي ضايع كړى؟ د وخت سم استعمال څنګه كيداى شي؟

د وخت له غوره استعمال څخه مو دا هم مراد ندى چې هر وخت او هره  لحظه دې پر كار بوخت يو، او يا دې د كار پسې تل منډې وهو. داسى كوونكى نه وخت سم لګوي او نه پوره ګټه ترې اخيستلاى شي، د وخت سم لګښت دادى چې وخت په كارونو وويشو،د هركار لپاره ځانګړى وخت وټاكو،او بيا په ازادانه فكر سره كوښښ وكړو چې هر كار پر خپل وخت تر سره كړو.

لیکنه: زاهدالله مصلح

وخت د كار پر بنسټ !

هغه خلك چې خپل وخت په كارونو ويشي ،اګر كه هر وخت بوخت هم نه وي مګر خپل كار په صحيح وخت او صحيح لارې تر سره كوي، هغوى ارام هم كوي، تفريح هم كوي او كار هم كوي. د كار له مخې وخت په درې ډوله دى:

الف:  يو هغه كار دى چې ورڅخه پرته اوسېدل امكان  نلري، د بيلګې په توګه روزي پيداكول ،خوراك او څښاك،لمبل،وينځل ،خوب او داسى نور.

ب :دويم هغه كار دى چې دټولنې دخدمت اويا دين لپاره سرته سيږي، دبيلګى په توګه لمونځ،روژه،دخلكو خدمت اونور.

ج : اودريم هغه كار دى چې مونږ يې د تفريح لپاره او يا په خپل ذوق

سره سرته رسوو، ښكار يا شطرنج كول، اصلاحي فلم ليدل،د كور سامان برابرول،ګرځېدل اونور.

مونږ اساسا بايد خپل ډير وخت د ژوند پر جوړولو تير كړو، او بايد د

اړتياوو او وجايبو تر سره كولو ته لومړيتوب وركړو.

وخت هله ضايع كيږي چې مونږيې نه پر خپلو اړتياوو او وجاييو ولګوو،نه يې د ټولنې لپاره ولګوو او نه يې هم پر تفريحي او ذوقي كارونو.

لټان خلك !

زما د هغه خلكو په حال ډير افسوس راځي چې هيڅ كوم ګټور كار نكوي، ورځ هم په خوب تيروي او شپه هم پر خوب په سر اخلي.او بيا هر وخت دا شكايت هم كوي چې اى كاش دا وخت نه وى تير شوى، پدى ډول به وخت  څنګه ښه تير شي چې نه اخبار لولي،نه كومه ټولنه كې كيني،نه عبادت كوي،نه د خير كوم عام كار كوي او نه د خپل اولاد اصلاح كوي،او دومره هم نه محسوسوي چې دوخت له دريابه دا راوتلې څپه بيا نه راګرځي.

هو؛دا خلك كله كله دا هم وايي چې وروره!نن سبا هيڅ كوم كار نشته!  د وخت د تيريدو خو لا هيڅ نوم هم نه اخلي. هغه ته لا دا پته هم نه وي چې كار په خپله را ويستل كيږي او دوخت له هرې لحظې كار اخيستل كيداى شي. زمونږ شتمن او غريب،لوى او كوچنى،پوه اونا پوه، هريو هرومرود ‌ژوند لپاره يو مقصدلري اود ژوندانه غوښتنې يې ورپورې تړلې وي. څوك  غواړي چې مسول شي، اديب، ډاكټر، انجينير،او يا سوداګرشي او څوك بيا غواړي چې كارخانې ولري، لنډه دا چې زمونږ هر يوغواړي چې په يو كار نه په يو كار كې دې بوخت وي. او پدې ډول د غوښتنو او موخو تر منځ يوه جګړه وي. نو د پورته مقا صدو د لاسته راوړلو لپاره اړينه ده چې د كارويشلو سره سره وخت هم وويشو.

د وخت ويش !

دوخت دويشلو لپا ره بايد لاندې ټكي په نظر كې ونيول شي:

1_د كار تر مخه ارام خورا ضروري دى، دا ارام د پنځه دقيقو لپاره ولې نه وي، پدى ډول هيڅ كار هم ستونزمن نه بريښي، ارام او يا خوب پوره كول د صحت لپاره ډير ضروري دى .

2_پنځه يا اوه ساعته خوب كول لازمي دي، پدې سره بايد ځانونه پر سهار وختى پاڅېدو روږدي كړو، د سهار وخت د تازګۍ وخت وي، تر ارام وروسته دماغ هم تروتازه وي او وجود هم سپك وي،نو ځكه خو پدې وخت كې كار ښه تر سره كيږي. خو تر ستړيا وروسته نه كار سم تر سره كيږي، نه وجود په كار ټينګ پاتې كيږي، نه زړه ته ډاډ حاصليږي او نه خوښي.

3_ دكار ويش اړين دى، ترټولو ړومبى بايد د كار ستونزمنه برخه او ستونزمن كار سرته ورسوو.ځكه چې تازه دماغ ستونزمن كار په اسانۍ سره سرته رسولاى شي،او اسان كار خو وروسته هم كيداى شي.

4_د كار ښه ترتيب هم ضروري دى، په كار كې ترتيب،سليقه او طريقه هم ډيره ضروري ده، دا خبرې كار اسانوي، د كار د پيل تر مخه بايد كار ته اړين ترتيبات ونيول شي،تر څو په كار كې سختي او بى ځايه پريشاني رامنځته نشي. د هر شي ايښودل په خپل ټاكل شوي ځاى د اسانتيا با عث ګرځي او وخت هم زېرمه  كيږي.

5_په يو وخت كې بايد يو كار تر سره كړو،  په يو وخت كې د څو

كارونو د پيل كيدو په پايله كې يو كار هم ښه نه پاييږي بلكه  ريشاني لا پسې زياتيږي.كه ته څومره بوخت ولې نه يې په يو وخت كې يو كار سر ته رسوه.

6_له  محاسبې سره بايد عادت شو، كوښښ وكړه چې د ورځنيو يا داشتونو يوه كتابچه ولرې،ترڅو د هر كار لپاره پكې وخت ځانګړى كړې او ويې ګورې چې په ټاكلي وخت دې پاى ته رسولى او كه نه،كه دې پاى ته نه ړ رسولى ،نو غوره داده چې د ورځنيو يادداشتونو له كتابچې سره سم يې پاى ته ورسوې. په محاسبې سره انسان د وخت پابند او تيز اموخته كيږي.

7_د مسړليت احساس بايد ولرو، د خپل پيل شوي كار په اړه بايد داسې احساس او انګيرنه ولرې چې هرو مرو به يې په ښه ډول پاى ته رسوم،ځكه چې دا په انسان كې د مسړليت احساس او دكار د ښه سرته رسولو شوق را ژوندى كوي.كه چېرې د مسړليت احساس نه وي، نو نه كار په ښه ډول كيداى شي او نه هم كوونكي ته ډاډ حاصليږي. بلكه ډيرى وخت به لاسونه مروړې او افسوس به كوې.

لیکنه: زاهدالله مصلح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب