كامياب خطيب څوك دى؟

خطابت د بې شماره خلكو سره د مخامخ كيدو او د هغو د اغيزمن كولو فن دى، د جمعې خطبه يو له غوره دعوتي وسايلو څخه ده او كه په سمه توګه ادا كړل شي نو خورا زيات اغيز لري.

دا چې د بريالي خطيب صفات څه دي، په لاندې توګه ورته اشاره كوو.
1_ خطيب بايد دا درك كړي چې يو ستر ديني رسالت ادا كوي، د دې ترڅنګ يې بايد نيت يوازې د الله تعالى د الله تعالى رضا لاس ته راوړل وي، نن لويه ستونزه دا ده چې خطابت د اكثره خلكو له نظره يوازې يوه وظيفه ګرځيدلې، له همدې كبله يې ډيره فائده له منځه تللې .

2_ خطابت يو فن دى، نو له همدې كبله بايد خطيب پوره عالم وي او د دين او مسلمانانو د اوسني حالت په هكله هر اړخيزه او كره معلومات ولري.

3_ خلك د خطيب اعمالو او چلند ته ډير په دقيقه توګه ګوري، نو له همدې كبله بايد د خطيب اعمال د اقوالو سره برابر وي، شرعي احكامو ته په عامه توګه پابندي او د اقوالو سره په اعمالو كې برابري هغه څه دي چې د خطيب خبرو ته د خلكو په زړزنو كې قبولتيا وربښي.

4_ د حق په ويلو كې بايد خطيب د حكمت له كارولو سره سره پوره جراتمن وي، د حق په ويلو كې شجاعت يو اساسي صفت دى چې خطيب  بايد پرې پوښلى وي.

your ads

5_ د خپلو اوريدونكو سره بايد ژور تړاو ولري، په داسې توګه بايد خبرې وكړي چې د اوريدونكو سره يې مينه لا زياته شي، د مريضانو يې بايد عيادت وكړي، د غائب يې پوښتنه وكړي، د ستونزو په حل كولو كې بايد ورسره برخه واخلي او په څنګ كې يې ودريږي. پدې توګه خلك  ښه پرې راټوليږي .د دې سره سره بايد د خلكو له جيبونو څخه بې پروا وي. لكه څنګه چې په حديث كې راځي ” په دنيا كې زاهد اوسه الله تعالى به دې خوښوي او د خلكو له لاسونو نه بې پروا اوسه خلك به دې خوښوي” رواه ابن ماجه.

6_ څه شي ته چې خلك رابلي نو بايد تر ټولو د مخه پخپله پرې پوره قناعت ولري. په هغه څه چې انسان پوره قناعت ولري نو په ډيره اّسانۍ سره ترې دفاع كولاى شي

7_ د خطبې لپاره بايد داسې موضوعات غوره كړي چې په واقعي توګه د خلكو د ژوند سره تړلې وي، ټولنيزې مختلفې ستونزې بايد وڅيړي او د حل لارې ورته راوباسي، هغه څه چې د خلكو په ژوند كې هيڅ اغيز نلري له داسې مسايلو نه ډډه وشي. ډيره ښه خبره به دا وي چې د سيمې خطيبان په ګډه سره مشخص موضوعات غوره كړي او ټول په ګډه سره د ناروغيانو درملنه وكړي چې پدې توګه به يې پايله ديره ښه وي .

8_ خطيب بايد فصيحه ژبه ولري او په ښه توګه موضوع وړاندې كړي. كله غږ جګ او كله نرم كړي، په يوه انداز سره به موضوع نه وړاندې كوي ترڅو اوريدونكي خسته نه شي.

9_ د خپلې ظاهرې بڼې او جامو پوره خيال وساتي.

10_ له ښه تياري او له دې ټولو ذكر شوو شيانو سره سره بايد ځان الله تعالى ته وسپاري او كمك ترې وغواړي.  لكه همدا ډول چې موسى عليه السلام وكړل:

( ربِّ اشرح لي صدري* ويسرلي ډمري* واحلل عقدۍ من لساني* يفقهوا قولي)
” زماربه! زما سينه پراخه كړه، او كار مې راته اسانه كړه، او زما د ژبې غوټه وسپړه، ترڅو زما په خبره پوه شي “.
مصرى دعوتګر استاد علي زياتوي:

محترمه وروره ـ په دې پوه شه چې بريالى او موثر خطيب هغه دى چې د خپل ملت له احوالو نه خبر وي. كامياب خطيب په خلكو كې محبوب وي، له خلكو سره مينه ناك او خلك له ده سره مينه ناك وي، له خلكو څخه نه په ډډه كيږي بلكې د هر يوه پوښتنه كوي، په مجلسونوكې يې برخه اخلي، په خوشحاليو يې خوشحاله كيږي او په غم يې غمجن كيږي.
د كامياب خطيب مجلس ته مكرم او نيك خلك راځي، مجلس يې په ذكر او فكر ابادوي، له همدې كبله په دغه ځاى او دغه وخت كې پرې له اسمان نه بركات را اوريږي.

كامياب خطيب د خلكو په زړونو كې منزلت او ځاى لري ځكه د خير يو عنصر وي.
بريالى خطيب د خپل امت دردونه او هيلې درك كوي، دردونه ترې سپكوي، په زخمونو يې پټۍ لګوي او هيلې يې پوره كوي تر څو پرمختګ وكړي.
كامياب خطيب د امانت عظمت او د مسړليت قدر درك كوي.
كامياب خطيب د لوړ همت، د نه ماتيدونكي عزم، د مطمئن نفس او د زړه راښكونكي فعاليت څښتن وي.

كامياب خطيب د خير او وركړې سرچينه وي ځكه دى خوښوي چې پخپله خوښه وركړه وكړي، په خلكو شفقت د ده يوه نښه او صفت وي، منكر ويني پرې نه چپ كيږي، بلكې په خپل خطابي روزنيز او اغيزمن قالب كې يې برابروي، ويده راپاڅوي او د تږي تنده ماتوي، وارخطا دلاسا كوي او ړانده د حق لارو ميدانونو ته راكاږي .
كامياب خطيب ښه ته ښه او بد ته بد وايي، د نيك كار په ليدلو سره په عام محضر كې د كوونكي ستاينه كوي تر څو نور خلك وهڅوي او نيكي كوونكى پخپله نيكۍ كې لا زيادت وكړي.

كامياب خطيب له پيښو نه نه اغيزمن كيږي، بلكې دى پرې اغيز كوي او روښانه لورته يې بيايي. د غوصې په مقابل كې يې نور هم عزم قوي كيږي خو نرميږي نه، په ظلم سره عفوه او عزت نور هم زياتيږي.

كامياب خطيب د يوې پيښې نه درسونه وړاندې كوي تر څو د خلكو روزنه پرې وكړي، په كامياب خطيب باندې هيڅ يوه پيښه نه تيريږي مګر دا چې دى پرې د خلكو روزنه كوي، يا پرې بليغ وعظ كوي، او يا يې د اّخرت سره تړي تر څو ترې خلك پند واخلي.

موثر او كامياب خطيب چې كله موضوع برابره كړي له خپل ځان نه پوښتنه كوي په دې موضوع كې چې زه يې وړاندې كوم زما غرض او غايه څه شى دي د دې په خپرولو كې بايد كومه وسيله په كار واچوم؟

په بله معنى د ځان نه پوښتنه كوي ايا زه د يوه نوي فكر د درملنې اراده لرم؟
كامياب خطيب په لومړني صف كې جنګيږي، له خپل امت نه په روح سره دفاع كوي، ځكه هڅه كوي چې اسلامي عقائد د تحريف نه وساتي.
بريالى خطيب اسلام په هر اړخيزه توګه پيژني، عبادات، اداب، معاملات، عقائد، اخلاق او تشريعات دې ټولو كې بشپړ معلومات لري .

موثر او كامياب خطيب اخلاص خپله سوارلۍ ګرځوي، په دې سره په  خپله لار او خپل هدف ته ځي.

كامياب خطيب د داسې خوږو الفاظو څښتن وي چې د خلكو زړونه راماتوي، د مسجد سره يې داسې تړي لكه مرغه چې له خپلې ځالې او بچيانو سره تړلى وي .
وروره! دا هغه شيان دي چې د بريالي خطيب قيمت او ارزښتيا په ګوته كوي خو دا په هغه صورت كې چې خطيب پوره ځان چمتو كړي
موفق اوسي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

له ملي اصلاح اونيزې څخه په مننې سره

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب