كوم اسلام غواړو؟ (قرضاوي)

دوى ګومان كوي چې اسلام د مكان، زمان او مذاهبو له مخې ډير ډولونه لري؛ آسيايي اسلام، افريقايي اسلام، عربي اسلام، تركي اسلام، هندي اسلام، اموي اسلام، عباسي اسلام، عثماني اسلام، صوفي اسلام، سلفي اسلام، سني اسلام، شيعه اسلام…

جغرافيائي مسلمانان

په اسلامي او عربي هيوادونو كې د مسلمانو دعوتګرو او سيكولر ډلو تر منځ لويه شخړه روانه ده چې له بده مرغه دا د هغو نيواكګرو او ښكيلاكګرو د يرغل پايله ده چې ډير كلونه يې د مسلمانانو په ځمكه واك موندلی وو. هغوی ډيرې هڅې وكړي تر څو د دې امت اصلي هويت او ځانګړتيا له بيخه راوباسي، خپل وارداتي او راوړي رواجونه، آداب، پرګرامونه، نقشې او عقايد په موږ په زور وتپي. خو كله چې د ښكيلاك كرغيړن سيوری زموږ له سره اوچت شو، او زموږ له هيوادونو ولاړل، نو موږ ته يې داسي واكمن پريښودل، چې د ښكيلاك په ټاكلې لار روان ؤ، د هغوی لاره يې وهله، دوی بيا د مسلمانانو له زامنو داسي شاګردان وروزل چې يوازې په ميراثي توګه مسلمانان ؤ، چې موږ ورته جغرافيائي مسلمانان وايو. دوی په اسلامي هيوادونو كې زيږيدلي او لوی شوي، خو اسلامي فكر او عقيده نه لري؛ غواړي مسلمانان پاتې وي خو له اسلام پرته ژوند وكړي؛ كه له اسلامه څه ورسره وي، نو يوازې د فرد تر شخصي مسايلو پورې به تړلي وي. يعنې دوی غواړي اسلام يواځې د انسان او پروردګار تر منځ په شخصي تړاو بدل كړي. د سينې له قفسې تيری ونه كړي، كه د سينې له قفسې راووځي بيا د جومات په ديوالونو كې ايسار شي؛ (له بده مرغه) د جومات آزادي هم نه مني تر څو پكښې د حق آواز اوچت شي، دوی خو يوازې تر كنترول او څارنې لاندې جوماتونو او ممبرونو ته د فعاليت اجازه وركوي، دوی هغه اسلام غواړي چې آزادي ونه لري، هرڅه بايد د واكمن نظام په خوښه ترسره شي، هر ډول چې دوی وغواړي هسي ورته چوكات جوړ شي. دا هغه واكمن دي چې د استعماري تړونونو تر سيوري لاندې را لوی شوي او په همدې فكر روزل شوي.

كوم اسلام!

له همدې امله په هغو مسلمانو بلونكو چې كامل او جامع اسلام ته بلنه كوي نيوكې كوي، او د لارې خنډ يې ګرځي.
پخوا به دوى په ښكاره په اسلام نيوكې او حملې كولې، او ویل به يې: هغه اسلام نه غواړو چې موږ وتړي، په خپلو ويناوو
به يې فخر كاوه، هيڅ شرم او ويره يې نه درلوده، ډير په لوړ آواز به يې ويل: موږ غواړو گام په ګام په لويديځ پسې حركت وكړو، د لويد يځ د تمدن خواږه او ترخه، ښه او بد…. هر څه ومنو، تر ډيره وخته د دوی همدا شعار ؤ. خو اوس مهال چې كله دوى د اسلامي بنسټ پال يون په وړاندې، ددې سرتيري لښكر په وړاندې، چې بنـسټ يې په ټولو اسلامي هيوادو كې په ځوانو مسلمانو هلكانو او مسلمانو نجونو او اسلامي اصيل فرهنگ ولاړ دى، ماته خوړلې، نو اوس بيا نه وايي چې موږ اسلام نه منو، اوس يې ځانونه د خپلو بې بنسټه او دروغو غوښتنو او پلمو تر شا پټ كړي او وايي: تاسو موږ اسلام ته رابولئ، خو دا كوم اسلام دی؟ اسلام خو ډير ډولونه لري. دوى دا ويناوې له خپلو يهودي او مستشرقو ښوونكو اوريدلې، هغه خلك چې گمان كوي مسلمانان په يوه فكر راټول ندي، فكر كوي اسلام ډير ډولونه لري، اسلام د مكان، زمان او مذاهبو له مخې ډير ډولونه لري؛ آسيايي اسلام، افريقايي اسلام، عربي اسلام، تركي اسلام، هندي، اموي اسلام، عباسي اسلام، عثماني اسلام، صوفي اسلام، سلفي اسلام، سني اسلام، شيعه اسلام…دوى دا راز ويناوې له خپلو يهودي او مستشرقو استاذانو، ليډرانو، څيړونكو او پلان جوړوونكو څخه اوريدلې. دوي وايي موږ كوم اسلام ته رابولئ؟
د دوى يوه وياند د سيكولر ډلو په نمايندګئ د قاهرې په كانفرنس كې وويل: موږ كوم اسلام ته رابولئ؟ د سودان اسلام، د ايران اسلام او كه د پاكستان اسلام ته؟
كله كله خو بيا اسلام خلكو ته منصوبوي او وايي: د نميري اسلام، د خميني اسلام، د ضيا الحق اسلام، د روحانيونو اسلام، د نظاميانو اسلام او د پاچاهانو اسلام.
خو زموږ ځواب دا دی: هغه اسلام چې موږ ورته بلنه كوو، په كوم ښار، هيواد، لاره، توكم، زمان او مذهب پورې تړلی ندی، زموږ اسلام همغه د قرآن او سنتو اسلام دی، همغه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم اسلام.
كه څوك غواړي زموږ هغه اسلام چې موږ ورته بلنه كوو وپيژني نو قرآن د پرانيزي، صحيحو سنتو او صحيح كتابونو ته د مراجعه وكړي، تر څو پوه شي چې موږ څه ته بلنه كوؤ؟
دوی غواړي په موږ د دوی د خوښې اسلام وتپي، تر څو د پردې تر شا ورته د تخريب او تور لګولو لاره ومومي، د دې كسانو څخه يوه کس وويل: آياغوړﺉ موږ د پاچاهۍ هغې دورې ته وروګرځوئ چي ويل به يې: (هرڅوك چې راته ووائي له خدايه ويره وكړه! ورميږ به يې پرې كړم.) آيا غواړﺉ موږ داسې او هسې دورې ته وروګرځوئ……؟
دوى په تاريخي بې لاريو او سرغړونو پسې ګرځي، غوا ړي اسلام نيمګړی وښيي.

دا منې خو هغه نه!

دا څومره د تعجب ځای دی؟ ولي اسلام د حجاج بن يو سف ثقفي او د هغو په شان نورو بې لارې او ظالمو واكمنو په نيمګړتياؤ تورن كوي؟ د تعجب ځای دادی: كله چې دوى ته د حضرت ابوبكرصديق، عمربن خطاب، عثمان،على، عمر بن عبدالعزيز… (د حكومتونو او عدالت) خبره كوو نو وائي: هغه وختونه بيا راتلای نشي. دوی د خلكو بې لارۍ او سرغړوني په اسلام ورتپي،خو داسلام حقانيت او ا ستقامت نه مني، دا څه ډول منطق دی؟
دوی د هغې دورې يادونه كوي،خو دا دورې نه يادوي: موږ د هغه امير دورې ته ورګرځيدل غواړو چې كله به هغه ته وويل شول، له خدايه ويره وكړه! داسي ځواب به يي وركړ: (كه همدا خبره ونه كړئ نو په تاسو كې خير او بركت نشته، او كه دا ډول خبرې زموږ غوږونو ته ونه رسيږ ي، په موږ كې هيڅ خير او بركت نشته.) او هغه حضرت عمر رضى الله عنه ؤ.
ولې نه وايي: موږ د هغه امير دورې ته وركرځيدل غواړو چې ويل به يې: ( تر څو مې ستاسو په منځ كې د الله تعالى اطاعت كاوه، زما اطاعت وكړئ،او كله چې د ګناه او معصيت په لاره روان شوم، بيا زما اطاعت په تاسو واجب ندى…. كه مې ښه عمل كاوه زما مرسته وكړئ او كه مې ګناه وكړه نو سمې لارې ته مې را وګرځوئ) او دا حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه ؤ.
يوه بل امير به ويل: له تاسو څخه چې هر يوه زما (له سمې لارې ) كوږوالئ وليد نو ما دې راسم كړي. چې دا د عمر رضى الله عنه وينا وه. او كله چې په ځواب كې ورته وويل شول: كه مو په تاسو كې له سمې لارې كوږوالی وليدلو نو د تورو په تيغ به دې را سم كړو. نوهغه ويل :(د الله تعالى شكر ادا كوم چې د عمر په رعيت كې داسې كسان هم شته چې د عمر كوږوالی د تورې په تيغ راسموي ).
دوى ولې هغه اسلام غواړي چې د دوى د غوښتنې او مزاج دروازه جوړه شي؟


دوكتور يوسف قرضاوي د اسلامي نړى وتلى عالم دى چې د دين په بيلابيلو برخو كې يې په لسګونو ګټور تاليفات كړي دي چې د نړى په ډيرو ژونديو ژبو ژباړل شوي او د ځوانانو او دعوتګرو له بيساري هركلي سره مخ شوي دي. (حفظه الله)

محمد شفيق صادق

لیکنه: یوسف قرضاوی
ژباړه: محمد شفیق صادق (جاوید)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب