لس شيان چې له مونږه ضايع کېږي!

  1. زموږ پوهه او علم: له هغه نه د ګټی نه اخیستلو په وجه باندې ضایع کوو.

  2. زموږ اعمال: د غیر مخلصانه کارونه په کولو سره یی ضایع کوو.

  3. زموږ شتمنی: په هغه شیانو ضایع کوو چی زموږ لپاره اجر (د آخرت لپاره ګټه) نلری. موږ خپلی پیسې، موقف او واک پر هغو شیانو ضایع کوو چی نه په دی دنیا او نه په آخرت کی موږ ته ګته رسوی.

  4. زموږ زړونه: د الله د محبت په نشتوالی ، د هغه په لور د تلوسې په نه درلودلو او د هوساینې او د آرامی په نشتوالې یي ضایع کوو. او د دی ټولو پر ځای باندی زموږ په زړونو کی نورو بیځایه شیانو یا خلکو ځای نیولي.

  5. زموږ وجود: د الله د عبادت او د هغه په لاره کی د خدمت په نه کولو سره ضایع کوو.

  6. شیانو/خلکو پسی روانه ده او بیشکه چی موږ هغه ضایع کوو.

  7. زموږ وخت: ددی لپاره ضایع کیږی چی سمه ګټه تری نه اخلو، ددی لپاره چی پخوانۍ دوره مو جبران کړي وی نو باید صحیح او اخلاقی کارونه سرته ورسوو.

  8. زموږ عقل او فکر: پر هغه شیانو باندی ضایع کوو چی قطعاً فایده نلري تفکر، غور او فکر ته ګټه نه لری، ټولني او خلکو ته تاوان رسوي.

  9. زموږ خدمت او چوپړ: د هغه شي یا سړی لپاره ضایع کوو چی هغه موږ الله ته نه نږدی کوي او نه هم په دنیا کی موږ ته ګټه رسوي.

  10. زموږ ذکر او ياد: په دې ضایع کیږی چی هیڅ کله د الله د په یاد کی نه کیږی او یا هم زموږ په زړه باندی هیڅ اخیزه نه کوی.

د امام ابن قيم الجوزي له پندونو څخه
د نثار احمد اسلام مل ژباړه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب