لس مهم کارونه، چې همدا نن يې بايد ترسره کړئ

انسانان تل د خپل ژوند د ښه والي له پاره د یوې لارې چارې په لټه کې دي او د دې له پاره هغه کارونه باید ترسره کړي، ترڅو حالت یې ورځې تر بلې ښه شي، نو له همدا نن څخه یې پیل کړئ او بلې ورځې ته یې مه پرېږدئ، ښایي نور فرصت ونه لرئ، د دې لیکنې په دوام له لسو مهمو کارونو څخه یادونه شوې ده، چې باید همدا نن یې ترسره کړئ، لاس په کار شئ.

په دې لیکنه کې له لسو تګلارو څخه یادونه شوې ده، چې څنګه په خپل ژوند کې ډېر کم پښېمانه شئ، دا هماغه کارونه دي، چې باید همدا نن یې ترسره کړئ.

۱ ـــ خپل وخت په هغه کار باندې ولګوئ، کوم چې د ترسره کېدو هیله یې لرئ، نه هغه کار، چې ترسره کولو ته یې اړ یاستئ.

۲ ـــ په خپل ځان باندې باور وکړئ او دغه راز په خپلو دنننیو احساساتو باندې اعتماد وکړئ.

۳ ـــ له تردید او زړه نا زړه توب څخه لاس واخلئ او چټک اقدامونه ترسره کړئ.

۴ ـــ خپلو تېروتنو او ستونزو ته وخاندئ.

۵ ـــ تل د خپل زړه دننني غږ ته غوږ ونیسئ.

۶ ـــ ډېر سفر وکړئ، ترڅو نړۍ په غوره بڼه ووینئ.

۷ ـــ د خپلې شاوخوا رښتینې نړۍ په نسبت ډېر معلومات ولرئ.

۸ ـــ له ماتې څخه د وېرې پرځای په خطر لاس پورې کړئ.

۹ ـــ له نورو سره ځان مه پرتله کوئ.

۱۰ ـــ خپله مینه او لېوالتیا هغو کسانو ته ښکاره کړئ، کوم چې پرې مین یاستئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب