لمر ختل او لویدل او دځمکې لنډول| قرآن علمي اعجاز

د لمرختو او لویدو بیلابیل ځایونه

قسم په  خدای دمشرقونو اومغربونو چې موږ قادریو. (المعارج  ۴۰).

دمشرق یا ختیز اوهم لویدیز لپاره دجمعې صیغې کارول داڅرګندوی چې لمر یواځې له یوه ځای نه نه راخیژی اونه هم په یوه ټکی کی لویږی اودالله قسم په دی م وضوع دهغه اهمیت باندې ټینګار کوی.

ځمکه په خپل ځان  ۲۷-۳۰ درجه زاویی باندی راڅرخی. ددې زاوی له کبله اودځمکې دشکل دګرد والی له کبله دلمروړانګې تل په یوه زاویه پرځمکه نه لویږی ، بنا پردې کله چې څوک داستوا له کرښې نه لری واوسی کولای شی ووینی چې دکال په اوږدو کې دلمر ختل اولویدل په بیلابیلو ټکو کې واقع کیږی.
څوک چې داستواد کرښې پر سروی تل دلمر ختل اولویدل په یوه ځای دلویدیز اوختیز کې وینی. اوڅرنګه چې عربستان داستوا کرښې ته نږدی دی په بیلابیلو ټکو کې دلمرلویدل دلیدو وړنه دی اوداسی ښکاری چې لمر له همغې یوې نقطې راخېژی اوپه یوه نقطه کې لویږی. خو ددې موضوع حقیقت قرآن څرګند کړی. (والله اعلم).

د پای له ټکو نه دځمکې لنډول

آیا ویی نه لیدل چې موږدځمکې عزم کوو اودهغه له شاوخوانه یی رالنډوو. (الرعد ۴۱).
ځمکه دالفا، دذرو له لارې چې له لمر نه پروتون اوالکترونونه راځی تر یرغل لاندې نیول کیږی، دغه لمریز بادونه ډیرځواکمن وی اوکولای شی چې دځمکی اتوم وسفیر دځمکې له کرې نه جلاکړی خودځمکې  مقناطیسی ساحه یی  نه پریږدی چې ځمکې ته زیان ورسیږی. دغه راز یادشوی آیت کولای شی په قطبونو کې دځمکې نقصان ته اشاره وی . په اوس وخت کی دځمکې دقطبونو دکنګلونو د تدریجی ویلې کیدو له کبله دسمندرونو د اوبوکچه مخ په لوړیدو ده . چې دغه داوبو زیاتیدنه به کرارکرار دځمکې وچه راکمه کړی. د (ننقصها من اطرافها) جمله ممکنه ده په سویل اوشمال کې دځمکې دساحلونو دنیولو په ماناوی.

نیویارک تایمز داسې رپوټ ورکوی: 
” په وروستی پیړۍ کې دځمکې تودوخه دفارنهایت یوه درجه لوړه شوی اودقطبی کنګلونه دویلی کیدو چټکتیا ډیره شوې. دګاوارد دفضای انستیتیوت پوهان چې دامریکا دخلایی چارودموسسی  NASA  ناسا پورې اړوند دی لاسته راغلی رقمونه په ۱۹۵۰، ۱۹۶۰ و ۱۹۹۰ کلونو کې سره پرتله کړی چې پایلې یی دا جوتوی چې دقطبی کنګلونو پریړوالی پنځه څلويښت په سلوکې کوچنی شوی.
دغه راز په مصنوعی اقماروکې اخستل شوی تصویرونه داڅرګندوی چې دځمکې دقطبونو کنګلونه په دې وروستیو کلونو کې ډیر لږ شوی دغه موندنې کیدای شی دغه آیتونه تفسیر کړی.
شړیدل یا نقصان دځمکې په شاوخوا اویا دځمکې په وروستۍ برخه کې چې په قرآن کې یادشوی ممکنه ده یوې بلی علمی پېښې ته هم اشاره کړې وی.
دغه حقیقت چې ځمکه دخپل محور په شاوخوا راڅرخی اوبڼه یی بشپړه کروی نه ده بلکې په دواړو قطبونو کې یوڅه کېکاګل شوی ده (شکل Geoid).

څېړنو ښوولی چې دځمکې قطر داستوا دلیکې په دوام کې په خپل محور دڅرخیدو دقوی له کبله مخ په زیاتیدودی اوله محور سره یی موازی قطر په دوو انجامونو یا دوو قطبونو کې مخ په کمیدو دی . اوځکه چې ځمکه تل په خپل محور راڅرخی دغه بدلونونه به لاهم پېښېږی. د ننقصها کلمه هم نااستمرارى حالت لری اوپه دواړوانجامونو کې دوامداره کمښت جوتوی.
دآسمانی اجرامو مدورشکلونه په هغو کې دثقل دقوی داغېزې له کبله  مینځته راغلی. په داسې حال کې چې کروی شکل مطلق نه وی بلکې په قطبونو کې یوڅه هوار اوداستواپه محیط کې وتلی وی. دناسا  NASA دشمېرنو له مخې افقی  قطر  يا داستوا دسطح قطر ۶۳۷۸۰۱ کيلومتره اومحوری  قطر  يا بين القطبى  ۶۳۵۶۰۸ کيلومتر ه ده يعني ۰.۳  فیصده فرق ددواړو په مینځ کې شته. دځمکې دشکل دغه ماډل چې په کال ۱۶۸۷زیږدیز کې دنیوتن له خوا وړاندې شوی، سلګونه کاله مخکې له قرآنه اخیستل کیدای شوای.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب