لنډه کیسه او د جوړښت توکې یې

لنډه کیسه یا (short story) کومه چې غرب کې د لومړې ځل لپاره دود شوه،امریکایې لیکوال ( اډګار الن ) وه چې د لومړي ځل لپاره یې لنډه کیسه په کال ۱۸۴۲م کې ولیکله.

الن ته د لنډو کیسو د پلار لقب هم ورکړل شویو چې ګڼې لنډې کیسې لیکلې او ځانګړې وصول یې هم ورته ورکړل.
الن د لنډې کیسې تعریف داسې کوي : لنډه کیسه هغه نثري داستان دی چې لنډ وي او له نیم ساعت څخه تر دوه ساعتونو پورې ختم شي.

وروسته لنډه کیسه د اردو ادب ته وغزیده، په ۱۹۰۴ ــ۱۹۰۷م کلونو ترمنځ لنډه کیسه د اردو د ادب لیکوال ( پریم چند ) ولیکله.

لومړې د انګریزي ادب څخه په تقلید اردو ادب ته او وروسته د اردو ادب څخه په تقلید دغه سلسله د پښتو ادب ته هم راورسیده.

د شلمې پیړۍ په دوهمه لسیزه کې ( سید راحت زاخیلي ) لومړې لیکوال وو چې په ۱۹۱۷م کال کې د >> کونډې نجلۍ << په نوم لنډه کیسه ولیکله او د وخت په تیریدو بیا لنډو کیسو پرمختګ وکړ او ډیرو لیکوالانو بېلابېلې لنډې کیسې ولیکلې او ښه مینوال یې هم پیداکړل.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره لنډه کیسه (پوهاند عبدالحی حبیبي) په کال ۱۳۱۵هـ کې ولیکله او لومړي لنډه کیسه یې د [طلوع افغان] په اخبار کې هم خپره کړه.

د لنډې کیسې د جوړښت توکي:

۱ پیښه: هره لنډه کیسه به د یوې پیښې څخه بحث کوي ځکه که پیښه نه وي بیا به هیڅ کیسه نه وي.
۲ طرحه (پلاټ) : طرحه د کیسو د پیښو تسلسل دی چې ټوله کیسه به په دغه طرحه باندې ولاړه وي.

۳ پیلامه (شروع) : لیکوال چې وغواړي کیسه ولیکي دا به په هغه پورې اړه لري چې خپله کیسه د کوم ځاې او په څه ډول پیل کړي.

۴ تلوسه : یو ښه لیکوال باید په خپله کیسه کې داسې الفاظ راونغاړي چې لوستونکي ته پکې یوه تلوسه پیدا شي چې له دې وروسته به څه پیښیږي؟؟

۵ کرکټرونه : هغه اشخاص چې په کیسه کې کار کوي د کیسې کرکټران ورته ویلې شو،خو دا کرکټرونه باید اصلي لوبغاړې یا هیرو ولري، چې ټوله پیښه د هغه پورې اړه لري.

۶ مکالمې (خبرې اترې) : خبرې اترې په کیسه کې مهمې دي. د کرکټرونه حالات او د پیښو تداووم ترې څرګندیږي او کیسه مخ پر وړاندې بیايي او د کیسې خوند اضافه کوي.

۷ منظر کشي : منظر کشي په کیسه کې ډیر مهم رول لوبوي، ځکه چې یوه پیښه په یوه ټاکلي ځای او ټاکلې وخت کې رامنځ ته کیږي او لیکوال دی ته اړ دی چې د مکان یا ځای سم انځور وړاندې کړي.

۸ تخیل (خیال) : تخیل نه کیسه کې د پیښو په انځورولو او د کیسې په بیان کې کار اخیستل کیږي.

۹ د کیسې لوړ ټکې : هغه دی چې ستونزې او ربړې د حل پړاو ته رسي او غوټې یو په بل پسې خلاصیږي.

۱۰ د کیسې پای : دا هغه پړاو دی چې دلته باید د لیکوال هغه ټول مقصد،اغیز یا پیغام چې لیکوال یې لوستونکي ته رسول غواړي،بشپړ شي او بیا لوستونکي پخپله قضاوت وکړي نه دا چې پایله بربنډه وي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب