له بدو کارو د مخنيوي اهميت

له بدو کارونو منع کول يو اړين او ضروري کار دی، همدا راز دا د هر مسلمان مسئوليت دی چي د گناه د مخنيوي هڅه به کوي .

په ځانگړې توگه که گناه په کور کي کېږي، نو د هغې د مخنيوي لپاره خو لا زياتي هڅي کول ضروري دي .

خو متأسفانه په اوسنۍ زمانه کي دغه مسئوليت ته د اکثرو خلگو پاملرنه نشته، دا په داسي حال کي چي دا د هر چا مسئوليت دی .

د گناه د مخنيوي دا مطلب نه دی چي سړی به له سختۍ او جگړې کار اخلي، بلکي بايد داسي لار غوره کړل شي چي د گناه په مخنيوي کي مؤثره ثابتېدی شي .

الله تعالي د مؤمنانو په هکله فرمايلي دي :

your ads

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ  ( التوبة :۷۱ )

ژباړه :  مؤمنان نارينه او مؤمناني ښځي، دا ټول د يوه او بل دوستان دي . په ښو کارونو امر کوي او له بدو کارونو څخه منع کوي، لمونځونه قائموي، زکات ور کوي او د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت کوي . دا هغه کسان دي چي ژر دی چي  الله به پرې رحم وکړي . بېشکه الله پر ټولو برلاسی او د حکمت څښتن دی !!

په دې مبارک آيت کي الله پاک د منافقانو د ناوړو صفاتو تر ذکر کولو وروسته د مؤمنانو ښکلي صفتونه ذکر کړي دي، هغه داسي صفات دي چي د منافقانو د صفاتو برعکس دي .

هغه په دې توگه دي :

۱ : مؤمنان په خپل منځ کي د يوه او بل دوستان دي .

۲ : خلگ په ښو امر کوي او له بدو يې منع کوي .

۳ : د لمانځه پابندي کوي .

۴ : زکات ور کوي .

۵ : د الله پاک او د هغه د پېغمبر تابعداري کوي .

د دغو صفاتو تر ذکر کولو وروسته الله پاک دوی ته زېری ور کړی، چي دا داسي خلگ دي چي ژر دی چي الله پاک به پرې رحم وکړي او  هغه زورور او د حکمت څښتن دی .

له دې آيت څخه معلومه شوه چي د مؤمنانو صفت دا دی چي دوی د  ښو امر کوي او له بدو به مخنيوی کوي .

نو  بايد هر مؤمن دغه صفت په ځان کي راولي .

که ټول مؤمنان دغه کار وکړي، نو ان شاء الله تعالی ډېر ژر به په ټولنه کي د پام وړ  بدلون ووينو او گناهونه به کم شي .

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ ( رواه مسلم ، رياض الصالحين ص : ۸۱ )

له ابوسعيد خُدري – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي ما له رسول الله – صلی الله عليه وسلم- څخه واورېدل چي فرمايل يې : چا چي په تاسو کي د گناه کار وليدی، نو په لاس دي يې منع کړي، که په لاس يې وس نه وي، نو په ژبه دي يې منع کړي، که په ژبه يې د منع کولو طاقت نه وي، نو په زړه کي دغه گناه بده وگڼي او دا ډېر کمزوری ايمان دی !!

له دې حديث څخه هم معلومه شوه چي له بدو منع کول د هر مسلمان مسئوليت دی، څوک چي گناه وويني، نو بايد د مخنيوي هڅه يې وکړي، په کومه طريقه يې چي مخنيوی کولی شي .

په دې ټولو طريقو کي وروستنۍ او د ايمان تر ټولو کمزورې درجه دا ده چي گناه په زړه کي بده وگڼل شي، له دې درجې خو بايد مسلمان پسپاته نه شي . .

نو بايد دغه کار ته اړينه پاملرنه هر څوک وکړي، په ځانگړې توگه علماء او د ديني علومو زده کوونکي ځکه دوی په دې برخه کي د خلگو مشران دي او دوی ته هغه ذمه واري ور تر غاړه ده چي بل څوک يې نه لري .

خو دا کار يوازي د عالمانو مسئوليت نه دی، بلکي هر انسان دغه مسئوليت لري، د کورنۍ مشر بايد د خپلي کورنۍ وگړو ته د ښو بلنه ور کړي او له بدو يې منع کړي، همدا راز خپل څنگلوری، ملگري او ټولو خلگو ته دعوت ور کول پکار دي .

که دغه وظيفه په سمه توگه هر څوک تر سره کړي، نو په ټولنه او نړۍ کٍي به ډېر اغېزناک او د پام وړ تغيير رامنځته شي  او گناهونه به کم شي .

که گناهونه کم شي، نو عذاب به نه راځي او کوم بد حالات چي زموږ د گناهونو په نتيجه کي راباندي راغلي دي، دا به هم ان شاء الله تعالی سم شي .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب