له خواښې سره شهواني اړیکې نکاح ماتوي او که نه؟

پوښتنه:

که یو سړی له خپلې خواښې سره جماع پرته شهواني اړیکې ولري نو آیا په دې سره نکاح له مینځه ځي؟ ځینې علماء خو پدې اند دي چې به دغه سړي باندې خپله ښځه حرامیږي مهرباني وکړئ مونږ ته د قرآن او سنت په رڼا کې ځواب راکړئ.
ځواب: شیخ القرآن مولانا ګوهر الرحمن (رح)

د ښځې د مور یا لور ( چې د بل سړي نه وي ) سره جنسي او شهواني اړیکې ډیر ناوړه او قبیح عمل دی، خو آیا پدې باندې نکاح اغیزمنه کیږي او که نه؟ نو پدې اړ د صحابه (رض) تابعینو، او مجتهدو امامانو ترمینځ هم د نظر اختلاف موجود دی، او دا اختلاف د دلایلو د تنوع نه سرچینه اخلي:

۱ – په صحابه (رض) کې حضرت عمر(رض)، حضرت عمران بن حصین(رض)، عبد الله بن مسعود(رض)، حضرت جابر بن عبدالله(رض)، حضرت ابی بن کعب(رض)، حضرت عائشه(رض) او عبد الله بن عباس ( رض) او په تابعینو کې حسن بصری (رح)، عامر شعبی(رح)، ابراهیم نخعی(رح) ، اوزاعی(رح) ، طاووس(رح)، مجاهد(رح)، عطاء(رح)،  سعید بن مسیب(رح)، سلیمان بن یسار(رح)، سالم(رح)، او په مجتهدو امامانو کې امام ابوحنیفه (رح)، امام احمدبن حنبل(رح) او د امام مالک (رح) یو روایت کې پدې اند دي چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور او مور ورباندې حرامې دي، نکاح یې ماتیږي، ددې دلایل د فقهې په کتابونو کې  شته او علماوو ته معلوم دي.

بل پلو ته په صحابه کې حضرت عبد الله بن عباس (رض ) په خپل بل قول کې ( البته یوقول یې پورته ذکر شو) او په تابعینو کې ابن شهاب ثوري(رح) ابو ثور (رح) او مجتهدو امامانو کې امام شافعي (رح) او امام مالک(رح) په یوه بل قول کې پدې اند دي چې دغه کار خو یو ناوړه او بد کار دی خو د کومې ښځې سره چې زنا شوې ده د هغې له مور او یا لور سره نکاح حرامه نه ده او که له پخوانه ورسره نکاح شوې وي نو ماتیږي نه،  ددې نظر د تایید دلایل هم د فقهې په کتابونو کې شته.
۲ – که یو چا له یوې ښځې سره زنا ونه کړه خو په یوه بستره کې له جامو نه پرته(لوڅ) ورسره څملاست، په شهوت سره یې لاس پرې وواهه، مچو یې کړه خو جنسي عملي اړیکې (دخول) صورت ونه نیوه ، نو دلته هم د امام ابوحنیفه(رح) د مذهب پر اساس ددې ښځې لور او مور په سړي حرامه ده او نکاح هم پرې ماتیږي، خو امام شافعي(رح) او امام احمد (رح) پدې اند دي چې نکاح نه پرې ماتیږي.

تاسې چې د کوم حالت یادونه کړې ده، هغه پدې دوهم صورت حال کې شامله ده چې د امام ابوحنیفه(رح) په مذهب کې د هغه نکاح ماته ده نو کوم سړي چې دغه جرم کړی دی او د حنفي مذهب تابع دی نو هغه باید په خپل غوره کړي مسلک باندې عمل وکړي او له خپلې ښځې نه جلا شي‎.

په اختلافي مسایلو کې د دلایلو پر بنسټ یا د شرعي ضرورت پر اساس د یوه مجتهد رایه پریښودل او د بل مجتهد رایه غوره کول خو روا دي اما یوازې د خپل خواهش د پوره کولو لپاره او د خپلې شخصي پیښې په پام کې نیولو سره د خپل پخواني مذهب او مجتهد امام  رایه پریښودل او د بل هغه غوره کول مناسب کار ندی.

مأخذ: تفهیم المسایل کتاب ، څلورم جلد،   ۳۱۵ – ۳۱۷ مخونه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب