له خپل حق څخه تیرېدل یا تسامح څه ته وايي؟

له خپل حق څخه تیرېدل چې په عربي ژبه کې ورته تسامح واېي؛ هغه عظیم خصلت دی چې ځینې انسانانو کې په موروثي ډول نغښتی وي او ځینې نور یې بیا په زیار ایستلو سره ترلاسه کولی شي.

عفوه کول  او له خپل حق څخه بل انسان ته تیرېدل هغه پټ احساس دی چې انسان ته رواني سکون او قلبي ډاډ ګیرنه ورپه برخه کوي، له بدۍ څخه یې منع کوي،  د بدۍ په بدل کې خلکو سره ښېګڼه کول یې عادت ګرځي.

د بښنې او تسامح په برکت سره ټولنه کې بدګوماني ختمیږي، د خلکو ترمنځ خوشباوري او ريښتینولي دودیږي، بیا نو د ټولنې وګړي یو تربله کرکه او نفرت نه کوي بلکې د دوستۍ او ملګرتیا په صمیمانه فضاء کې خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بیاېي.

تسامح او له خپل حق څخه تیرېدل هغه اوچت صفت دی چې د انسان عمر زیاتوي؛ بیا که دغه انسان ومري هم د هغه نیک یادونه په ټولنه کې تلپاتې او ژوندي وي.

بښنه او نرمي کول باید اول مونږ له خپل نفس سره په معامله کې پیل کړو پخپل عمل او فکر کې له داسې کړنو او سوچونو څخه ځانونه وژغورو چې دښمني او بدي پالنه په کې نغښتې وي او نه هم داسې کینې او کرکې وپالو چې زمونږ زړونه له داخل نه وخوري، بلکې د خپل وس په اندازه به کوښښ کوو ترڅو خپل ځانونه د بښنې په ښکلي خوی سره سینګار او مزین کړو چې دین او دنیا مو دواړه ښایسته وي.

داسې هم نه ده چې د تسامح او بښنې صفت خپلول څه آسانه خبره ده، بلکې ددې خوی زده کول او خپلول قوي زړه او شجاعت غواړي او مونږ ته پکار ده چې خپلو ځانونه د خپل شاوخوا ټولنې له خلکو سره بلد کړو او د ټولنې وګړي له ټولو تیروتنو او عیبونو سره د خپل ژوندانه داسې ملګري وګڼو چې جدا کیدل مو ورڅخه امکان نه لري، ځکه چې انسانان له خطاء او تیروتنو څخه خالي کیدای نه شي.

هڅه وشي له نورو څخه د تکلیف لیدلو په صورت کې په هغوی ملامتي وانه چول شي او نه هم د بدل اخیستلو  ته اولویت ورکړل شي، بلکې پکارده هغه ملامت کس ته فرصت ورکړل شي چې د  خپلې تیروتنې سپیناوی وکوي چې له هغې وروسته بیا زړونه صفاء کیږي.

کوښښ وشي چې بدۍ ته په بدۍ ځواب ورنکړل شي او نه هم په دې اړه فکر کولو باندې انسان خپل وخت ضایع کړې بلکې دبدۍ مقابل کې ښېګڼې باندې خپل ذهن بوخت وساتي، د بدۍ کسات اخیستل یوازې د انسان انرژي ختموي او د مثبت فکر کولو طاقت یې ضایع کوي.

د کسات اخیستلو شوق او جذبه صرف د انسان روح ته تکلیف رسوي او پایله کې به لوی تاوان کوونکی همدغه انسان وي.

هر هغه انسان چې تاته په ننواتې او بښنې غوښتلو سره راغی ته یې ننواتې قبولې کړه او بښنه ورته وکړه، ځکه بښنه غوښتونکی انسان د ډیر خجالت او شرم احساس کوي نو په کارده چې د هغه انسان د زړه په ټپونو مرهم ولګوو ترڅو هغه د خجالت احساس یې ختم شي.

په همدې لحظه کې که په صراحت سره وواېي: آیا ته نرم زړی انسان یې او کنه؟

همیشه زړور اوسه حتی له خپل ځان سره هم او که چیرته دې په زړه کې د یوې زرې هومره کینې احساس هم وکولو نو پوه شه چې ته نرم زړی او متساهل انسان نه یې.

ددې لپاره چې له خلکو سره ښه اونرم چلن خپل عادت وګرځوې هره ورځ خپل سهار په عفوې او بخشش سره پیل کړه له خپل ځان، کورنۍ غړو، ګاونډیانو څخه شروع او بیا د ټولنې هر وګړي سره په روڼ تندي او له کینې څخه په پاک زړه روغبړ او راکړه ورکړه وکوه انشاء الله چې د ورځې او میاشتې تر پایه به خپلو عادتونو کې د لوی تغیر شاهد اوسې.

ژباړه: قدرت الله((تنها))

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب