له خپل ګران پيغمبر سره تړون تازه كړئ !

مسلمان دژوند په هره شيبه او لحظه كې مكلف دى چې د خپل ګران او محبوب پيغمبر صلى الله عليه وسلم ژوند او كړنلاره وګوري، ويې لولي او په خپل ورځني ژوند كې يې عملي كړي ځكه چې د قراّن كريم خبره ده چې ستاسې لپاره د رسول الله  صلى الله عليه وسلم په ژوند كې ښه او نيكه بيلګه ده.

د مسلمان د نيكو اعمالو د قبوليت لپاره هم دوه شرطونه په ګوته شوي دي چې يو يې اخلاص او للهيت دى او دوهم يې دا چې دغه عمل به درسول الله صلى الله  عليه وسلم په تګلاره او سنتو برابر وي او كه نه نو كه هرڅومره ستر عمل او ستره قرباني وي دالله(ج) په وړاندې هيڅ ارزښت نلري.

قراّن كريم په اّل عمران سورت كې په ( 31 ) اّيت كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم متابعت او پيروي د خپل ذات سره د مينې مظهر او بيلګه ګڼلې ده او فرمايي چې كه څوك له الله(ج) سره مينه لري نو د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په قدم دې قدم كيږدي.

مونږ ددې عصر او زمانې مسلمانان په داسې حساسو شرايطو كې قرار لرو چې له هرلوري دفتنو او فساد دامونه راته ايښودل شوي  داسلام دښمنان غواړي چې مونږ او زمونږ راتلونكي نسلونه د اسلام په اړه د شكونو او شبهاتو پيداكولو په وسيله بې دينه كړي او بل پلو ته مو د ارزښتونو او اخلاقو په وژلو سره په معنوي توګه ترور كړي.

نو ځكه خو تر بل هرمهال نه زيات دې ته اړتيا لرو چې دالله ( ج) په كتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په سنتو منګولې ولګوو، په خپلو كورونو او جوماتونو كې د نبوي سيرت درسونه ولرو، دنبوي سپيڅلي ژوند په اړه خپلو بچيانو او اولادونو ته پوره او كره معلومات وركړو، دهغه سيرت په اصلي او حقيقي بڼه وړاندې كړو او ټول هغه خرافات او بې بنسټه روايات ترې وباسو كوم چې مغرضو دښمنانو او ناپوهه دوستانو ورننويستلي دي او ترټولو مهمه داده چې خپل ژوند دهغه له ژوند سره برابر كړو، دهغه د رسالت دنده پرمخ بوزو او د داعي امت په توګه ټول انسانيت ته دهغه پيغام ورسوو!.
—————————————
د ملي اصلاح اونېزې څخه په مننې سره

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب