له دندې څخه ناوړه ګټه اخیستل

له دندې ناوړه ګټه پورته کول هغه موضوع ده چې د نړۍ په ‌‌‌‌‌‌ډېرو هیوادونو کې ولسونو ته د ورځینیو چارو په ترسره کولو کې د خنډ سبب ګرځي او ډېر ځله دا ډول کړنې د ملت او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کیدو لامل هم کیږي.
هر هغه حکومتي یا غیر حکومتي چارواکی چې له خپلې رسمي دندې څخه ناوړه ګټه پورته کوي نه یوازې دا چې ملت ته یې زیان اوړي بلکه د حکومت او هغه خصوصي ادارې باور او اعتماد د عامو خلکو پروړاندې له منځه وړي.

ښه حکومتونه تل هڅه کوي ترڅو ولس ته ښه خدمات،اسانتیاوې او د اړتیا وړ کارونه ترسره کړي چې په دې کار سره د خلکو ملاتړ ځان ته خپل کړي ، ځکه د همدې ملاتړ پر بنسټ حکومتي نظامونه پر پښو دریږي او برعکس یې همدا ولس حکومتونه نسکوروي.

حکومت تل همدا هڅه کوي چې د چارو د ادارې لپاره داسې اشخاص او وګړي په دندو وګماري چې خپلې دندې څخه ناوړه ګټه پورته نکړي، له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او د خلکو ستونزو ته په لږه موده کې د حل لار پيدا کړي ترڅو د ملت قناعت ترلاسه کړي او د دولت او ولس ترمنځ د یو پله په څیر رول ولوبوي.
د پورته یاد شویو ټکو په نظر کې نیولو سره غواړو د هغو وګړو او کارکوونکو په اړه بحث وکړو چې د خپلې دندې څخه ناوړه ګټه پورته کوي او پر هغو لاملونو یې خبرې وکړو چې په ټولنه منفي اغیزې کوي. طبیعي خبره د ه چې یاده ستونزه په ټولنه کې د اداري فساد، اخلاقي فساد، د حکومت او ملت ترمنځ د واټن رامنځ ته کیدو ، پر حکومت د ولس د بې باوره کیدو او همدا ‌‌‌‌‌‌ډول په خصوصي ادارو کې هم د ګڼو نورو ستونزو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي.
اداري فساد هغه شومه او د اساسي قانون پرخلاف پدیده ده چې په عمومي توګه له خپلې دندې څخه د حکومتي مامورینو د ناوړه ګټې اخیستې له امله رامنځته کیږي او تر ټولو کمه اغېزه یې داده چې د ملت او ولس په منځ کې د حکومت باور زیانمن کوي.

د ولس تر ټولو ستره ستونزه چې هر ورځ په هره اداره او هر ځای کې ورسره مخ کیږي داده چې ځیني چارواکي په یو نه یو ‌‌‌‌‌‌ډول مراجعینو ته د رشوت ورکولو زمینه مساعدوي، خو بیا په ځینو حالاتو کې مراجعین چارواکي دې ته اړ باسي ترڅو بډې واخلي او ددوی غیر قانوني کار ترسره کړي. چې دا دواړه ‌‌‌‌‌‌ډولونه یې د قانون پرضد کار دی او ترسره کوونکي یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د اداري فساد ترڅنګ له بده مرغه او په ‌‌‌‌‌‌ډیر تاسف سره باید یادونه وکړو چې زموږ په ټولنه کې په ځینو حکومتي ادارو کې اخلاقي فساد هم تر خپل وروستي حده پورې رسیدلی چې د اداري فساد په پرتله ‌‌‌‌‌‌ډیر خطرناک او د اندیښنې وړ بلل کیږي.
اخلاقي فساد هغه هم په یوه رسمي اداره کې نه یوازې دا چې د حکومتي چارواکو لپاره د شرم ځای دی بلکه د نظام کمزوري کول او د نظام په اړه بې باوري رامنځ ته کوي چې حکومت یې باید مخه ونیسي.
د اخلاقي فساد ‌‌‌‌‌‌پيښې په دې وروستیو کې ‌‌‌‌‌‌ډیرې شوي او ‌‌‌‌‌دا ستونزه تر ‌‌‌‌‌‌ډیره په قضایي ادارو او ځینې نورو حکومتي اداراتو کې د لوړ پوړو چارواکو لخوا پر بیوزله او غریب خلکو ترسره کیږي .

له دندې څخه د ځینو چارواکو لخوا ناوړه ګټه اخیستنه، اخلاقي فساد او اداري فساد د رامنځته کیدو ترڅنګ د یو بل سترې ستونزې لامل هم کیږي چې هغه د حکومت او ملت ترمنځ واټن رامنځته کیدل دي او خلک خپل باور په حکومت له لاسه ورکوي چې د بیلابیلو ستونزو لکه د دولت مخالفینو سره یوځای کیدل، د قانوني لارو پر ځای د غیر قانوني لارو څخه ګټه اخیستل او په ټولنه کې د نورو فسادونو سبب ګرځي.

اوس نو دې ټولو ته په کتو باید زمونږ هېواد وال دې ټکي ته پام وکړي چې نه خپله له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کړي او نه نورو چارواکو یا کارکونکو ته ددې زمینه برابره کړي چې له خپلو دندو ناوړه ګټه پورته کړي. هېواد وال باید د یوې ستونزې د حل کیدو لپاره د نورو ستونزو رامنځته کولو او د رشوت ورکولو څخه په کلکه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي. او د خپل ولس او ټولنې لپاره په ریښتیني توګه د چوپړ جوګه شي تر څو خپل ولس ته دښو خدماتو په وړاندې کولو سره مو د هیواد په پرمختګ کې پوره ونډه اخیستي وي.

فرهاد مندوزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب