له سقط وروسته څه وخت غسل كيږي (فتوى)

د یو روغتیایي مشکل له مخې مې د ډاکټر د پریکړې سره سم خپل د یوې میاشتې حمل په روغتون کې لیرې کړ (سقط کړ). مهرباني وکړئ راته ووایئ چې زه څه وخت د جنابت غسل کولای شم؟ لس او که څلویښت ورځې وروسته؟
دا پوښتنه په اصلاح انلاین کې هم خپرولای شئ.

قدرمنې خور لېمې
السلام عليکم ورحمة الله و برکاته!
صحت او کاميابي مو غواړم.
د سقط او د تولد په دواړو صورتونو کې ښځه نفاسه ګرځي او بيا د نفاس د کمې مودې لپاره وخت نه دى ټاکل شوى. کېداى شي په يوه ورځ کې ښځه پاکه شي او زياته موده يې څلويښت ورځې ده او دا هم لازمي نه ده چې نفاسه ښځه به خامخا څلويښت ورځي نفاس تيروي، ګوري به، هر وخت چې پاکه شي او وينه يې ودريږي نو د نفس موده يې ختميږي، د دې زياتې مودې ټاکل آخري حد دى، اکثره ښځې له دې نه مخکې پاکېږي، دا په دې معنى که د څلويښتو ورځو نه يې مرض زيات شو نو بيا هغه نفاس نه بلکه مرض دى.
والسلام

پوښتونکی: لیمه وردګ
مفتي: مولوي مجيب الرحمن منصور

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب